فرانسس کرېک
From Wikipedia, the free encyclopedia
فرانسس هاري کومپټن کرېک “Francis Harry Compton Crick” (زوکړه: ۱۹۱۶ د جون ۸، مړينه: ۲۰۰۴ د جولای ۲۸)، چې د طبيعي پوهې د پرمختګ برخه کې د شاهي کورنۍ انعام يا جايزه “OM FSR” هم ورکول شوې ده، يو انګرېز ماليکولي بيولوژي پوه، حياتي فزيکپوه او عصبي ساينس پوه و. نوموړي، جېمز واټسن او روزالېند فرانکلين د ډي اوکسي ربونيوکليک اسيد “DNA” ماليکول د مارپېچ جوړښت په روښانولو کې ستره ونډه ولوبوله. په ۱۹۵۳ زکال کې د طبيعت په اړه د کرېک او واټسن څېړنې د “DNA” د جوړښت او دندو په اړه د پوهېدنې بنسټ کېښود. دوی له ماورېس وېلکېنس “Maurice Wilkins” سره په ګډه د نيوکليک اسيد د ماليکولي جوړښت او ژونديو موادو کې د معلوماتو د لېږد برخه کې د هغې د ارزښت اړوند موندنو له امله، د فزيالوژي يا طب برخه کې د ۱۹۶۲ زکال نړيوال انعام “Noble Prize in Physiology or Medicine” په ورکولو سره ستايل شوي وو. [3][4][5][6]
فرانسس کرېک | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | برېتانيا [1] |
عملي ژوند | |
تعلیم | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | ډي ان اې [2]، پنځپوهنه [2]، عصبي علوم [2]، ژونپنځپوهنه [2]، جنتیک [2] |
کار ورکوونکی | |
جايزې | |
لاسليک | |
سمول |
کرېک يو مهم نظرياتي ماليکولي بيولوژيپوه و او د “DNA” د مارپېچ جوړښت د څرګندولو اړوند څېړنه کې يې د پام وړ ونډه ولوبوله. نوموړی د مرکزي دوګما “central dogma” اصطلاح د کارونې له امله په پراخه کچه پېژندل کېږي، چې د دې نظريې لنډيز دی، چې يو ځل چې له هستوي تېزابو يا نيوکليک اسيدونو (ريبونيوکليک اسيد يا ډي اوکسي ريبونيوکليک اسيد “RNA or DNA”) څخه پروټينونو ته معلومات ولېږدول شي، بېرته هستوي تېزابو ته نه شي راګرځېدلی. په بل ډول ويلی شو، چې له هستوي تېزابو څخه پروټينونو ته د معلوماتو په لېږد کې وروستی ګام بېرته نه راګرځېدونکی دی. [7]
کرېک د خپل مسلک په پاتې موده کې د کليفورنيا په لا جولا “La Jolla, California” کې د بيولوژيکي څېړنو په سالک انسټيتيوټ “Salk Institute for Biological Studies” کې د «J.W. Kieckhefer Distinguished Research Professor» دنده درلوده. د نوموړي وروستۍ څېړنې پر نظرياتي عصبي بيولوژي باندې تمرکز وکړ او د انساني شعور پوهنيزې څېړنې ته د ودې ورکولو هڅه کوي. د نوموړی تر خپلې مړينې پورې په ياده دنده کې پاتې شو؛ کرسټوف کوچ له نظره: «هغه د خپل مرګ په بستر يوه نسخه سموله او د ژوند تر پايه يو پوه و». [8]