میټیلډا جوسلین ګیج
From Wikipedia, the free encyclopedia
میټیلډا جوسلین ګیج (د مارچ ۲۴ مه، ۱۸۲۶ز کال - د مارچ ۱۸مه، ۱۸۱۹۸ز کال) یوه امریکایي لیکواله او فعاله وه. هغه په عمومي ډول په متحده ایالاتو کې د مېرمنو په رایه ورکولو کې د هغې د ونډې لپاره پیژندل کیږي. (د بیلګې په توګه: د رایې ورکولو حق)، خو هغې د اصلي امریکایانو د حقوقو، له منځه وړلو (د مريتوب پای) او ازاد فکر (د مذهبي باورونو په مسائلو کې د دلیل ازادانه استعمال) لپاره هلې ځلې هم وکړې. د «ماټلیډا اغېز» ته د هغې نوم ورکړل شوی، کوم چې د ساينسي اختراعاتو لپاره د ښځو له امتياز څخه د انکار تمايل بيانوي (ماټلیډا اغېز په ساينس کې د ښځو د لاسته راوړلو پلوي کوي). زوم يې هم له هغې متاثره شوی و، څوک چې د «وزرډ آف اوز» لیکوال و.
میټیلډا جوسلین ګیج | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۴ مارچ ۱۸۲۶[1][2][3][4][5] |
مړینه | شیکاګو |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
د کړنې څانګه | |
لاسليک | |
سمول |
هغه په ۱۸۵۲ز کال کې د ښځو د حقونو ملي کنوانسیون کې چې په «سیراکوز»، نیویارک کې جوړ شوې و، ترټولو ځوانه ویناواله وه. هغه یوه نه ستړې کیدونکې کارکوونکې او عمومي ویناواله وه، او له رسنيو سره یې ډیرې لیکنې شریکې کړي، د هغه مهال يو له ترټولو منطقي، نه ډارېدونکې او علمي لیکوالو له ډلې ګڼل کیږي. د ۱۸۷۸-۱۸۸۱ز کلونو په اوږدو کې، هغې د ملي اتباعو په اړه یوه ليکنه خپره کړه، چې دغه ليکنه د ښځو د حقوقو لپاره وقف شوې وه. د «الیزابیت کیډي سټنټون» او «سوزان بي. انتوني» سره په شريکه هغه د کلونو لپاره د رايې ورکولو د غورځنګ په مخکښانو کې وه، او له دوی سره يې د ښځو د رايې ورکولو حق د تاريخ (۱۸۸۱-۱۸۸۷ز کلونو) په ليکلو کې مرسته وکړه. هغه د ښځو د حقوقو لارښود (۱۸۶۸ز) ښځه د اختراع کوونکې په توګه (۱۸۷۰ز کال)؛ د ډينسي مبارزه چا پيل کړه (۱۸۸۰ز او کلني کال) او ښځه، کلیسا او دولت ۱۸۹۳ز کال) لیکواله هم وه. [6][7]
د ډېرو کلونو لپاره هغه د ښځو د رایې ورکولو له ملي اتحادیې سره تړلې و، خو کله چې د دې ټولنې د ډېری غړو لپاره د رایې ورکولو او ښځمنپالنې په اړه د هغې نظریات خورا بنسټپال شول، هغې د ښځو ملي خپلواکې ټولنې بنسټ کېئود، چې موخې یې دا وې: د خپل حکومت لپاره د ښځو طبیعي حق تاکیدول، د ښځې د غوښتنې په پیژندلو کې د ځنډ لامل روښانول، د مدني او مذهبي ازادۍ د اصولو ساتنه، د اساسي قانون د تعدیل له لارې د کلیسا او دولت د يوځای کولو د خطر په اړه د عامه افکارو راپورته کول، او د ښځو د کموالي (بې اهمیتۍ) نظریه ردول. هغې په ۱۸۹۰ز کال کې د دې اتحادیې له پیل راهیسې، په ۱۸۹۸ز کال کې په شیکاګو کې تر مړینې پورې د دې اتحادیې د مشرې په توګه دنده ترسره کړه. [7]