علي بن ابي طالب
From Wikipedia, the free encyclopedia
نوم يې علي كنيت يې ابو الحسن او ابو التراب وو,حيدر (زمرى) يې لقب وو, دپلار نوم يې ابو طالب او دمور نوم يې فاطمه وو , دنسب پوره لړۍ يې داده : علي بن ابي طالب بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبد مناف بن قصى بن كلاب بن مره بن كعب بن لوئ . څنگه چې دابو طالب واده دخپلې كا كا له لور سره شوى وو ځكه نو حضرت علي رضي الله عنه دمور او پلار دواړو له لورې هاشمي او د رسول الله صلى الله عليه وسلم سكه د كاكا زوی كيږي . دهاشموكورنۍ ته چې په عربو او قريشو كې كوم عزت حاصل وو د هغې بيان ته هيڅ اړتيا نه ليدل كيږي , د كعبې شريفې چوپړ هم د همدې كورنۍ ځانگړتيا وه , دهمدې ځانگړتيا له كبله هغوی ته په ټولو عربو باندې دمذهبي مشرۍ كولو شرف حاصل وو . د حضرت علي رضي الله عنه پلار ابو طالب دمكې له لويانو څخه وو او رسول الله صلى الله عليه وسلم د همده دشفقت په غيږكې رالوی شو , او له بعثت څخه وروسته يې دابو طالب تر څارنې لاندې دمكې په كوڅو كې دحق بلنه پيل كړه , د كفارو له لورې د رسول الله صلى الله عليه وسلم ترڅنگ ابو طالب ته هم ډول ډول تكليفونه ورسيدل ، دساري په توگه له هغه سره يې هر ډول راكړه وركړه ودروله ,په خوښۍ ,غم ,خوراك او څښاك كې يې گډون ورسره پريښود,لنډه داچې له هيڅ ډول ربړ و ورسولو نه يې ډډه نه كوله . درسول الله صلى الله عليه وسلم ډيره تلوسه وه چې دابو طالب زړه دايمان په رڼا روښانه كړي او هغه ته درسول الله صلى الله عليه وسلم دحمايې او څارنې په بدل كې جنت الفردوس وركړل شي, همدالامل ووچې دمړينې په مهال په وار وار رسول الله صلى الله عليه وسلم ابو طالب ته دكلمې ويلو بلنه وركوله . خو ابو طالب رسول الله صلى الله عليه وسلم ته په ځواب كې وويل چې : پتمنه وراره :كه له ما سره دقريشو دپيغور راكولو ويره نه وای نو ما به په ډيره خوښۍ سره ستا بلنه په ځان منلې وه .سيرت ابن هشام ۱ ټوك ۲۲۸ مخ .
اميرالمومنين | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
علي بن ابي طالب | |||||||
د شخص معلومات | |||||||
پيدايښت | ۰۶۰۰[1] | ||||||
مړینه | 29 جنوري 661 (60–61 کاله) | ||||||
د مړینې لامل | وژنه (ترور کول) | ||||||
هديره | د امام علي جومات | ||||||
تابعیت | P27 | ||||||
اولاد | |||||||
پلار | |||||||
وروڼه او خوندې | |||||||
کورنۍ | بنو هاشم (قبیله) | ||||||
واک | |||||||
راشدين خليفه ګان (4 ) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۰۶۵۶ – ۲۷ جنوري ۰۶۶۱ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
کاروونکي ژبه(ي) | عربي ژبه [2] | ||||||
پوځي خدمت | |||||||
جګړه/جګړې | د بدر غزا ، د احد غزا ، د بني نضير غزا ، د خندق غزا ، د بنو قريظه غزا ، د خيبر غزا | ||||||
لاسليک | |||||||
سمول |
