فريدريک هايک
From Wikipedia, the free encyclopedia
فريدريک اوګست وان هايک (۱۸۹۹- مۍ ۸ – ۱۹۹۲ مارچ ۲۳) ډېر ځله يې يادونه يوازې د نوم په لومړيو ويو يعنې (F.A. Hayek) کيږي، هغه يو اتريشي الاصله بریټانوی اقتصاد پوه او فيلسوف و چې له کلاسيکې اقتصادي آزادۍ نه د دفاع له امله، شهرت لري. هايک په ۱۹۷۴ز کال کې له «ګونار ميرډال» سره يو ځای د اقتصادي علومو د نوبل يادګاري جايزه تر لاسه کړه، دوی دواړو ته دغه جايزه د پيسو او اقتصادي بې ثباتۍ او د اقتصادي، ټولنيزو او اداري ښکارندو پر يو بل د متکي کېدو په اړوند د دوی د کار ستاينې له امله ورکړل شوې وه. د معلوماتي ارزښتونو د بدلون د څرنګوالي په اړه د هغه کار کوم چې له خلکو سره مرسته کوي څو خپلې طرحې همغږې کړي او کوم چې د اقتصاد په برخه کې په پراخه کچه يوه مهمه لاسته راوړنه بلل کيږي، د هغه لپاره د نوبل جايزې د تر لاسه کولو لامل وګرځېد.[2][3][4][5][6]
فريدريک هايک | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | |
عملي ژوند | |
ڈاکٹری مشیر | لوډیګ وون مېزس |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | وټپوهنه [1]، فلسفه ، سياسي فلسفه [1]، لېبراليزم [1]، ادراکي علوم [1] |
کار ورکوونکی | د نيويارک پوهنتون |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه ، دويمه نړېواله جګړه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
هایک هغه مهال چې عمر يې له شلو کلونو کم و په لومړۍ نړيواله جګړه کې خدمت وکړ او ويل کيږي چې په دې جګړه کې د هغه تجربې او د هغه دغه هيله څو د هغو تېروتنو مخه ونيسي چې له جګړې پاتې دي، له هغه يو اقتصاد پوه جوړ کړ. د ويانا په پوهنتون کې يې اقتصاد ولوست، په ۱۹۲۱ز کال کې يې په قانون کې او په ۱۹۲۳ز کال کې يې په سياسي علومو کې د دوکتورا سند واخیست. نوموړي د لويې بریټانیې، اتريش، متحده ايالاتو او المان کې ژوند او کار وکړ او په ۱۹۳۸ز کال کې بريټانوی تبعه شو. د هايک اکاډميک «علمي» ژوند تر ډېره بريده د لندن په اقتصادي ښوونځي کې تېر شو، وروسته یې د شيکاګو او فرايبرګ په پوهنتونونو کې هم وخت تېر کړ. که څه هم تر ډېره بريد هغه د اتريش د اقتصاد مکتب مشر بلل کيږي، هغه د شيکاګو له اقتصادي مکتب سره هم نږدې اړيکې درلودې. هايک همدا راز د شلمې پېړۍ يو بنسټيز ټولنيز مفکر او سياسي فيلسوف و او له جګړې وروسته د «مونټ پيليرين» د ټولنې د جوړونکو له جملې يو و، هغه له جګړې وروسته د کلاسيک ليبراليزم په را ژوندي کولو کې برخه اخیستې ده. د هغه مهم کتاب «د مريتوب پر لور سړک» تر ۲۰۲۰ز کال پورې له ۲.۲۵ ميليون نه زياتې نسخې پلورل شوې دي.[7][8][9][10][11][12]
هايک په ۱۹۸۴ز کال کې په اقتصاد کې د هغه د علمي مرستو له امله افتخاري ملګری وټاکل شو. هغه لومړی کس دی چې په ۱۹۸۴ز کال کې يې د «هانس مارټين شلاير» جايزه تر لاسه کړه. هغه همدا راز له ولسمشر ايچ ډبليو بوش نه په ۱۹۹۱ز کال کې د خپلواکۍ ولسمشريز نښان هم تر لاسه کړ. په ۲۰۱۱ز کال کې د هغه ليکنه «په ټولنه کې د علم کارول» په هغو شلو غوره مقالو کې راغله چې په «امريکن ايکنامک ريويو» کې په تېرو سلو کلونو کې خپرې شوې دي. [13][14][15][16]