كپېړ
From Wikipedia, the free encyclopedia
كپېړ، ډېرگړی كپېړان، په پاړسي ژبه كې (تمساح)، ( Crocodylia, يا Loricata ) د اوبو له هغو شمزنو (فقاريه) ژويو څخه دى، چې د خاپوړنو ژويو په ډله كې شمېرل كېږي او په افریقا، امریکا، استرالیا کې په سیندونو کې ژوند کوي. کپېړ په افریقا کې په نیل سیند کې او په امریکا کې په میسیسیپي سیند کې ژوند کوي.
كپېړ په يوناني ژبه كې د ( κροκόδειλος ) په نامه ياديږي، چې د «ځيږه چينجي» يا «شډل پوست لرونكي چينجي» مانا لري. داسې گڼل كېږي، چې كپېړان يوسلو شل ميليونه كاله پخوا، په ميلوي پېر كې راپيدا شوي دي. په اوسنيو ژونديو موجوداتو كې د هغوی نږدې خپلوان مرغان دي. اوسني ټول كپېړان د دوه ډوله ژوند لرونکيو ژويو په ډله کې شمېرل کېږي. په بله وينا کپېړ د نيم وچې او نيم اوبو ژوند لرونكی داړونكی ژوی دی چې په اوبو كې، اوبو ته نږدې او يا هم پر هغو نورو ژويو بريدونه كوي، چې د اوبو څښلو لپاره اوبو ته نږدې كېږي.