لوئیس کارول
From Wikipedia, the free encyclopedia
چارلز لاتویج ډاجسون ( د ۱۸۳۲ کال د جنوري له ۲۷ – د ۱۸۹۸ کال د جنوري تر ۱۴) چې په خپل مستعار نوم، لوئیس کارول سره ډېر مشهور دی، یو انګلیسي لیکوال، شاعر او ریاضي پوه ؤ. د هغه زیات د پام وړ آثار د عجایبو په خاوره کې د الیس سرګذشتونه (Alice's Adventures in Wonderland) (۱۸۶۵) او دوام یې د هندارې هاخوا (Through the Looking-Glass) (۱۹۷۱) دي. هغه د کلمو په لوبه، منطق او په فانتزي کې د خپل وړتیا له کبله د پام وړ وګرځېد. د هغه شعرونه جابرووکي (Jabberwocky) (۱۸۷۱) او د خیالي حیوان ښکار (The Hunting of the Snark ) (۱۸۷۶) د چټي ادبياتو په ډولونو کې راځي.
لوئیس کارول | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | |
استوګنځای | انګلېنډ |
تابعیت | د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي [1] |
طبی کیفیت | میګرین |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | ليکوال |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
کارول د لویې کلیسا انګلیکانو له کورنۍ څخه ؤ او د آکسفورد د کریسټ کلیسا سره چې عالم او ښوونکي په توګه یې د خپل ژوند ډېره برخه په کې تېره کړه، اوږدې اړیکې رامنځته کړې. د کریسټ کلیسا د رئیس، هنري لیډیل لور الیس لیډیل د (الیس د عجایبو په خاوره کې) کتاب اصلي الهام بلل کېږي، خو کارول تل له دې موضوع څخه انکار کاوه.
کارول چې یو ډېر لېوال معماګر ؤ، د کلمه ییز زینې معما یې رامنځته کړه (چې ده هغه وخت د " Doublets " په نوم بله)، چې د ۱۸۷۹ او ۱۸۸۱ کلونو ترمنځ په وینټي فیئر (Vanity Fair) مجله کې د هغه په اوونیزه ستن کې خپره شوه. په ۱۹۸۲ کال کې د ویسټ منسټر ابې په پایټز کارنر کې د کارول د یادښت ډبره څخه پرده پورته شوه. د نړۍ په ډېرو برخو کې داسې ټولنې شته چې د ده د آثارو څخه د خوند اخیستلو او د هغوی د دودې لپاره وقف شوې دي.[2][3]