ظاهر بایبارس
From Wikipedia, the free encyclopedia
المالك الظاهر ركن الدين بيبرس البندقداري ( 1223/1228 - 1 جولای 1277)چي په عام ډول د بیبرس یا بیبار په نوم او د ابو الفتوح په لقب هم پېژندل کیږي ، د مصر او سوریې څلورم مملوک سلطان وو او د ترکي کیپچک نسب سره یې اړه درلوده. نوموړي په مملوک سلطنت کي د قطوز ځای ناستی وو. بیبرس د مصري ځواکونو له هغه قوماندانانو څخه وو چي د فرانسې د پاچا لوئس IX یې په اوومه صلیبي جګړه کي مات کړ. نوموړي په 1260 کال کي د عین جالوت په جګړه کي د مصري پوځ رهبري هم وکړه، [1] چي د منگول پوځ لومړنۍ تاریخي ماته بلل کیږي او په تاریخ کي یو مهم ټکی ګڼل سوی دی. [2]
| ||||
---|---|---|---|---|
د مصر او شام مملوک واکمن | ||||
دوره | 24 October 1260 – 1 July 1277 | |||
تاج پر سرونه | 1260 at Salihiyah | |||
د شخص معلومات | ||||
اصلي نوم | ملک ظاهر رکن الدین بیبارس | |||
پيدايښت | ۱۹ جولای ۱۲۲۳ کريميا | |||
مړینه | 1 July 1277 (aged 50/55) د مشق | |||
تابعیت | P27 | |||
مذهب | اسلام | |||
کورنۍ | Zahiri | |||
ځايناستی | کينډۍ:Unbulletedlist | |||
سلالة | بحري مملوک واکمني | |||
آخري معلومات | ||||
کار/مسلک | ||||
مورنۍ ژبه | عربي ژبه | |||
کاروونکي ژبه(ي) | عربي ژبه | |||
پوځي خدمت | ||||
سمول |
د بایبارس واکمني په ختیځ مدیترانې سمندر کي د مملوک د واکمنۍ د پیل نښه وه او د دوی د نظامي سیسټم پایښت یې پوره ټینګ کړ. بیبرس دخپلي واکمنۍ پر وخت په لیونټ کي د صلیبیانو شتون پای ته رسولو لپاره لاره هواره کړه او د مصر او سوریې اتحاد یې د سیمې د مخکښ مسلمان دولت په توګه پیاوړې کړ. همدرانګه یې د صلیبیانو او منګولیانو د ګواښونو مخه ونیوله، او دومره توان یې ترلاسه کړ چي د صلیبیانو او منګولیانو له خوا د ګواښونو مخه په مکمله توګه ډپ کړي. د سلطان په توګه، بایبرس هم د ډیپلوماسۍ او هم نظامي اقدام په ترکیب کي پوره بلد وو او د مصر مملوکان یې دومره ځواک ته ورسول چې خپله امپراتوري نوره هم پراخه کړي.