نیویل چمبرلین
From Wikipedia, the free encyclopedia
آرتور نیویل چمبرلین (د ۱۸۶۹ ز کال د مارچ له ۱۸ – د ۱۹۴۰ ز کال د نومبر تر ۹ پورې) چې د شاهي ټولنې د یاور ویاړ لري، د محافظه کار ګوند بریتانوي سیاستوال و چې د ۱۹۳۷ ز کال د مې له میاشتې نه ۱۹۴۰ زکال د می تر میاشتې پورې یې د انګلستان د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. نوموړي د آرامولو په خپل بهرنۍ سیاست کې پراخ شهرت درلود، په ځانګړي توګه د نوموړي د ۱۹۳۸ ز کال د سپټمبر د ۳۰ د میونیخ تړون د لاسلیک په برخه کې، چې د چکوسلواکیا سوېټنلنډ جرمن مېشه سیمه یې جرمني ته وسپارله. د ۱۹۳۹ ز کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه پر پولنډ د جرمني له برید وروسته چې دویمه نړیواله جګړه یې پیل کړه، چمبرلین دوه ورځې وروسته د جرمني پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ او د لومړيو اتو میاشتو جګړې په اوږدو کې یې تر هغه د بریتانیا مشري وکړه چې د ۱۹۴۰ ز کال د می په ۱۰ نېټه یې د لومړي وزیر په توګه له خپلې دندې استعفا ورکړه.
نیویل چمبرلین | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
زیږون نوم | |||||||
پيدايښت | |||||||
مړینه | |||||||
تابعیت | برېتانيا | ||||||
واک | |||||||
د برېتانیې لومړی وزیر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲۸ مې ۱۹۳۷ – ۱۰ مې ۱۹۴۰ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
تعلیم | لندن پوهنتون | ||||||
کار/مسلک | |||||||
کاروونکي ژبه(ي) | |||||||
د کړنې څانګه | سياست [1] | ||||||
لاسليک | |||||||
ويبپاڼه | |||||||
مخ پر IMDB باندې | |||||||
سمول |
په سوداګرۍ او سیمه ییزو ادارو کې له کار وروسته او په ۱۹۱۶ او ۱۹۱۷ز کلونو کې د ولسي چوپړتیاوو د رئیس په توګه له لنډې دندې وروسته، چمبرلین د خپل پلار جوزف چمبرلین او ناسکه مشر ورور آستن چمبرلین په لاره روان شو او د ۴۹ کلونو په عمر د برمېنګم لیډي ووډ سیمي په استازیتوب یې د ۱۹۸۱ ز کال په ټول ټاکنو کې پارلمان ته لاره وموندله. نوموړي دویمې درجې د وزارت چوکۍ رد کړه او تر ۱۹۲۲ ز کال پورې د پارلمان د وروستیو چوکۍ غړی پاتې شو. په ۱۹۲۳ کال کې نوموړی سملاسي د روغتیا وزیر او بیا د خزانې رئیس شو. د کارګر ګوند په مشرۍ د لنډ مهاله حکومت نه وروسته، نوموړی بېرته د روغتیا وزیر شو او د ۱۹۲۴ او ۱۹۲۹ ز کلونو په اوږدو کې یې یو لړ اصلاحات په لاره واچول. نوموړی په ۱۹۳۱ز کال کې بېرته د ولسي حکومت د خزانې رئیس وټاکل شو.
د ۱۹۳۷ ز کال د مې په ۲۸ نېټه چمبرلین د لومړي وزیر په توګه د سټینلي بالډوین ځای ناستی شو. د لومړي وزیر په توګه د هغه واک ته رسېدل د یرغلګر جرمني پر وړاندې د نوموړي سیاست په پراخه کچه پوښتنې را پورته کړې او په هغه وخت کې په مونیخ کې د نوموړي کړنو په بریتانیا کې پراخ شهرت درلود. چمبرلین د هټلر د پرله پسې یرغل په ځواب کې له انګلستان سره ژمنه وکړه چې که چېرې جرمني برید و کړي، د پولنډ د خپلواکۍ دفاع به وکړي، چې دې کار یو داسې اتحاد را منځ ته کړ چې په پولنډ د جرمني له برید وروسته یې بریتانیا د جګړې ډګر ته را کش کړه. په ناروې باندې د جرمني د یرغل په مخنیوي کې د متحدینو ناکامي د دې لامل شوه چې، د ۱۹۴۰ز کال د می په میاشت کې د مشرانو مجلس د ناروې تاریخي غونډه ترسره کړي. د چمبرلین د جګړې تګلاره د ټولو ګوندونو د غړو له خوا تر پراخو نیوکو لاندې راغله او د باور په رایه کې د نوموړي اکثریت حکومت ډېر کم شو. د ټولو اصلي ګوندونو تر ملاتړ لاندې، د یوه ولسي حکومت پر سر د هوکړې له امله چمبرلین د لومړي وزیر له چوکۍ نه استعفا ورکړه، ځکه چې جوته وه چې کارګر او لیبرال ګوندونه به د نوموړي تر مشرۍ لاندې خدمت ونه کړي. که څه هم هغه لا تر دې وخته د محافظه کار ګوند مشري کوله، د نوموړی ملګری وینسټن چرچل د هغه ځای ناستی شو. چمبرلین د جګړې د کابینې مهم غړی و چې د چرچیل په غیاب کې یې د لارډ د شورا د رئیس په توګه د حکومت مشري کوله، تر هغه چې د ۱۹۴۰ ز کال د سپټمبر په ۲۲ نېټه ناروغۍ نوموړي استعفا ته اړ کړ. د لومړي وزیر د چوکۍ له پرېښودو شپږ میاشتې وروسته، چمبرلین د ۷۱ کلونو په عمر د ۱۹۴۰ ز کال د نومبر په ۹ مه د سرطان ناروغۍ له امله له نړۍ نه سترګې پټې کړې.
د تاریخ پوهانو تر منځ د چمبرلین د شهرت په اړه جنجالي بحثونه پاتې دی، هغه څه چې په لومړی سر کې د نوموړي لوړ درناوي ته زیان رسوي، د ګناهکارو څېرو (Guilty Men) په بڼه کتابونه دي چې د ۱۹۴۰ ز کال په جولای په کې خپور شو، چې چمبرلین او د هغه ملګري یې د مونیخ د تړون او د جګړې لپاره د بریتانیا د سمبالولو په برخه کې په ناکامۍ ګرم بللي دي. د چمبرلین له مړینې وروسته نسل، چې د چرچل له خوا یې مشري کېده، ډېری تاریخ لیکونکو، لکه په (The Gathering Storm یا را منځ کېدونکی توپان) کې ورته نظرونه درلودل. ځینې وروسته تاریخ لیکونکو د چمبرلین او د هغه د سیاستونو په اړه ډېر غوره لید درلود، چې د دېرش کلنې واکمنۍ په اوږدو کې خپرو شوو حکومتي اسنادو ته اشاره کوي او استدلال کوي چې په ۱۹۳۸ ز کال کې له جرمني سره جګړه به ویجاړونکه وه، ځکه چې انګلستان چمتو نه و. د دې ترڅنګ، چمبرلین لا تر اوسه د بریتانیا د لومړي وزیرانو په نوم لړ کې نامناسب ځای لري. [2]