مني
From Wikipedia, the free encyclopedia
مني چې په یوناني کې ورته (σπέρμα) او انگرېزۍ کې یې سپرم (Sperm ) چې زړي (تخم) په مانا ده، بلل کېږي، د نارينه بيازېږنده هجرې یا کره پښتو کې ژونکې ته وايي چې په جنسي غدو کې جوړېږي. دا جنسي غدی په هگیو (بیضه) په لاندینۍ برخه کې جوړېږي، او له جوږېدو وروسته د هگۍ پورته خوا کې راټولېږي. دا ماده له تناسلي الې هغه وخت راووځي کله چې یو نر ژوندی په خوند او شهوت راشي او د خوند وروستي برید ته ورسېږي.
د نارینه د ډېرښت وړ بالغه جنسي سلول یا سپرم (مني) د شمېر په اړه توپیر موجود دی.
د انسانانو کې د سپرم په جوړښت کې څه ستونزه ددې لامل کېدای شي چې د حمل په جوړښت کې ستونزې راپیدا کړي.
د څېړنو له مخې په ژوندیو موجوداتو کې د سپرم د جوړښت پېښلیک تر 600 مېلیونو کلونو هاخوا رسېږي. د سپرم جوړښت او تولید په ټولو ژوندیو موجوداتو کې د یو جین چې بول (په انگلیسي:Boule) یادېږي جوړ دی. دا چین د انسان له پیداېښته تردې دمه په انسانانو کې یو ډول پاتې شوی دی او په ټولو ژوندیو موجوداتو کې موندل کېږي.[1]