ماهر انسان
From Wikipedia, the free encyclopedia
هومو هابیلس («ماهر انسان») شاوخوا له ۲.۳ میلیون څخه تر ۱.۶۵ میلیون کاله مخکې (mya) وخت پورې د لومړني پلیستوسن په دوره کې په ختيځه او سویلي افریقا کې د لرغونو انسانانو یو ورک شوی ډول دی. په ۱۹۶۴ کال کې د نوعې/ډول تر تشرېح وروسته پر H. habilis (ماهر/هابیل انسان) ډېره مناقشه وشوه، ډېری څېړونکو سپارښتنه وکړه چې هغه په همهغه وخت کې د یوازیني پېژندل شوي لومړني انسان افریقايی استرالو پیتکوس مترادف دی، خو هابیل انسان د وخت له تېرېدو سره ډېر په رسمیت وپېژندل شو او په اړه يې لا ډېر اړوند اکتشافت وشول. هابیل انسان په ۱۹۸۰ لسیزه کې د انسانانو له نیکونه څخه و چې په مستقیم ډول په نېغ انسان (Homo erectus) چې پر مدرنو انسانانو منتهي کېږي بدل شو. په دې نظریه اوس مناظري کېږي. د ناامنو ډولونو له پېژندنې سره څو نمونې ماهر انسان ته ځانګړې شوې، چې په روډولفي انسان (H. rudolfensis) او ګاتني انسان (H. gautengensis) د دوی پر وېشلو د استدلال لامل شوې او یوازې لومړنۍ بېلګې ډېر ملاتړ ترلاسه کړ.
ماهر انسان Homo habilis | |
---|---|
مملکه | ژوي |
شاخه | [[]] |
طایفه | تي لرونکی ژوي |
ډله | Primates |
تیره | ماهر انسان |
د ماهر انسان د ماغزو اندازه د نننیو انسانانو په څېر له ۵۰۰ تر ۹۰۰ سانتي متر مکعب (۳۱ تر ۵۵ مکعب اینچ) تر منځ توپیر کوي. د ماهر انسان بدني تناسب په لوړه کچه یواځې له دوه ټوټو اسکېلټ څخه پېژندل کېږي او د فرضي اناتومي پر اساس مخکینیو اسټرالوپیتهیکوس (دا هم د اوسنیو انسانانو له اجدادو څخه دي، ژباړن) ته ورته دي. له همدې امله داسې وړاندیز کېږي چې ماهر انسان د اسټرالوپیتهیکوس هابیل په توګه د اسټرالوپیتهیکوس جنس ته انتقالیږي. که څه هم کوچني قامت او د اوږدو فاصلو په سفرونو کې نه وړتیا د یو انسان په توګه د هومو هابیس (هابیل انسان) تشرېح له کړکېچ سره مخ کړې. د OH 62 نوعې د ښځینه فرضي نمونه په دودیز ډول د ۱۰۰ تر ۱۲۰ سانتي متره (۳ فوټه او ۱۱ انچه) قد او ۲۰ تر ۳۷ کیلوګرامه (۴۴-۸۲ پونډ) وزن له لرلو سره په فرضي ډول استرالوپیتسین ته ورته تشرېح کيږي، خو له دې فرضیې سره، د هغه انسان ته ورته ځانګړنې شاوخوا ۱۴۸ سانتي متر (۴ فوټه او ۱۰ اینچ) قد او ۳۵ کلیوګرامه (۷۷ پونډ) وزن و.
په هر حال ښايي ماهر انسان لږ تر لږه تر یوې کچې په ونه کې ژوند کوونکی وي دا د اسټرالوپیتهیکوس په اړه فرض شوي څه ته ورته دي. لومړني هومنینان معمولاً د ډبلو ویښتانو په لرلو او له مشخص جنسي دوهګونوالي سره بیا جوړ شوي داسې چې نارینه يې د ښځینهوو په پرتله ډېر لوی و، که څه هم د ښځې او نارینه نسبي اندازه په غوڅ ډول نه ده معلومه شوې.
ماهر انسان د اولډووان د ډبریزو وسایلو صنعت رامنځته کړ او په عمده ډول یې دا وسایل په قصابۍ کې کارول. په ټولیز ډول داسې ګومان کېږي چې لومړنيو انسانانو د اسټرالوپیتهیکوسانو په پرتله په لویه کچه غوښه مصرفوله او د ماهر انسان په اړه داسې ویل کېږي چې هغوی له پاکې غوښې څخه کار اخیست. لومړني هومینین په معمولي ډول په څو جنسه ټولنو کې ژوند کوونکي تفسیریږي، که څه هم دا اټکل او ګومان دی. له دغې فرضیې سره چې د ماهرو انسانانو ټولنه به د ساوانا د مدرنو شامپانزو او بابونانو ټولنې ته ورته وي، ښايي د ډلو شمېر له ۷۰ تر ۸۰ غړو پورې وي. دا ظاهري بڼه/ سازوَنه به د څو نارینهوو لپاره د پرانیستې ساوانا د ښکارچیانو لکه لویو پیشو ګانو، کفتارانواو تمساحو پر وړاندې اغېزمنه وي. ماهرو انسانانو له H. rudolfensis، غښتلو انسانانو/نېغو انسانانو (H. ergaster)/ H. erectus او پارانثروبوس بویزي سره مشترک ژوند درلود.