لوډویګ ویټګنشټاین
From Wikipedia, the free encyclopedia
لوډویګ جوزیف یوهان ویټګشټاین (په انګلیسي: Ludwig Josef Johann Wittgenstein، /ˈvɪtɡənʃtaɪn, -staɪn/ VIT-gən-s(h)tyne، په جرمني ژبه: [ˈluːtvɪç ˈjoːzɛf 'joːhan ˈvɪtɡn̩ʃtaɪn]؛ زوکړه د ۱۸۸۹ زیږدیز کال د اپرېل ۲۶مه ـــ مړینه د ۱۹۵۱ز کال د اپرېل ۲۹مه) اتریشي الاصله بریتانوی فیلسوف و، چې د منطق، د ریاضياتو فلسفې، د ذهن فلسفې او ژبې فلسفې په برخه کې یې کار کړی دی، ځینې په دې باور دي چې نوموړی د شلمې پېړۍ ترټولو ستر فیلسوف و.[2][3][4]
لوډویګ ویټګنشټاین | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | د پروستات سرطان [1] |
تابعیت | برېتانيا (۱۹۳۸–۲۹ اپرېل ۱۹۵۱)
اتريش (۲۶ اپرېل ۱۸۸۹–۱۹۳۸) |
عملي ژوند | |
تعلیم | د کېمبرېج پوهنتون |
ڈاکٹری مشیر | برټرانډ راسل |
نامتو زده کونکي | جي.اي.ايم انسکيمب |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | جرمني ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | فلسفه |
مؤثر | برټرانډ راسل ، سورن کی یرکګارډ ، ګوتلوب فريج ، ارتر شوپنهاور |
تحریک | شننيزه فلسفه |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
سمول |
ویټګنشټاین له ۱۹۲۹ز کال څخه تر ۱۹۴۷ز کال پورې د انګلستان په کمبرېج پوهنتون کې تدریس کاوه، هغه له خپل علمي ځانګړي ځایګي سره سره په خپل ژوند یوازې یو کتاب خپور کړ، د منطقي فلسفې په نامه دغه اثر یې په ۱۹۲۱ز کال ۷۵مخونو کې چاپ او خپور شو، انګليسي ژباړه یې یو کال ورسته په ۱۹۲۲ز کال کې د لاتیني سرلیک Tractatus Logico-Philosophicus سره له چاپه راووته. "د منطقي بڼې په هکله د ځینو ملاحظو" په نامه د یوې مقالې، پر یو کتاب د کره کتنې، د ماشومانو د لغتونو قاموس په ګډون د نوموړي یوازیني خپاره شوي اثار په ۱۹۲۹ز کال کې خپاره شول. او د هغه د لیکنو یوه ستره برخه د نوموړي له مړینې وروسته خپره شوه، د هغه له مړینې ورسته چاپ شویو اثارو تر منځ ترټولو نوم وتی اثر د نوموړي فلسفي څېړنې وې چې په ۱۹۵۳ز کال د هغه تر مړینې یوازې دوه کاله وروسته خپرې شوې. د امریکایي پوهنتونونو اوښوونیزو موسسو د استادانو له خوا په ترسره شوې یوه سروې کې د ویټګنشټاین فلسفي څېړنې د فلسفي کتابونو ترمنځ د شلمۍ پېړۍ ترټولو غوره اثر نوم وګاټه، چې د یو پرېکنده شهکاري اثر په توګه یې د شلمۍ پېړۍ په فلسفي څېړنو کې د ټولو پام د ځان په لور ور واړاوه.[5][6]
د نوموړي افکارو ته په کتو د هغه فلسفه په دوو دورو لومړنۍ او ورستنۍ) ویشلی شو، چې د لومړنۍ هغې اړوند بحثونه یې د Tractatus, په نوم کتاب کې، او د وروستۍ هغې یې د نوموړي فلسفي څېړنو نومې ټولګه کې تشخیصېدلی شي. "لومړني ویټګنشټاین" د نړۍ او کشمکشونو ترمنځ له تړاو سره لیوالتیا درلوده، هغه باور درلود که چېرې ددغو تړاوونو ترمنځ منطقي بنسټونه په ښه ډول توضېح شي، نو له فلسفې پورې تړلي ټول مسایل ورسره حلېدلی شي.[7]
"وروستني ویټګنشټاین "د خپلې لومړي کتاب تراکتاتوس Tractatus زیاتره انګېرنې رد کړې، استدلال یې دا و چې د کلیمو ترټولو غوره معنا له هغو څخه په یوه ژبنۍ لوبه ( دا د ویټګنشټاین د ژبنۍ فلسفې یو ځانګړی مفهوم دی) کې ګټه پورته کول دي.[8]
