عضد الدوله
From Wikipedia, the free encyclopedia
پناه (فنا) خسرو(چې په سمه توګه د هغه د لقب عضد الدوله په نوم پېژندل کېږي) (زوکړه: د ۹۳۶ زکال د سپټمبر ۲۴ مه – مړینه: د ۹۸۳ زکال د مارچ ۲۶مه) آل بویه لړۍ ته اړوند امیر و چې له ۹۴۹ زکال څخه یې تر ۹۸۳ زکال پورې واکمني کړې او د خپل واک په اوج کې یې سترواکي له مکران څخه تر یمن او د مدیترانې تر سواحلو پورې رسېده. نوموړی د دغې سلسلې د تر ټولو لوی پاچا په توګه پېژندل کېږي او د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې د منځني ختیځ تر ټولو پیاوړی واکمن و. [1]
عضد الدوله | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | اصفهان ښار |
مړینه | |
تابعیت | ايران |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
سمول |
د رکن الدوله زوی، پناه خسرو ته په ۹۴۸ زکال کې وروسته له هغه د عباسي خلیفه له خوا د عضد الدوله لقب ورکړل شو چې د خپل بې زویه کاکا عماد الدوله له مړینې وروسته د فارس امیر شو او رکن الدوله هم د البویه لړۍ تر ټولو مشر امیر شو. په ۹۷۴ زکال کې عضد الدوله د خپل پلار له خوا ولېږل شو څو خپل د تره زوی عزالدوله له پاڅون څخه وژغوري. وروسته له هغه چې پاڅون کوونکي یې وځپل د عراق د امارت دعوا یې وکړه او خپل د تره زوی یې له واک څخه لرې کړ. پلار یې د نوموړي په دغه پرېکړه غصه شو او عزالدوله یې بېرته واکمن کړ. د عضد الدوله د پلار له مړینې وروسته د هغه د تره زوی د ده پر وړاندې پاڅون وکړ خو ناکام شو. له دې وروسته عضد الدوله د آل بویه یوازنۍ واکمن شو او د شاهنشاه لرغونی فارسي لقب یې خپل کړ. [2][3]
هغه مهال چې عضد الدوله د عراق امیر شو، د عراق پلازمینه بغداد د فرقوي شخړو له امله د تاوتریخوالي او بې ثباتۍ شاهد و. هغه د سولې او ټیکاو د ټینګښت په موخه لاریونونه او عمومي اعتراضات منع اعلان کړل. ورته مهال یې له یو شمېر شیعه عالمانو لکه له المفید څخه کار واخیست او همدارنګه یې د شیعه ګانو یو شمېر مهم زیارتونه بېرته ورغول.
له دې سربېره عضد الدوله د خپلې واکمنۍ پر مهال د یو شمېر علمي پروژو لپاره بودیجه برابره کړه او له هغو یې ملاتړ وکړ. د هغه په امر په اصفهان کې یوه رصد خانه جوړه شوه چې آزوفي په کې کار کاوه. همدارنګه المقدسي څرګندوي چې هغه د شیراز او استخر ترمنځ د لوی بند د جوړولو امر په ۱۹۶۰ زکال کې ورکړ. دغه بند د فارس ولایت نږدې ۳۰۰ کلیو ته اوبه رسولې چې په بند امیر (سد امیر) پېژندل کېږي. د هغه د واکمنۍ پر مهال بله مهمه ودانیزه پروژه د حفار د کانال ویستل و چې کارون سیند یې له شط العرب سیند (د دجلې او فرات سیند له یوځای کېدو جوړېږي) سره یوځای کاوه. د خرمشهر بندر له شط العرب سره د حفار د یوځای کېدو په ځای کې جوړ شوی دی.