هارسټ کوهلر
From Wikipedia, the free encyclopedia
هارسټ کوهلر Horst Köhler (الماني: [ˈhɔʁst ˈkøːlɐ]، زوکړه: د ۱۹۴۳ فبروري ۲۲) يو الماني سياستپوه دی، چې له ۲۰۰۴ ز کال څخه تر ۲۰۱۰ ز کال پورې يې د المان د ولسمشر په توګه خدمت وکړ. د دوه عيسوي ديموکراتيک خور ګوندونو یعنې CDC (چې نوموړی يې غړی دی) او CSU او همدارنګه ليبرال FDP ګوند د نوماند په توګه Köhler د ۲۰۰۴ ز کال د می پر ۲۳ مه نېټه د فدرالي جرګې (Federal Convention) له لورې د نوموړي د لومړۍ پينځه کلنې دورې لپاره وټاکل شو او په پای کې يې د ۲۰۰۴ ز کال د جولای پر ۱ نېټه د پرانيستې دود تر سره کړ. نوموړي د ۲۰۰۹ ز کال د می پر ۲۳ مه نېټه د دويمې دورې لپاره يو ځل بيا وټاکل شو. يوازې يو کال وروسته د ۲۰۱۰ ز کال د می پر ۳۱ يې له خپلې دندې څخه په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د لیدنې په رڼا کې، د المان Bundeswehr د ونډې په اړه په يوه کړکېچنه تشرېحي وينا (تبصره) کې له دندې څخه لاس واخيست. د ولسمشر په توګه د نوموړي د دورې پر مهال، چې اداره يې زياتره وخت د دود اړوند موضوعګانو سره اړيکه لري؛ کوهلر د لومړي وزير Gerhard Schroder او وروستۍ لومړۍ وزيرې Angela Merkel دواړو په پرتله يو غوره پېژندل شوی سياستپوه و او د تصويب او کتنې کچې يې له هغوی څخه پورته وې.[2]
هارسټ کوهلر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
تابعیت | جرمني |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | جرمني ژبه |
د کړنې څانګه | سياست [1] |
کار ورکوونکی | ملگري ملتونه |
جايزې | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
Köhler د مسلک له مخې يو اقتصادپوه و. د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدلو څخه مخکې، نوموړي په سياست، کورني يا مدني خدمت کې او د بانک د اجرائيه رئيس په توګه يو بېل مسلک درلود. نوموړی له ۱۹۹۸ ز کال څخه تر ۲۰۰۰ ز کال پورې د بيا رغونې او پرمختګ لپاره د اروپايي بانک مشر او له ۲۰۰۰ ز کال څخه تر ۲۰۰۴ ز کال پورې د پيسو د نړيوال صندوق (IMF) رئيس او مشر و. نوموړي له ۲۰۱۲ ز کال څخه تر ۲۰۱۳ ز کال پورې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي لوړپوړي منصفه پلاوي کې د ۲۰۱۵ ز کال وروسته پرمختيايي موضوع په برخه کې خدمت وکړ. [3]