زبستیان کورڅ
From Wikipedia, the free encyclopedia
زباستیان کورتس (زوکړه: د ۱۹۸۶ زکال د اګست ۲۷ مه) پخوانی اطریشي سیاستوال دی چې د ۲۰۱۷ زکال له ډسمبر میاشتې څخه یې د ۲۰۱۹ زکال تر مۍ میاشتې او بیا د ۲۰۲۰ زکال له جنوري میاشتې څخه د ۲۰۲۱ زکال تر اکتوبر میاشتې پورې دوه ځله د اتریش د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ.
زبستیان کورڅ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
استوګنځای | وين |
تابعیت | اتريش |
ګوند | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | جرمني ژبه [1]، انګليسي ژبه |
د کړنې څانګه | سياستوال ، ډیپلوماټ ، سياست [2] |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | |
سمول |
کورتس د ویانا په میډلنګ کې وزېږېد او همالته را لوی شو. نوموړي په ۲۰۰۳ زکال کې د ځوانانو له ګوند (JVP) سره په یوځای کېدو سیاست ته مخه کړه او په راتلونکو کلونو کې د ګوند لوړو څوکیو ته ورسېد. په ۲۰۱۱ زکال کې یې د کابینې په تغیر سره د لومړي ځل لپاره په بهرنیو چارو وزارت کې دولتي دنده ترلاسه کړه او د کډوالو د ټولنیز ادغام مسئولیت ور تر غاړې شو. د ۲۰۱۳ زکال له پارلماني ټاکنو وروسته کورتس د هېواد د بهرنیو چارو وزیر شو او تر ۲۰۱۷ زکال پورې د دغه هېواد د تر ټولو لوړ پوړي دیپلمات په توګه پاتې شو.
د ۲۰۱۷ زکال په می میاشت کې کورتس د اطریش د خلکو د ګوند د مشر راینهولډ میترلنر ځای ناستی شو او د ۲۰۱۷ زکال په پارلماني ټاکنو کې یې د لومړي وزیر په توګه ځان نوماند کړ. نوموړي په خپل ټاکنیز کمپاین کې د اتریش د بوروکراتیک سیاسي سیسټم د نوي کولو او همدارنګه د کډوالۍ او ټولنیزو چارو هغو مسائلو ته د رسېدنې ژمنه وکړه چې دغه هېواد د اروپا د کډوالو له بحران وروسته ورسره مخ و. د هغه اصلاح غوښتونکې کړنلار، د وینا کولو وړتیا او ځواني د هغه د بریا له اصلي لاملونو څخه یادېږي. کورتس ډېر ژر خپله کابینه جوړه کړه. او د اتریش له آزادي غوښتونکي سخت دریځي ښي اړخي ګوند سره یې ائتلاف وکړ. نوموړي د خپل لومړي وزارت په لومړۍ دوره کې د خپلو ټاکنیزو ژمنو د پوره کولو هڅه وکړه، خو د هغه د رهبرۍ سبک د همکاریو د نشتوالي او عاجلانه پرېکړو کولو له امله له نیوکو سره مخ شو. څو سیاسي رسوايۍ چې په ۲۰۱۹ زکال په ایبیزا رسوايي اوج ته ورسېدې د آزادي غوښتونکي او خلکو د ګوند ترمنځ ائتلاف یې له منځه یووړ. له همدې امله نوموړي نور په پارلمان کې کافي ملاتړ نه درلود او کورتس او کابینه یې له واکه ولوېده.
د ۲۰۱۹ زکال په له وخته وړاندې ټاکنو کې هغه بیاځلي واک ته ورسېد او دا ځل یې ګوند له شنه یا ګرین ګوند سره ائتلاف وکړ. کورتس او د هغه دویمې کابینې د ۲۰۲۰ زکال په جنوري کې په کار پیل وکړ. له دې سره د دوی کاري پروګرامونه د کویډ-۱۹ وبا د خپرېدو له امله ناڅرګند پاتې شول. د دغې وبا پر وړاندې د هغه غبرګون د قرنطین او د تلو راتلو د ممنوعیت اعلان و. د یوې فرعي پارلماني کمېټې له خوا د ایبیزا د رسوايي څېړنې د هغه په کابینه کې بې ثباتي رامنځته کړه، یو شمېر غړو یې استعفا ورکړه او بالاخره د فساد اړوند څېړنې لامل وګرځېده او کورتس اړ شو د ۲۰۲۱ زکال په اکتوبر میاشت کې د لومړي وزارت له څوکۍ استعفا ورکړي. له همدې امله هغه د «شډو یا په سیوري کې لومړی وزیر» بلل کېږي. دوه میاشتې وروسته کورتس په بشپړه توګه سیاست ته شا کړه او د یو نړیوال ستراتیژي جوړونکي په توګه یې له پیټرټیل سره په کار پیل وکړ.
کورتس د اطریش په تاریخ کې تر ټولو ځوان لومړی وزیر او همدارنګه د څلورو کلونو لپاره په ټوله نړۍ کې ځوان دولت مشر و. د هغه ځواني او سیاسي فعالیت په اتریش او تر ډېره په اروپا کې د سنتي محافظه کار خوځښت د بېرته را منځته کېدو لامل وګرځېد. نوموړی د ۲۱ مې پېړۍ تر ټولو زیات محبوبیت لرونکی سیاستوال و.