میلارد فیلمور
From Wikipedia, the free encyclopedia
میلارد فیلمور ( د جنوری ۷ مه، ۱۸۰۰ – د مارچ ۸ مه ، ۱۸۷۴ ز) د امریکا دیارلسم ولسمشر و، چې د ۱۸۵۰ ز څخه یې تر ۱۸۵۳ ز پورې خدمت وکړ او د وېګ ګوند غړیتوب لرونکی وروستی ولسمشر و. دی د امریکا د استازو په جرګه کې د اپسټېټ نیویارک د خلکو استازی و. فیلمور په ۱۸۴۸ز کال کې د امریکا د ولسمشرۍ ۱۲ مرستیال وټاکل شو او د ۱۸۵۰ز کال په جولای میاشت کې يې د امریکا د ولسمشر زاکاري ټایلر له مړینې څخه وروسته ولسمشري ترلاسه کړه. فیلمور د ۱۸۵۰ز کال د روغې جوړې په تصویب کې ډېر ګټور و، چې د غلامۍ د پراختیا پر سر جګړې کې د لنډمهالي اوربند لامل شو. هغه په ۱۸۵۲ز کال کې د وېګ ګوند څخه د ولسمشرۍ نوماندي ترلاسه نه کړه، خو څلور کاله وروسته یې د Know Nothing په نامه د نوي راټوکېدلي ګوند ملاتړ ترلاسه کړ او د ۱۸۵۶ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې يې درېیم مقام خپل کړ.
میلارد فیلمور | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
پيدايښت | |||||||
مړینه | |||||||
تابعیت | د امریکا متحده ایالات | ||||||
قد | 175 سانتي متره | ||||||
واک | |||||||
د متحده ایالاتو ولسمشر (13 ) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۹ جولای ۱۸۵۰ – ۴ مارچ ۱۸۵۳ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه | ||||||
کاروونکي ژبه(ي) | |||||||
لاسليک | |||||||
سمول |
فیلمور د نیویارک ایالت په فېنګرلېکس سیمه کې په یوه بېوزله کورنۍ کې وزېږېد او مور او پلار يې بزګران وو. که څه هم هغه لږ رسمي زده کړې درلودې، خوهغه سخت درس ووایه او په کې یو بریالی مدافع وکیل شو او په دې توګه، له بېوزلۍ راووت. هغه د یوه وکیل او سیاستوال په توګه په بوفالو سیمه کې ډېر مخکښ و او په ۱۸۲۸زکال کې د نیویارک اسمبلۍ او بیا په ۱۸۳۲ز کال کې د استازو جرګې ته وټاکل شو. په لومړۍ سر کې هغه د ماسوني ضد ګوند پورې تړلی و، خو وروسته د ۱۸۳۰مو کلونو په نیمايي کې د وېګ ګوند غړی شو. هغه د ګوند د ایالتی مشرتابه پر سر د تورلو ویډ او د ویډ له لوري حمایه کېدونکي ویلیام اېچ سیوارډ سره سیالي لرله. د هغه د کاري ژوند په بهیر کې، فیلمور له غلامي سره ښکاره دښمني درلوده او له فدرالي حکومت څخه يې غوښتنه کوله، چې د غلامي په پای ته رسولو کې ونډه واخلي. فیلمور د امریکا د استازو جرګې مشري ونه ګټله، ځکه هغه مهال په ۱۸۴۱ز کال کې وېګ کنټرول په لاس کې درلود، خو بیا هم دی د پانګې د تامین د لارو چارو (Ways and Means) کمېټې رئیس وټاکل شو. په ۱۸۴۴ز کال د ولسشمر د مرستیال او همدا ډول د نیویارک ایالت والي کېدو لپاره يې، له وېګ ګوند څخه نوماندي وانه خیستلی شوه، خو په ۱۸۴۷ز کال کې، د لومړي ځل لپاره د مستقیمو رایو په پایله کې د نیویارک ایالت محاسب وټاکل شو.
د ولسمشرۍ د مرستیال په توګه، ټایلر تر ډېره فیلمور له پامه غورځاوه او ان د نیویارک ایالت د مشرۍ په برخه کې له ويډ او سیوارډ سره سلامشوره وکړه. د سنا د رئیس په توګه، فیلمور د سنا د قهرجنو بحثونو ریاست کاوه او د کانګرس په ۳۱مه دوره کې دا پریکړه وشوه چې، ایا د مکسیکو څخه په پېرل شوې خاوره غلامي ته اجازه ورکړل شي که نه. د ټایلر برعکس، فیلمور د هېنري کلې د اومنیبوس له لایحې ملاتړ وکړ، چې همدا لایحه د ۱۸۵۰ز کال د روغې جوړې بنسټ شوه. د ۱۸۵۰ز کال په جولای میاشت کې له ولسشمر کېدو سره سم، فیلمور د ټایلر کابینه لغوه کړه او پر کانګرس یې ټینګتیا وکړه، چې پخلاینه تصویب کړي. د دې روغې جوړې یوه جنجالي برخه، د تښتېدلو غلامانو قانون و، چې له مخې يې تښتېدلي غلامان بېرته خپلو څښتنانو(بادارانو) ته ورستنول کېدل. فیلمور احساس کاوه چې، دا یې دنده ده، تر څو د خپل ځان او خپل وېګ ګوند، چې په شمالي او جنوبي ډلو وېشل شوی و، د اعتبار د زیانمنېدو په بیه، دغه روغه جوړه نافذه کړي. په بهرني سیاست کې، فیلمور له جاپان سره د سوداګرۍ د پرانیستو په موخه، د امریکا د سمندري ځواک له پراختیا څخه ملاتړ وکړ، په هاوايي کې يې د فرانسې د طرحو مخالفت وکړاو پر کیوبا د لښکرکښۍ پر مهال یې د نارسیسو لوپېز په وسیله په شرمونو وشرمېد. فیلمور په ۱۸۵۲ز کال کې د ولسمشرۍ د بشپړې دورې لپاره د وېګ ګوند څخه نوماندي ترلاسه نکړه او پرځای یې وینفیلډ سکاټ ونومول شو.
د فیلمور له ولسمشرۍ وروسته، د وېګ ګوند له منځه ولاړ او د ګوند څخه د هغه ډېری محافظه کار همکاران، له Know Nothings سره یوځای شول او وروسته يې امریکايي ګوند جوړ کړ. فیلمور په ۱۸۵۶ز کال کې له خپل ګوند څخه نوماند شو، د مهاجرت او کډوالۍ په اړه يې د ویلو لپاره لږ څه لرل، خو پام يې د اتحاد په ساتنې ورټول و او یوازې په ماریلنډ ایالت کې یې ټاکنې وګټلې. د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال، فیلمور د جلاوالي مخالف و، ویل یې چې: که اړتیا وه، د زور له لارې باید اتحاد وساتل شي، خو سره له دې هم د ابراهام لینکلن د جنګي سیاستونو منتقد و. له هغه وروسته چې سوله راغله، هغه د ولسمشر انډریو جانسن د بیارغونې له پالیسیو ملاتړ وکړ. فیلمور د تقاعد په برخه کې په مدني فعالیتونو کې ښکېل پاتې شو، هغه د بوفالو پوهنتون رئیس هم پاتې شوی دی. فیلمور په ۱۸۴۶ز کال کې د یاد پوهنتون په بنسټ اېښودلو او جوړولو کې مرسته کړې وه.