فریدریخ اېبرت
From Wikipedia, the free encyclopedia
فریدریش ایبرت (۴ فبروري ۱۸۷۱ – ۲۸ فبروري ۱۹۲۵ زکال) د جرمني د سوسیال دیموکراتیک ګوند جرمنی سیاستوال او له ۱۹۱۹ زکال څخه تر ۱۹۲۵ زکال پورې په خپل دفتر کې د مړینې تر مهاله د جرمني لومړنی ولسمشر و.
فریدریخ اېبرت | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | جرمني |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
ایبرت په ۱۹۱۳ زکال کې د اګوست بیبیل له مړینې وروسته د جرمني د سوسیال دیموکرات ګوند منتخب مشر و. په ۱۹۱۴ ز کال کې وروسته له هغه چې له مشرۍ یې لنډه موده تېره شوې وه، ګوند په لومړۍ نړیواله جګړه کې د جرمني د جګړه یيزو هڅو لپاره د مالي پورونو له برابرولو څخه د ایبرت د ملاتړ له امله په ژور ډول وویشل شو. د منځني سوسیال دیموکرات په توګه، ایبرت د بورګفرایډن سیاست پلوی و، هغه سیاسي پالیسي چې د جګړې پر مهال یې خپل ټول پام د سیاسي ګوندونو ترمنځ د داخلي مسایلو پر ځای ټولنې او د ځواکونو تمرکز ته اړاوه، څو د جګړې په هر ډګر کې بریاوې ترلاسه کړي. هغه هڅه وکړه چې په ګوند کې له جګړې سره مخالف کسان له صحنې وباسي، خو د ګوند د وېش مخنیوي یې ونه شو کړای.
ایبرت د ۱۹۱۸-۱۹ زکال د جرمني په انقلاب کې یو له محوري څېرو څخه و. هغه مهال چې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته جرمني په جمهوري دولت واوښت، نوموړی یې لومړی ولسمشر شو. هغه مهال د نوموړي د سیاستونو موخه تر ډېره په جرمني کې د سولې او نظم ټینګښت او هم د کیڼ اړخو ځپل و. دغو موخو ته د رسېدو له امله نوموړي له محافظه کاره او ملت پاله سیاسي ځواکونو په ځانګړې توګه د جنرال ویلهلم ګرونر تر مشرۍ لاندې پوځ او فرای کورپس کمونیزم ضد ملیشه ډلې سره لاس یو کړ. د دوی په مرسته د ایبرت حکومت وکولای شول یو شمېر سوسیالیستي او کمونیستي بغاوتونه وځپي او همدارنګه یې د ښي اړخو یو شمېر پلانونه لکه کاپ کودتاه شنډه کړه، هغه موضوع چې نوموړی یې په یو بحث جوړوونکې تاریخي څېره واړوه.