عصمت اینونو
From Wikipedia, the free encyclopedia
مصطفی عصمت اینونو (ترکي تلفظ: isˈmet ˈinœny؛ د ۱۸۸۴ز کال د سپټمبر له ۲۴مې- د ۱۹۷۳ز کال د ډسمبر له ۲۵مې) د ترکیې د اردو افسر او سیاستوال و، چې د ۱۹۳۸ز کال د نومبر له ۱۱مې، د ۱۹۵۰ز کال د می تر ۲۲مې یې د ترکیې د دویم ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه او درې دورې له ۱۹۲۳ز نه تر ۱۹۲۴ز کال پورې، له ۱۹۲۵ز نه تر ۱۹۳۷ز کال پورې او له ۱۹۶۱ز نه تر ۱۹۶۵ز کال پورې یې د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
عصمت اینونو | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | انقره |
تابعیت | تورکيه |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه ، د یونان او ترکیې جګړه (۱۹۱۹- ۱۹۲۲ زکال) |
لاسليک | |
سمول |
اینونو مصطفی کمال اتاترک ته د ښي لاس ارزښت درلود، چې ملګرتیا یې د ګالیپولي له کمپاینه وروسته پیل شوه. له ۱۹۱۹- ۱۹۲۲ز کال پورې یې د یونان او ترکیې په جګړه کې د لوی درستیز په توګه، له ۱۹۲۲ز کال نه تر ۱۹۲۴ز کال پورې د ترکیې منظمې اردو ته خدمت وکړ. په خپله دوره کې یې د لومړۍ او دویمې اینونو جګړو قومانده کوله. کله چې په ۱۹۳۴ز کال کې د کورني نوم قانون تصویب شو، نو مصطفی کمال اتاترک ورته د اینونو لقب ورکړ، دا هغه ځای و، چې جګړې په کې وشوې. اینونو د انقرې د حکومت لپاره په مودانیا او لوزان کنفرانسونو کې لوی مذاکره کوونکی و، چې په بریالیتوب سره یې د لوزان تړون لپاره د سیور (Sevre) تړون په اړه خبرې وکړې. اینونو د لومړي وزیر په توګه، په تېره بیا د خپلې ولسمشرۍ پر مهال یې د اتاترک عصري او ملتپال اصلاحات پلي کړل. اینونو د زیلان ټولوژنې اصلي عامل هم یاد شوی دی. [1][2]
اینونو په ۱۹۳۸ز کال کې د اتاترک له مړینې وروسته، د ترکیې ولسمشر شو او د پارلمان له خوا ورته د ملي شف (ملي مشر) رسمي لقب ورکړل شو. اینونو د ولسمشر او د خلق جمهوري غوښتونکي ګوند (CHP) رئیس شو، چې په پیل کې یې د ځینو پروژ، لکه د کلیوالي مؤسسو پرمټ یې د ترکیې ګوند او کمالیستي کړنلارو ته دوام ورکړ. اینونو په خپل حکومت کې ډېرې لویې سیاسي تګلارې پلې کړې. د هاتای ایالت په ۱۹۳۹ز کال کې ضمیمه شو او ترکیې وکولای شو، چې د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې خپله وسله واله بې طرفي اعلان کړي او د اروپایي تیاتر له پای ته رسېدو یوازې درې میاشتې مخکې له متحدینو سره یوځای شوې وه. اینونو د ترکیې د تنګي کړکېچ له امله وهڅول شو، چې له لوېدیځو قدرتونو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي. دغه هېواد په ۱۹۵۲ز کال کې له ناټو سره یوځای شو، که څه هم تر هغه مهاله اینونو ولسمشر نه و.[3]
په CHP کې د دولت غوښتونکو او لیبرالانو ترمنځ ډلبازۍ د دې لامل شوې، چې په ۱۹۴۶ز کال کې ډیموکراټ ګوند رامنځته شي. اینونو په همدغه کال کې د جمهوریت په تاریخ کې لومړۍ څو ګوندي ټاکنې وکړې، چې د ترکیې د څو ګوندونو دوره یې پیل کړه. په ۱۹۵۰ز کال کې چې CHP په ټاکنو کې له ماتې سره مخ شو؛ نو واک ډیموکراټانو ته ولېږدول شو. اینونو د ۱۹۶۱ز کال له ټاکنو وروسته، چې د ۱۹۶۰ز کال تر کودتا وروسته ترسره شول، د لومړي وزیر په توګه واک ته له ستنېدو دمخه د لسو کلونو لپاره د اپوزیسیون مشر شو. اینونو تر ۱۹۷۲ز کال پورې د CHP مشر پاتې شو او وروسته د ایسویټ له خوا مات شو. نوموړی د ۱۹۷۳ز کال د ډسمبر په ۲۵مه د زړه د حملې له امله د ۸۹ کلونو په عمر مړ شو او په انقره کې د اتاترک مقبرې په څنګ کې خاورو ته وسپارل شو.