كه څه هم په سيرت ابن هشام كې دحضرت عباس رضي الله عنه دا روايت هم راوړل شوى چې په هغه كې حضرت عباس رضي الله عنه ويلي چې دزنكدن په مهال دابو طالب په ژبه دحق كلمه جاري وه ليكن دا روايت خورا كمزورى دى . كه څه هم په ښكاره ډول باندې دابو طالب داسلام منلو كوم روايت نه ليدل كيږي ,مگر بيا هم درسول الله صلى الله عليه وسلم دپالنې , حمايت او درسول الله صلى الله عليه وسلم له امله دكفارو ټولو ربړونو ته دسينې وركولو له كبله نن هم دابو طالب نوم له هغه څخه ددې څه په بدله كې دمننې په توگه د اسلامي تاريخپاڼو په زرينو كرښو كې ليكل كيږي . دحضرت علي رضي الله عنه مور حضرت فاطمې رضي الله عنها هم دبي بي آمنې ددې سپيڅلي يتيم پالنه په ډيره مينه سره كړيوه .دمستندو رواياتو له مخې حضرت فاطمه رضي الله عنها مسلمانه شوه اودهجرت په آړكې مدينې منورې ته ولاړه او هملته په حق ورسيده .انا لله وانا اليه راجعون . دمړينې په مهال رسول الله صلى الله عليه وسلم هغې ته خپل كميس دكفن په توگه ورواغوست ,او دهغې په قبر كې پريووت او پدې څه كولو سره يې دهغې قبر متبرك وگرځاوه .كله چې خلكو له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه ددې مهرباني كولو لامل وپوښت نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې له ابو طالبه وروسته زه ددې ميرمنې د ډيرو احسانونواو نيكيومنونكى او له امله يې له هغې څخه مننه كوم .اسدالغابه ۵ ټوك ۵۱۷ مخ .
حضرت علي رضي الله عنه درسول الله صلى الله عليه وسلم له بعثت څخه لس كاله دمخه وزيږيد,له زيږيدو سره سم وروسته حضرت علي رضي الله عنه درسول الله صلى الله عليه وسلم تر ځانگړې څارنې لاندې وو , ځكه خو هم حضرت علي رضي الله عنه له ډير وړوكوالي څخه درسول الله صلى الله عليه وسلم په مجلسونو كې كيناستلو اودرسول الله صلى الله عليه وسلم ويناوې به يې دزړه په غوږونو اوريدلې .زرقاني ۱ ټوك ۲۸۰ مخ .
لكه څنگه چې مو وويل حضرت علي رضي الله عنه دلسو كالو وو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دالله تعالى له لورې دنبوة په لوی مقام وټاكل شو ,څنگه چې حضرت علي رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يو ځای اوسيده ځكه يې نو داسلام دمذهبي تگلارو ننداره له ډيره نژدې نه كړې وه . يوه ورځ حضرت علي رضي الله عنه رسول الله صلى الله عليه وسلم او حضرت خديجة الكبرى رضي الله عنها په عبادت باندې بوخت وليدل ,ددې تاثيركوونكي نندارې په ليدو سره يې په ډير ماشومانه استعجاب سره وپوښتل چې تاسې دواړو څه كول ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته دنبوة دلوی مقام دترلاسه كولو خبر وركړ او دكفر اوشرك بدي يې ورته بيان , او توحيد ته دراتلو بلنه يې وركړه . څنگه چې حضرت علي رضي الله عنه له داسي خبرو سره نااشنا وو ځكه يې نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته په ځواب كې وويل چې زه به پدې اړه له خپل پلار ابو طالب څخه وپوښتم , خو رسول الله صلى الله عليه وسلم نه غوښتل چې وحدانيت ته درابللو داخبره دې په ناڅاپي توگه په لومړي ځل عام ډگرته ووځي ځكه يې نو حضرت علي رضي الله عنه ته وفرمايل چې :ته پخپله پدې خبر ه فكر وكړه چاته دويلو اړتيا يې نه ليدل كيږي . درسول الله صلى الله عليه وسلم په مجالسو كې دگډون له كبله دحضرت علي رضي الله عنه فطرت ډير پاك وواودتوحيد په اړه فكر كولو كې دخدای جل جلاله توفيق ورسره مل شو هماغه وو چې ډير ژر دنبوة په دربار كې حاضر شو او داسلام په سپيڅلي دين يې ايمان راوړ,او توحيد ته دخلكو رابلل يې خپله ديني كړنلاره وبلله .او پدې ډول يې په ماشومانو كې تر ټولو دلومړي ايمان راوړونكي ماشوم ځانگړتيا تر لاسه كړه .