سويټزرلينډ
From Wikipedia, the free encyclopedia
سویس چې رسمي نوم یې د سویس کنفدراسیون دی په لویدیځه اروپا کې پروت هیواد دی. چې د شمال له لوري د آلمان، له ختیځ څخه د اتریش او لیختن اشتاین، سویل کې له ایټالیا او په لویدیز کې له فرانسه سره ګډه پوله لري. سویس ۰۰۰'۰۰۰'۸ نفوس او ۲۸۰'۴۱ کیلومتره مربع مساحت لرې د حکومت ډول یې فدرال دی چې له ۲۶ کانتونونو څخه جوړ شوی دی هر کانتون ځانته ایداري جوړښت لرې. پلازمینه یې د برن ښار دی او نور مهم ښارونه یې زوریخ، جینیوا او بازل دي. سویس په نړۍ کې یوله بډایه هیوادونو څخه شمیرل کیږی چې د هر وګړې کلنی عاید یې ۰۰۰'۳۹ ډالر دي.
سويټزرلينډ | |
---|---|
ځمکه او استوګنه | |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د عمر محدودیتونه | |
رسمي وېبپاڼه | |
دا هیواد څلور رسمی ژبي لري چې عبارت دي له فرانسوي، الماني، ایټالوي او رومانیایي. سویس د نړۍ په سطحه یو بی طرفه هیواد شمیرل کیږې چې له ۱۸۱۵م کال را پدیخوا په هیڅ جګړه کې نه دی ښکیل شوی ددی ترڅنګ په یاد هیواد کې د نړۍ زیات شمیر سازمانونه هم شتون لرې لکه سره میاشت، نړیوال سوداګریز سازمان د اروپایی ټولنی دوهم دفتر نړیوال سازمان او د فوټبال لوبی مرکزی دفتر فیفا هم پدی هیواد کې شتون لرې.