لؤيس سېنټ لوران
From Wikipedia, the free encyclopedia
لؤيس سټېفن لوران د PC (د کاناډا لپاره د ملکې ځانګړې شورا) غړی، د CC (تر مېريت وروسته دویم ویاړلی نښان) ګټونکی اوQC (په شاهي نظام کې د محکمې په چارو کې د پاچا یا ملکې ځانګړی او ډېر تګړه سلاکار چې معمولاً حقوق پوه وي) په فرانسوي ژبه سېنټ لوران یا سېنټ لوران (Saint-Laurent or St-Laurent ) عیسوي نوم یې لؤيس اېټين سېنټ لوران (Louis-Étienne St-Laurent)؛ د ۱۸۸۲ ز کال د فبرورۍ په لومړۍ زېږېدلی او د ۱۹۷۳ زکال د جولای په ۲۵ مه مړ شوی. یو کاناډايي سیاستوال او حقوق پوه چې له ۱۹۴۸ ز کال څخه تر ۱۹۵۷ ز کال پورې يې د کاناډا د ۱۲م لومړي وزیر په توګه خدمت کړی.
لؤيس سېنټ لوران | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
زیږون نوم | |||||||
پيدايښت | |||||||
مړینه | |||||||
د مړینې لامل | زړه نابری | ||||||
تابعیت | کاناډا | ||||||
ګوند | د کاناډا لېبرال ګوند | ||||||
واک | |||||||
د کاناډا لومړی وزیر (12 ) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۵ نومبر ۱۹۴۸ – ۲۱ جون ۱۹۵۷ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه ، فرانسوي ژبه | ||||||
لاسليک | |||||||
سمول |
سېنټ لوران د کيوبېک په سویل ختيځ کې زېږېدلی او لوی شوی، یو مخکښ وکیل او د کاناډا د لېبرال ګوند له پلویانو څخه و. د ۱۹۴۲ ز کال په فبرورۍ کې د کیوبېک له لویديځې ټاکنیزې حوزې څخه سیاست ته د ننه شو او ټاکنې يې وګټلې او ډېر ژر د لومړي وزیر وېلیم لوین مکنزي کېنګ په اداره کې د عدلیې وزیر وټاکل شو. سېنټ لوران د ۱۹۴۶ کال په سپټمبر کې د بهرنيو چارو مرستیال وزیر وټاکل شو او تر دوو نورو کالو یې په یاد پوست کې خدمت وکړ، تر هغه چې د تقاعد شوي لومړي وزیر کېنګ ځایناستی لومړی وزیر او د لېبرال ګوند مشر وټاکل شو. سېنټ لوران ګوند د ۱۹۴۹ او ۱۹۵۳ ز کلونو په فېدرال ټاکنو کې په پرله پسې ډول د اکثریت دولت بریا ته ورساوه.
سېنټ لوران دویم فرانسوی و چې د ا موقف يې پر غاړه درلود، له کمونیزم څخه يې په کلکه دفاع کړه او په ۱۹۴۹ز کال کې يې له ناټو غړو سره د کاناډا د یو ځای کېدلو له لېوالو پلویانو څخه و، چې د دغې اېډیولوژۍ سره مبارزې ته پراختیا ورکړي. د هغه دولت د کوریا په جګړه کې مرسته وکړه. د سېنټ لوران دولت په هېواد کې د ننه د تقاعد د ثبت شوې زېرمې طرحه (RRSP) معرفي کړه او د ټرانس کاناډا د لویې لارې، د سېنټ لارنس د سمندري لارې او تر ځمکې لاندې د ټرانس کاناډا د رېل تونل پر جوړېدو يې څار درلود. سېنټ لوران د کاکا لؤيس لقب ترلاسه کړی، ځکه هغه د خپلې تصدۍ په ټوله دوره کې د عامو خلکو تر منځ خورا مشهور و او د هغه د دولت شهرت د دې لامل شو چې ډېری داسې اټکل وکړي، چې هغه به د ۱۹۵۷ ز کال د فدرال ټاکنې په اسانۍ سره وګټي. که څه هم تر ځمکې لاندې د ټرانس کاناډا د رېل تونل اړوند د ۱۹۵۶ ز کال د مناظرې لپاره د هغه بېړنۍ پرېکړه چې پر دود ولاړه وه، د دې لامل شوه چې ډېری داسې فکر وکړي چې دوه لسیزې واکمنی لېبرالیان مغروره کړي او ګوند له ژورې خواشينۍ سره د پرمختللیو محافظه کارانو د مشر ډېفن بېکر له خوا له سختې ماتې سره مخامخ شو، محافظه کارانو د لېبرالیانو ۲۲ کلنې واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود. له ماتې څخه لږ موده وروسته سېنټ ليون له سیاست څخه تقاعد شو او بېرته خپلې د وکالت دندې ته ستون شو. هغه د شننوکو او عامو وګړو ترمنځ لوړ ځای لري، د تاريخ لیکونکي ډولانډ کرېټون په وینا: هغه ډېر منځ لاري، محتاط سړی ... او یو پیاوړی کانډايي ملتپال و. [1]