میخائل باکونین
From Wikipedia, the free encyclopedia
میخایل الکساندروویچ باکونین (۳۰ می ۱۸۱۴ – ۱ جولای ۱۸۷۶ زکال) روسي انقلابي انارشېست، سوسیالېست او د جمعي انارشېزم بنسټګر و. هغه د انارشېزم یو له اغېزمنو څېرو او د انقلابي سوسیالیستي او سوسیال انارشیستي کلتور یو له اصلي بنسټګرو څخه ګڼل کېږي. د یوه انقلابي په توګه د باکونین اعتبار هغه په اروپا کې په مشهور ایډیالوګ واړوه چې په ټوله روسیه او اروپا کې یې د راډیکالانو ترمنځ یې د پام وړ نفوذ درلود.[1][2]
میخائل باکونین | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | روسي سترواکي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | روسي |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | فلسفه |
مؤثر | الکساندر هرتسن ، پیر – ژوزف پرودون ، ژان ژاك روسو ، کارل مارکس ، گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل ، فيودور ميخايلوويچ داستاېفسکي |
تحریک | انارشيزم ، اتيزم ، لوېديځه فلسفه |
پوځي خدمت | |
لاسليک | |
سمول |
باکونین د Tver ایالت په Pryamukhino کورني ملکیت کې را لوی شو. له ۱۸۴۰ زکال وروسته نوموړي په مسکو او وروسته په برلین کې علمي ځایګي ته د رسېدو په هیله زده کړې وکړې. وروسته نوموړي په پاریس کې له کارل مارکس او پیري جوزف پرودن سره ولیدل، چې هغو په نوموړي ډېر اغېز وکړ. په باکونین کې په مخ پر ودې توګه راډیکالېزم د هغه د پروفیسرۍ کاري هیلې ته د پای ټکی کېښود. نوموړی د روسیې له خوا د پولنډ له اشغال سره د مخالفت له امله له فرانسې واېستل شو. په ۱۸۴۹ زکال کې هغه په ډرسډن کې د ۱۸۴۸ زکال د چک په پاڅون کې د ګډون په تور ونیول شو او روسیې ته ډیپورت شو، چېرې چې په پیل کې په سن پترزبورګ او بیا په ۱۸۵۴ زکال کې د شلیسلبورګ په قلا کې کې بندي شو او بالاخره په ۱۸۵۷ زکال کې سایبریا ته تبعید شو. هغه د جاپان له لارې متحده ایالاتو او له هغه ځایه لندن ته وتښتېد او هلته یې له الکساندر هرزن سره په Kolokol (یا زنګ) نومي مجله کې کار وکړ. په ۱۸۶۳ زکال کې، باکونین دغه ځای پرېښود څو په پولنډ کې له پاڅون سره مل شي، خو وه یې نشو کولای هغه ځای ته ورسېږي او د هغو پر ځای یې یو څه وخت په سوئیس او ایټالیا کې تېر کړ.
په ۱۸۶۸ زکال کې باکونین د نارینه کارګرانو له نړیوالې ټولنې سره یوځای شو او د دې لامل وګرځېد، څو د هغو انارشېست څانګه په چټکۍ وده وکړي. په هاګ کې د ۱۸۷۲ زکال کانګرس د باکونین او کارل مارکس د مبارزې تر اغېز لاندې و چې مارکس د انټرنیشنل د عمومي شورا یو له کلیدي څېرو څه و او د سوسیالېزم د رامنځته کولو په برخه کې یې د دولت څخه د ګټنې اړوند بحث کاوه. په مقابل کې باکونین او د هغه انارشیستي څانګې د دولت پر ځای د سیمه يیزو چارو د خپلواکو فدراسیونونو او کمونونو د ځای ناستوب استدلال کاوه. باکونین ونه شو کولای، ځان هالنډ ته ورسوي او انارشېست څانګې د هغه په غیاب کې بحث بایلود.
باکونین د مارکس له نظره په انټرنېشنل کې د یوه پټ سازمان د ساتلو له امله له انټرنېشنل واېستل شول او په ۱۸۷۲ زکال کې یې د استبداد ضد انټرنېشنل بنسټ کېښود. له ۱۸۷۰ زکال څخه په ۱۸۷۶ زکال کې د هغه تر مړینې پورې باکونین تر ټولو خپل لوی آثار لکه ستاتېزم او انارشي او همدارنګه خدای او دولت ولیکل، خو له دې سره یې په مستقیم ډول د اروپايي کارګرانو او بزګرانو په خوځښتونو کې ونډې اخیستو ته دوام ورکړ. په ۱۸۷۰ زکال کې هغه د فرانسې په لیون ښار کې په یو بغاوت کې ونډه واخیسته. باکونین د ایټالیا په بولنیا کې په انارشیستي پاڅون کې د ګډون په لټه کې و، خو د هغه مخ پر خرابېدو روغتیايي حالت هغه اړ کړ، څو هغه د څېرې په بدلولواو د جامو په بدلولو سره سویس ته بېرته وګرځي.
باکونین د انارشېزم د تاریخ د اصلي شخصیت، د مارکسېزم په ځانګړې توګه د پرولتاریا دیکتاتورۍ د مخالف په توګه او هم د هغو وړاندوینو له مخې چې ویلي یې و: مارکسېستي رژیمونه به د پرولتاریا له خوا نه بلکې په پرولتاریا باندې به یو ګوندي دیکتاتوري وي؛ پېژندل کېږي. د هغه د خدای او دولت په نوم کتاب په ګڼ شمېر ژبو ژباړل شوی او تر اوسه چاپېږي. باکونین همدارنګه په یو شمېر نور انارشېستانو لکه نوام چامسکي اغېز لرلی. باکونین همدارنګه په یو شمېر نورو متفکرینو لکه پیټر کروپوتکین، ارکو مالاتستا، هربرت مارکوزه، اي. پي ټامپسون، نیل پوسټمن او اې. اس نیل او له دې سربېره په یو شمېر سیندیکالیستي سازمانونو لکه Wobblies، د هسپانیا په کورنۍ جګړه کې په انارشېستانو او په جهاني کېدو ضد معاصر خوځښت کې په معاصرو انارشېستانو اغېز لرلی. [3][4]