ریچارد مېنتور جانسن
From Wikipedia, the free encyclopedia
ریچارد مېنتور جانسن (د ۱۷۸۰ز کال د اکتوبر له ۷ مې نه د ۱۸۵۰ ز د نومبر تر ۱۹ مې پورې) یو امریکایی حقوق پوه او سیاستوال و چې د مارتین وان بورېن تر واک لاندې د متحده ایالاتو د نهم مرستیال ولسمشر په توګه له ۱۸۳۷ ز کال نه تر ۱۸۴۱ ز کال پورې خدمت کړی دی. نوموړی یوازینی مرستیال و لسمشر دی چې د دوولسم تعدیل د احکامو پر بنسټ د متحده ایالاتو د سنا له خوا وټاکل شو. جانسن د متحده ایالاتو د استازو په مجلس او سنا کې د کینتکي په استازیتوب خدمت وکړ. هغه خپل سیاسي ژوند د کینتکي د استازو په مجلس کې پیل او پای ته ورساوه.
ریچارد مېنتور جانسن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
پوځي خدمت | |
وفاداري | د امریکا متحده ایالات |
لاسليک | |
سمول |
جانسن د فدرالي دورې په لومړیو کې په ۱۸۰۶ ز کال کې د استازو مجلس ته لار وموندله. هغه د کینتکي له هنري کلې سره د جنګ د پلویانو د ډلې د غړي په توګه یووالی وکړ چې د انګلستان سره یې په ۱۸۱۲ ز کال کې د جګړې ملاتړ وکړ. جانسن په کینتکي د ۱۸۱۲ ز کال د جګړې په پیل کې، په اربکي ځواکونو کې د ډګرمن په توګه و ټاکل شو او له ۱۸۱۲ ز کال نه تر ۱۸۱۳ ز کال پورې یې د رضاکارانو د یوې قطعې مشري کوله. نوموړی له خپل ورور جیمز سر په بره کاناډا کې د ویلیم هېنري هریسن تر مشري لاندې دنده پر مخ یووړه. جانسن د تیمس په جګړه کې ځواکونه رهبري کړل. ډېری وایي چې: نوموړي په شخصي توګه د شاوني مشر تیکومسه مړ کړ، چې وروسته نوموړي دا ادعا د خپلې سیاسي ګټې لپاره و کاروله.
جانسن له جګړې وروسته بېرته د استازو مجلس ته راستون شو. ایالتي مققنه قوې نوموړي په ۱۸۱۹ کال کې سنا مجلس ته وټاکه چې د د جان جې کرېتندین تشه چوکۍ ډکه کړي. د جانسن د خپل زیاتېدونکي شهرت له امله د جولیا چین چې د ګډ غلام نژاد څخه وه، د اړیکو له امله تر نیوکو لاندې راغی . چېن د اوکتورون (چې یو پر آته د تورپوستو وینه په کې وه) له ډېلې نه ګڼل کېده. نورو لوړکچو بزګرانو او مشرانو د افریقایي - امریکایی معشوقي او دویمې ښځې یې درلودې، هېڅکله یې نه وې په ډاکه کړې، خو جانسن برعکس له چېن سره د غیر رسمي ښځي په توګه چلند کاوه. نوموړي ومنله چې له چېن نه دوه لورانې لري او هغوی ته یې خپل تخلص ورکړی، چې د خپلو موکلینو تر منځ یې د حیرانتیا سبب ګرځېدلی و. داسې ویل کېږي چې: له همدې امله، ایالتي مقننه قوې په ۱۸۲۸ ز کال کې سنا ته بل نوماند و ټاکه او جانس یې اړ کې چې، په ۱۸۲۹ ز کال کې دنده پرېږدي، خو د نوموړي کانګریسي حوزې هغه ته رایه ورکړه او په راتلونکو ټاکنو کې یې بېرته مجلس ته راستون کړ.
جانسن په ۱۸۳۶ز کال کې د مارټین وان بورېن سره د دیموکرات ګوند په استازیتوب د مرستیال ولسمشر چوکۍ ته نوماند و. دو د "رامپسي ډمپسي، رامپسي ډمپسي، ډګرمن جانسن مړ کړ، تېکومسي"، تر شعار لاندې کمپاین پیل کړ او د خپلې بریا لپاره یې یوازې یوې رایي ته اړتیا درلوده. ټاکنیز کالج ته د ویرجینیا استازي د جانسن په ملاتړ رایه ورنه کړه، پرځای یې د سویلي کارولینا استازیي ویلیم سمیت ته رایه ورکړه، خو د سنا مجلس نوموړی د مرستیال ولسمشر چوکۍ ته وټاکه. جانسن د ډیموکراتانو لپاره د ۱۸۳۶ ز کال په ټاکنو کې خپل مکلفیت په داسې ډول ترسره کړ، چې هغوی د ۱۸۴۰ ز کال د مرستیال و لسمشر د چوکۍ لپاره د نوموړي له بیا نوماندۍ نه ډ ډه وکړه. وان بورېن له ملګري پرته د بیا ټاکلو لپاره هلې ځلې پیل کرې، خو نوموړي د وېګ ګوند نوماند ویلیم هنري هریسون ته ټاکني و بایللې. جانسن حکومتي چوکې ته د راستنېدو هڅه وکړه، خو له ماتې سره مخامخ شو. په پای کې نوموړی په ۱۸۵۰ ز کال د کنتکي د استازو مجلس ته لاره و موندله، خو د خپلې دورې له پیل نه یوازې دوه اونۍ وروسته، د ۱۸۵۰ز کال د نومبر په ۱۹مه نېټه مړ شو.