ملکه الېزابېت، د ملکه مور
From Wikipedia, the free encyclopedia
الېزابېت، انګېلا مارګرېټ بووېس لیون (د ۱۹۰۰زکال/اګسټ/۱۴- ۲۰۰۲زکال/مارچ/ ۳۰) د برتانیا او برتانوي مشترک المنابع مستعمرو ملکه او د ۱۹۳۶ز کال د ډېسمبر له یولسمې څخه د ۱۹۵۲ز کال د فبروري تر شپږمې پورې د پاچا شپږم جورج مېرمن وه. نوموړې په ۱۹۳۶ز کال کې د ټولواک پاچا چوکۍ ته د خپل مېړه له رسېدو څخه بیا د ۱۹۴۷ ز کال په اګسټ کې په هند باندې د برتانیا د راج تر منحلېدو پورې د هند وروستۍ ټولواکه وه. وروسته له هغې چې مېړه یې ومړ، نوموړې د ملکې الېزابېت-مور ملکې په توګه ونومول شوه تر څو د هغې له لور، ملکې الېزبت دویمې (Queen Elizabeth II) سره یې تفکیک وشي.[3]
ملکه الېزابېت، د ملکه مور | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | لندن |
مړینه | |
د مړینې لامل | سینه بغل |
تابعیت | برېتانيا [1][2]
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (۱۲ اپرېل ۱۹۲۷–) |
ميړه | |
اولاد | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
الېزابېت چې په یوه برتانوي اشرافي کورنۍ کې زيږېدلې وه، هغه وخت یې شهرت وموند چې د پاچا جورج پنځم او ملکې ماري له زوی سره یې چې د یارک ښار ډیوک (په برتانیا کې د اشرافو موروثي لقب) و، واده وکړ.
دغې جوړه او لورګانې یې الېزابېت او مارګارېټ د کورنۍ او عمومي خدمتونو په تړاو د یوې عرفي نظريې ښکارندویي کوله. نوموړې ډوچس (د ډېوک مېرمن) په بېلابېلو عمومي فعالیتونو کې ونډه واخیسته د خپلې دایمي له خوښۍ ډکې څېرې لپاره یې شهرت وموند[4][5]
په ۱۹۳۶ز کې، د الېزابېت مېړه ناڅاپه پاچا شو، ځکه د هغه مشر ورور اتم (۸) اډوارډ د امریکایۍ مطلقې والیس سېمپسون سره د واده کولو په پار له واک نه لاس په سر شو. الېزابېت په دې ډول ملکه میرمن شوه. نوموړې له دوهمې نړیوالې جګړې څخه مخکې فرانسې او شمالي امریکا ته په ډېپلوماتیکو سفرونو کې د خپل مېړه ملګرتیا وکړه. د جګړې په بهیر کې د نوموړې له ورایه ښکارېدونکې هوډمنې روحیې د برتانوي خلکو د مورال په جګ ساتلو کې مرسته وکړه. له جګړې وروسته د نوموړې د مېړه روغتیایي وضعیت په خرابېدو شو او په ۵۱ کلنۍ کې کونډه شوه. مشره لور یې، چې ۲۵ کلنه وه، نوې ملکه شوه.
په ۱۹۵۳ز کال کې د ملکي ماري له مرګ وروسته، الېزابېت ته د برتانوي سلطنتي کورنۍ د مشرې په سترګه کتل کېدل. نوموړې د خپل ژوند په وروستیو وختونو کې په پرلپسې بڼه د کورنۍ له مشهورو غړو څخه شمېرل کېده، ان تر دې چې د کورنۍ نور غړي له ټیټې کچې عامه تائید څخه برخمن وو. هغې په ۱۰۱ کلنۍ کې له خپلې مړینې نه تر یوازې څو میاشتو مخکې پورې خپل فعال عامه ژوند ته دوام ورکړ، چې د نوموړې مړینه د هغې د لور شهزادګی مارګرېټ څخه اووه اونۍ وروسته وه.[6]