نوموړی چې د ویانا ( اتریش پلازمېنې) په یوه شتمنه کورنۍ کې وزېږېد، په ۱۹۱۳ز کال کې ورته د پلار له مړینې وروسته ډېره شتمني په میراث ورسېده، له لومړۍ نړیوالې جګړې څخه مخکې "هغه د خپلې شتمنۍ څخه یوه غوښنه برخه د هغو شاعرانو، لیکوالو او هنرمندانو سره د مرستې په توګه ځانګړې کړه چې د سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، دغه ډله اړمن هنرمندان د برنر مجلې د بنسټګر لودویګ فون فیکر لخوا وروپېژندل شول، په دوی کې جورج تراکل، راینر ماریا ریلیکه او معمار اډولوف لوز شامل وو". نوموړی چې له لومړۍ نړیوالې جکړې نه په راوروسته یوې دورې کې له سخت رواني فشار څخه کړېده، خپله پاتې شتمني یې خپلو خویندو او وروڼو ته وبښله. له څلورو مشرانو ورونو څخه یې درې تنو په بېلا بېلو ډولونو او سببونو ځانوژنې وکړې، ويټګنشټاین څو ځله اکاډمي( زده کړې) پرېښودې، د لومړۍ نړیوالې جګړې په لومړۍ کرښې کې تر جنګېدو، چېرته چې نوموړی د ښې جګړې او زړورتیا په سبب څو ځله په لوړو دولتي مډالونو وستایل شو، د اتریش په لرې پرتو سیمو کې تر تدریسه، د تدریس پر مهال د سخت تدریسي میتود او اجونو او هلکانو زده کوونکو ته سختو سزاګانو په ورکولو د نیوکو سره مخ و، په ځانګړي ډول د ریاضیاتو به ټولګي کې د نوموړي له لوري د یو زده کوونکي هاید باویر پېښې نوموړی تر محکمې ورساوه، او د نوموړي د تدریس سخت ګیرانه بڼې جدي بحثونو راوپارول. [9][10][11]
د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې یې د لندن په یو روغتون کې د څپړاسي په توګه کار کاوه، هغه به په پټه ناروغانو ته ویل چې هغه درمل دې نه کاروي چې روغتون یې ورکوي، هغه وروسته پر دې کړنو سخته پښیماني څرګنده کړه، تر دې ورسته یې د انګلستان شمال ته په نیوکاسټل ټاین ( د انګلستان په شمال او ختیځ کې د سمندرغاړو ته جوړ شوی شین کمربند د ټاین یا ټاین سایډ په نوم یادیږي) کې د وېکټوریا په سلطنتي روغتون کې د لابراتوار د تخنیکي برخې کارکوونکي په توګه کار وکړ. نوموړي ورسته خپل ټول عمر پر فلسفي منطق ولاړو ویناوو ته ځانګړی کړ، او د همدې ویناوو د راټولولو او خپرولو لپاره یې هلې ځلې تر سره کړې، مګر د نوموړي تر مړینې وروسته په لوړه کچه اغېزناکو فلسفي څېړنو تر نامه لاندې خپرې شوې.[12]
هغه چې پر ساینسپالنې او مډرنیزم کلکې نیوکې کولې، او په خپلو همکارانو کې یې هم مشاهده کولې، د کلتور او ارزښت په نوم یوه مجله کې یې په یوه مشهوره لیکنه کې ولیکل چې، ـــــ دا چې غربي پوهان زما پر افکارو پوهیږي یا نه، یا دا چې ما ستایي او کنه ما ته بې تفاوته ده، ځکه هغوی هغه روحیه هيڅکله نشي درک کولای په کومه روحیه چې لیکل کوم، زموږ تمدن د 'پرمختګ' د کلیمې په واسطه مشخص شوی دی. پرمختګ د تمدن یوه بڼه ده، نه دا چې ځانګړنه یې وبلل شي. پرمختګ معمولاً جوړول کوي. نوموړی د یوې لا زیاتې پېچلې ودانۍ له ودانولو سره ښکېلتیا لري. او ان تر دې چې وضاحت د دغې موخې لپاره یوه وسیله ګڼل کېږي، نه دا چې پخپله موخه وګڼل شي. زما لپاره بر عکس، وضاحت او ځیرکتیا پخپله له ارزښت څخه برخمن دي. زه د یوې ودانۍ په ودانولو کې هومره لېوالتیا نه لرم، څومره چې د ممکنه ودانیو د بنسټونو په اړه د ځیرک لید په اړه لرم. [13]
د ادبي خپرونو د چلوونکي او د نوموړي د نږدې ملکري ګیوریګ هنریک فون رایټ له قوله، نوموړی به ویل چې د ده د باورونو په پوهېدنه کې تر ډېره بریده حتی د هغه شاګردان تېروتي دي او په ناسمو تفسیرونو یې تحریف کړي.
نوموړي همداراز وېره لرله چې راتلونکي نسلونه به یې هم سم درک کړي کنه، هغه یوځل وویل داسې انګېري ګوندي د یوې ځانګړې ډلې (قشر) لپاره لیکل کوي، د داسې چا لپاره چې تر نورو بېل فکر کوي او د نننۍ نړۍ له انسانانو څخه بېله هوا تنفس کوي.[14]