فینیاس ټایلور بارنوم
From Wikipedia, the free encyclopedia
فینیاس ټایلور بارنوم (د ۱۸۱۰ ز کال د جولای ۵مه – د ۱۸۹۱ ز کال د اپرېل ۷مه) یو امریکايی د نندارو مجري یا شومن، سوداګر او سیاستوال و چې له جېمز انتوني بېلي سره یوځای د «بارنوم انډ بیلي سرکس» (۱۸۷۱-۲۰۱۷) شرکت د جوړولو په خاطر پېژندل کېږي. ښاغلی ټایلور یو لیکوال، خپرندوی او بشرپال و. منتقدان یې وايي چې د ده شخصي موخه "په خپلو خزانو کې پیسې اېښودل و". ښاغلي ټایلور ته په پراخه کچه د دې متل نسبت کېږي چې "په هره دقیقه کې یو احمق دنیا ته راځي"، که څه هم د دې وینا په اړه یې هېڅ شواهد نه دي راټول شوي.[1][2][3]
فینیاس ټایلور بارنوم | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) (۱۸۵۴–)
ديموکراتيک ګوند (–۱۸۵۴) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
بارنوم په شل کلنۍ کې د یوه کوچني کاروبار څښتن شو او په ۱۸۳۴ ز کال کې یې نیویارک ته تر لېږدېدو وړاندې یوه اونیزه جوړه کړه. ده یو تفریحي مسلک پیل کړ، لومړی یې د «بارنوم لوی علمي او موزیکال تیاتر» په نامه له یوې ډلې سره پیل وکړ او ورپسې یې «سکاډر امریکايي موزیم» واخیست چې وروسته یې د هغه نوم خپل نامه ته بدل کړ. ده له دغه موزیم څخه د «فیجي مرمیډ» [یا سمندري ښاپېرۍ افسانې] او «جنرال ټام ټومب» په څېر انساني تلوسو د تبلیغ د پلټفارم په توګه کار واخیست. په ۱۸۵۰ ز کال کې يې امریکا ته د مشهورې سویډنۍ اوپېرا سندرغاړې «جیني لېنډ» سفر ته تبلیغ وکړ او تر ۱۵۰ شپو ډېر یې هره شپه دې ته ۱۰۰۰ ډالره ورکول. دی په ۱۸۵۰مه لسیزه کې د بدو پانګونو، کلونو قضايي دعوو او عامه سپکاوي په دلیل له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شو، خو له پورونو څخه د راوتلو لپاره یې د الکولو ضد غورځنګ د ویناوال په توګه د وینا له سفره استفاده وکړه. د ده موزیم لومړی امریکايي اکواریوم [له ښيښو جوړ شوی ځای چې اوبه په کې وي او خصوصاً کبان په کې د نندارې لپاره ساتل کېږي] اضافه کړ او د موميايي شویو مجسمو برخه یې پراخه کړه.[4]
بارنوم په ۱۸۶۵ ز کال کې د کنیکټیکټ په مقننه یا قانون جوړوونکې جرګه کې دوې دورې د «کنیکټيکټ» ایالت د «فیرفیلډ» سیمې لپاره د جمهوري غوښتونکي په توګه دنده اجرا کړه. ده مقننې جرګې ته د متحدو ایالتونو د اساسي قانون د دیارلسم تعدیل د تصویب په اړه چې غلامي او غیر ارادي بندهګي یې لغوه کوله، خبرې وکړې: "هغه انساني روح چې خدای هغه پیدا کړی او عیسی [علیه السلام] د هغه لپاره مړ شوی، باید له پامه ونه غورځول شي. ښايي د یوه چینایی، ترک، عرب یا هوتنتوت بدن اجاره کړي، خو دا لا هم یو جاوېدانه روح دی." دی په ۱۸۷۵ ز کال کې د «کنيکټيکټ» ایالت د «بریجپورټ» سیمې ښاروال وټاکل شو چې هلته یې د اوبو رسونې، سړکونو ته د رڼا د راوستلو او د څښاک او فحشا د قوانینو د اجرا لپاره کار وکړ. ده په ۱۸۷۸ ز کال کې د بریچپورټ د روغتون په پیلولو کې رول درلود او لومړنی مشر یې و. سره له دې، د سرکس کاروبار یې چې له ۶۰ کلنۍ په عمر یې پیل کړی و، د دوامدار شهرت سرچینه یې وه.[5][6]
بارنوم په ۱۸۲۹ ز کال کې له «چاریټي هلېټ» سره واده وکړ او تر ۱۸۷۳ز کال پورې یې د هغې تر مړینې پورې ژوند ورسره وکړ او څلور ماشومان يې لرل. په ۱۸۷۴ز کال کې یې د مېرمنې تر مړینې څو میاشتې وروسته د خپل ملګري له ۴۰ کلنې لور «نانسي فیش» سره واده وکړ. دوی تر ۱۸۹۱ ز کال پورې ګډ ژوند درلود او ښاغلی ټایلور په خپل کور کې د سکتې له امله مړ شو. نوموړی د «ګرو» غره د «برچپورټ» په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو چې دا هدیره ده په خپله ډيزاین کړې وه.[7]