مارجوري سټونمين ډاګلس
From Wikipedia, the free encyclopedia
مارجوري سټونمن ډاګلس (۱۸۹۰ اپريل ۷ – ۱۹۹۸ مۍ ۱۴) يوه امريکايۍ ژورنالسته، ليکواله، د ښځو د رايې ورکولو حق پلوۍ او محافظه کار وه، چا چې د «ايور ګليډز» د خالي کولو او پرمختګ لپاره پر ځمکه د بيا دعوه کولو د هڅو پر ضد د خپل سختې دفاع له امله شهرت موندلی و. د «ميامي هيرالډ» لپاره د کار کولو په موخه د ځوانې ښځې په توګه ميامي ته ولاړه، نوموړې ازاده ليکواله شوه چې له سلو زياتې لنډې کيسې يې وليکلې، کومې چې په مشهورو مجلو کې خپرې شوې. د هغې تر ټولو اغېزناک کتاب د « The Everglades: River of Grass» (۱۹۴۷) په نوم و، کوم چې د «ايورګليډز» منلی تصور، د يو بې ګټې خدنګ پر ځای د يو ارزښتمن سيند په توګه تشریح کړ. د دې کتاب اغېز د «ريچل کارسن» د اغېزناک کتاب « Silent Spring»(۱۹۶۲) سره پرتله شوی دی. د هغې کتابونو، کيسو او د ژورنالزم دندې نوموړې په ميامي کې اغېزناکه ښځه وګرځوله، کومو چې هغې ته د خپلو موخو پر مخ وړلو کې بريا ورکړه.
مارجوري سټونمين ډاګلس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۷ اپرېل ۱۸۹۰[1][2][3][4] |
مړینه | 14 مې 1998 (108 کاله)[3] او 15 مې 1998 (108 کاله)[5] |
د مړینې لامل | ناروغي |
تابعیت | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
د يوې ځوانې ښځې په توګه، «ډاګلس» د ښځو د رايې حق او مدني حقوقو د خوځښتونو په اړه باشعوره او په سياسي بڼه يې پوهاوی درلود. په نهه اويا کلنۍ کې له هغې غوښتل شوي و چې د «ايورګليډز» د ساتنې په برخه کې مرکزي دنده تر سره کړي. د هغې د ژوند په پاتې نهه ويشتو کلونو کې، نوموړې د سويلي فلوريدا د طبيعي ساتنې او بيا ابادولو لپاره «یوه سخت زړې خبرياله او بې وېرې جنګيالۍ وه». د هغې نه ستړې کېدونکو هڅو نوموړې ته د « Grande Dame of the Everglades» د عرفي نوم د بېلا بېلو مختلفونو حالتو تر څنګ په فلوريډا کې د ځمکې د پرمختګ څخه د ګټې تر لاسه کولو کرنيز او سوداګريزو ګټو دوښمنۍ هم ورترغاړه کړې. هغې همدا راز د ازدۍ لپاره ولسمشريز مډال په ګډون ګڼې جايزې وګټېلې او د شهرت په ګڼو ټولنو کې شامله شوه.[6][7]
ډاګلس تر ۱۰۸ کلونو ژوند وکړ، نږدې د ژوند تر پايه يې د «ايورګليډز» د خپل حالت ته ګرځولو لپاره کار وکړ. د هغې له مړينې وروسته، په لندن کې د « The Independent» يو ويرنه (مرثيه) ليکونکي وويل، «د امريکايي چاپيرياليز خوځښت په تاریخ کې، له مارجوري سټون مين ډاګلس څخه زيات د يادولو وړ څېرې کمې دي».[8]