متالورژي
From Wikipedia, the free encyclopedia
متالورژي د موادو د ساینس او انجینرۍ هغه څانګه ده چې د فلزي عناصرو فزیکي او کیمیاوي چلن او په فلزاتو کې دننه د هغو ترکیبات او مخلوط چې د الیاژ په نوم هم پېژندل کېږي؛ تر څېړنې لاندې نیسي. متالورژي د فلزاتو علم او تکنالوژي دواړه په ځان کې رانغاړي. متالورژي د فلزکارۍ له صنعت څخه جلا دی. فلز کاري په متالورژي په دې ډول اتکا لري لکه طبابت چې د طبابت په علم کې په فني پرمختګونو اتکا کوي. د متالورژي متخصص د متالورژیست په توګه پېژندل کېږي.
د متالورژي علم په دوه پراخو څانګو ویشل کېږي: کیمیاوي متالورژي او فزیکي متالورژي. کیمیاوي متالورژي تر ډېره پورې د فلزاتو له خرابېدو او اکسایدېشن او همدارنګه د هغو کیمیاوي چلن ته اړوندېږي. د کیمیاوي متالورژۍ تر بحث لاندې موضوعاتو کې کاني بهیرونه، د فلزاتو استخراج، ترموډینامیک، الکټروکیمیا او کیمیاوي تجزیه (د هغو له منځه تلل) شاملېږي. مقابل لوری بیا فزیکي متالورژي د فلزاتو په میخانیکي او فزیکي خواصو او همدارنګه د هغو په فزیکي چلن تمرکز لري. په فزیکي متالورژۍ کې شامل موضوعات بیا کریسټالوګرافي، د موادو خصوصیات، میخانیکي متالورژي، د فاز بدلول او د ماتېدو میکانېزمونه دي.[1][2]
له تاریخي پلوه متالورژي تر ډېرې پورې د فلزاتو په تولید تمرکز لرلی. د فلزاتو تولید د فلزاتو د استخراج په موخه د کاني ډبرو د پروسس کولو څخه پیلېږي چې د الیاژ جوړولو په موخه فلزي مخلوطونه هم په کې شاملېږي. فلزي الیاژونه تر ډېره پورې د دوه جلا فلزي عناصرو ترکیب دی. له دې سره غیر فلزي عناصر هم په الیاژونو کې ور اضافه کېږي څو د ګټې اخیستنې لپاره مناسب خواص ومومي. د فلزاتو د تولید مطالعه په وسپنیزې متالورژي (همدارنګه د تورې متالورژي په نوم پېژندل کېږي) او غیر وسپنیزې متالورژي (چې د رنګي متالورژي په نوم هم پېژندل کېږي) وېشل کېږي. په وسپنیزه متالورژي کې د اوسپنې پر بنسټ بهیرونه او الیاژونه شاملېږي په داسې حال چې په غیر وسپنیزې متالورژي کې د نورو فلزاتو الیاژونه او بهیرونه شاملېږي. وسپنیز تولیدات د نړۍ د فلزي تولیداتو ۹۵ سلنه برخه جوړوي.[3]
معاصر متالورژیستان په دواړو سنتي او نوې رامنځته شوې برخو کې د نورو پوهانو او انجینرانو په خوا کې د کاري ډلې د غړو په توګه کار کوي. په سنتي چارو کې یې د معدني موادو پروسس، فلزي تولید، حرارتي عملیات، د ماتېدو تحلیل او تجزیه او همدارنګه د فلزاتو وصل کېدل ( ویلډنګ، جوش کاري او لیم کاري) شاملېږي. په نوې رامنځته شوې برخې کې یې بیا نانو ټکنالوژي، سوپرکانډکټور، کامپوزیټ، بایومېډیکل فلزات، الکټرونیک فلزات (نیمه کانډکټور) او سطحي انجینري شاملېږي. متالورژۍ ته اړوندې ډېری لارې چارې او وسیلې لکه لوړه کوره، چدن او هایدرولیکي میخانیک لرونکي چکشونه په چین کې رامنځته شوې دي.[4][5]