فېني کراسبي
From Wikipedia, the free encyclopedia
فرانسیس جېن وېن السټین (په انګلیسي ژبه: Frances Jane van Alstyne) (د ۱۸۲۰ کال د مارچ په۲۴ نېټه زېږېدلې – د ۱۹۱۵ کال د فبروري په ۱۲مه نېټه مړه شوې)، د فېني کراسبي (په انګلیسي ژبه: (Fanny Crosbyپه نوم پېژندل کېده، یوه امریکایې مبلغه، شاعره، ترانه ویونکې-سندرغاړې او کمپوزره وه. نوموړې د ډېرو مذهبي ترانو لیکونکې ( (hymnistوه، چې له ۸۰۰۰ زیاتې مذهبي ((hymns او ګاسپېل ترانې (gospel songs) (د عیسوي کلیسایي موسیقۍ او عیسوي رسنیو بنسټیزه ترانه ډوله عنعنوي موسیقي وه) یې لیکلي، چې له سل میلیونه زیات ټوکه یې چاپ شوي دي. همدارنګه، نوموړې د ژغورنې ماموریت (rescue mission) ( د المان/ جرمني د مسیحي مبلغینو غورځنګ ؤ او دی، چې د تیودور فلیندر د طرحې په بنسټ په ۱۸۴۸ز کال کې د جان هیزیچ ویچیم له خوا په وینبرګ کې تأسیسس شو. نوموړي غورځنګ ډېر ژر له جرمني څخه نورو ملکونو ته خپور شو). او د ښوونې د کارونو له امله شهرت درلود. د نولسمې زیږدیزې پېړۍ په پای کې نوموړې یوه پېژندل شوې څېره وه. [1]
فېني کراسبي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
د کړنې څانګه | شعر |
لاسليک | |
سمول |
کراسبي د "ګاسپېل ترانه لیکونکو د ملکې" او همدارنګه " په امریکا کې د معاصرې کلیسایي ډله ییزې موسیقۍ د مور" په لقبونو پېژندل کېدله، چې د ډېرو امریکايي مذهبي ترانو شعرونه (hymnals) د نوموړې د اثارو منځپانګه ده. د نوموړې ګاسپېل ترانې "د هر ډول موسیقۍ د احیا (د هغې موسیقۍ، چې د لرغونتوب یا عنعنویت په وجه ارزښت لري او د له منځه تللو په حال کې وي، د اجرا کولو او دودولو لپاره هڅو او هلو ځلو ته د موسیقۍ احیا وایي) لپاره د نمونې/ پاراډیم حیثیت لري" او ایرا سانکي د مودي او سانکي د انجیلي (evangelical) هلو ځلو/ کمپاینونو لاسته روړنې په زیاته کچه د کراسبي مذهبي ترانو(hymns) ته منسوبې کړې. د کراسبې ځینې نوموتې/ مشهورې ترانې له "Pass Me Not, O Gentle Saviour", "Blessed Assurance", "Jesus Is Tenderly Calling You Home", "Praise Him, Praise Him", "Rescue the Perishing", او "To God Be the Glory" څخه عبارت دي. ځینې خپرندویان د دوی د مذهبي ترانو په کتابونو (hymnals) کې د یوه شخص په نوم د دومره ډېرو مذهبي ترانو (hymns) د خپرولو لپاره زړه نا زړه وو، د دې لپاره کراسبي د خپل هنري عمر په اوږدو کې له ۲۰۰ ډېر مستعار نومونه(pseudonyms) وکارول.[2][3][4][5]
کراسبي له زرو ډېر غیر دیني/ سیکولر (secular) شعرونه هم لیکلي او څلور شعري ټولګې، همدارنګه دوه ښه پلور لرونکي ژوند لیکونه/ اټوبایوګرافي کتابونه یې چاپ او خپاره شوي دي. پر دې سربېره، نوموړې د نورو لیکوالانو سره په ګډه مشهورې غیر دیني سندرې او همدارنګه سیاسي او وطني ترانې لیکلي او لږ تر لږه پنځه کینټاټا(cantatas) (د موسیقۍ یو ډول کمپوز چې یوه ډله یې اجرا کوي) یې د هېواد او مقدس کتاب (انجیل) په موضوع جوړ کړي دي، لکه (د ګلونو ملکه)، چې د یوه امریکایي کمپوزر له خوا لومړی غیر دیني کمپوز/ کینټاټا ؤ. نوموړې د مسیحیت د ژغورنې ماموریت ته ژمنه وه او د خپلو عامه ویناوو په خاطر یې شهرت درلود.