نیکوزیا
From Wikipedia, the free encyclopedia
لیکوزیا د شمالي قبرس (ترکي قبرس) پلازمینه ده. نیکوزیا د ۸۰۰۰'۲۰ وګړو سره لومړنی ټاپوییز لوی ښار دی، او همداسی یوازینی عیر ساحلی ښار په قبرس کې شمیرل کیږی.
نیکوزیا | |
---|---|
{{په یوناني|Λευκωσία}} {{په ترکي|Lefkoşa}} | |
د نیکوزیا انځور | |
نیکوزیا | |
Lua error in Module:Mapframe at line 387: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value). | |
کورډېناټونه: }} ۳۵°۱۰′ شمال ۳۳°۲۲′ ختیځ | |
اداري وېش | |
هیواد | قبرس 22px شمالي قبرس |
سیمه | نیکوزیا سیمه قبرس لفکوشا سیمه 22px شمالي قبرس |
پلازمینه د: | |
حکومت | |
• ښاروال | النی ماورو قبرس جمال متین بولوتوقلولاری 22px شمالي قبرس |
پراخوالی | |
• پراخوالی | ۱۱۱ کلوميټر٢ (۴۳ میله مربع) |
لوړوالی | ۷۲۲ ميټره (۲٬۳۶۹ فوټ) |
نفوس شمېرنه (۲۰۰۹) | |
• ټولټال | ۳۹۸,۲۹۳ |
• د نفوسو کثافت | ۳٬۶۰۰/کلوميټر٢ (۹٬۳۰۰/ميله مربع) |
وروستي مالومات | |
وخت زون | EET (ه.ن.و۲+) |
1010–1107 | |
سيمه ييز د زنګ کوډ | 22 |
جيو کوډ | 146268[1] |
خورلڼې ښارونه | |
رسمي وېبپاڼه | کينډۍ:Country data Cypruswww.nicosia.org.cy 22px www.lefkosaturkbelediyesi.org |
سمول |
نیکوسیا د قبرس پلازمېنه او تر تولو ستر ښار دی. دا ښار د میسوریا دښتې مرکز ته نږدې د پیدیوس سیند پر غاړه پروت دی.[2][3]
د یوناني داستانونو له مخې، نیکوسیا (چې په یوناني کې ورته Lefkosia ویل کېږي) یوه سمندري حوره او د اکیلوس او میلپومیني لور وه چې نوم یې د «سپین ایالت» یا د سپینو خدایانو د ښار په توګه ژباړل شوی دی.
نیکوسیا د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو یوه له تر ټولو زیاته په سویل ختیځ کې پرته پلازمېنه ګڼل کېږي. څه باندې ۴۵۰۰ کلونه کېږي چې په پر له پسې ډول سره هلته خلک ژوند کوي او له لسمې پېړۍ راهیسې د قبرس پلازمېنه ده. په ۱۹۶۴ ز کال کې وروسته له هغه چې په دې ښار کې له ۱۹۶۳ تر ۱۹۶۴ ز کلونو پورې جګړې ونښتې نو د نیکوسیا د ښار د یوناني قبرس او ترکي قبرس ټولنې د دې ښار په شمال او سویل برخو کې سره بېل شول. دغه بېلتون د قبرس جمهوریت او د شمالي قبرس تر منځ هغه وخت پوځي سرحد وګرځېد کله چې په ۱۹۷۴ ز کال کې ترکیې پر قبرس برید وکړ او په پایله کې یې د دغې جزیرې شمالي برخه د شمالي نیکوسیا په ګډون تر خپل واک لاندې راوستل. نن ورځ شمالي نیکوسیا د شمالي قبرس د ترکیې جمهوریت پلازمېنه ده چې دا هېواد یوازې د ترکیې له خوا په رسمیت پیژندل شوی ده.
نیکوسیا له خپلو قانوني او اداري دندو ور هاخوا، خپل ځان د همدې جزیرې د مالي پلازمېنې او نړیوالې سوداګرۍ د اصلي مرکز په توګه تثبیت کړی ده. په ۲۰۱۸ ز کال کې، نیکوسیا په نړۍ کې د نسبي خرید د ځواک له اړخه ۳۲ بډایه ښار و.[4][5]