رومن دمووسکی
پولنډی سیاستوال (۱۹۳۹-۱۸۶۴) / From Wikipedia, the free encyclopedia
رومن ستانیسلاو دمووسکی (۹ اګست ۱۸۶۴ – ۲ جنوری ۱۹۳۹ زکال) پولنډي سیاستوال، دولتي چارواکی او د ملي دیموکراسي په نامه سیاسي خوځښت له بنستګرو او اصلي ایډیا جوړونکو څخه و. هغه د آلمان د سترواکۍ تر ولکې لاندې د پولنډي سیمو الماني کول د پولنډي کلتور پر وړاندې اصلي ګواښ باله، له همدې امله یې له بل هغه ځواک څخه چې پولنډ یې د روسیې له سترواکۍ سره وېشه، ملاتړ یې وکړ.هغه له تاوتریخوالي پرته لاروچارو څخه په ګټنې د پولنډ د خپلواکۍ پلويتوب کاوه او د پولنډ د منځنۍ طبقې وګړو لپاره یې له مطلوبو سیاستونو ملاتړ کاوه. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال هغه په پاریس کې ځان ته د اړوندې د پولنډ د ملي کمېټې له لارې د پولنډي ارمانونو لپاره د متفقینو مخکښ ویاند و. هغه له جګړې وروسته د خپلواک پولنډ د رامنځته کولو په برخه کې یو له مخکښو شخصیتونو څخه و.
رومن دمووسکی | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | وارسا [1] |
مړینه | |
استوګنځای | سینټ پیټرزبورګ [2] |
تابعیت | د پولنډ دویم جمهوریت |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | نړيوالې اړيکې |
لاسليک | |
سمول |
دمووسکي هېڅکله د پام وړسیاسي واک نه درلود او یوازې د لنډ مهال لپاره یې په ۱۹۲۳ زکال د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر په توګه دنده ترسره کړه. په دې سره هغه په خپل مهال کې د پولنډ یو له اغېزمنو سیاسي نظریه ورکوونکو او سیاستوالو څخه و. دمووسکي چې په خپل ژوند کې یې یو بحث پارونکی شخصیت درلود، باور یې درلود چې پولنډي ژب ویونکی رومن کاتولیک یو موټی ملت ته باید د پیلسودسکي د پرومتېزم لید پر وړاندې لومړیتوب ورکړل شي چې د څو قومیتي پولنډ په لټه کې و او همدارنګه یې د پولنډ – لیتوانیا د مشترک المنافع هېواد یادونه کوله. له همدې امله د هغه لیدلوري په پولنډ کې نور میشت قومونه په ځانګړې توګه کرسي قومونه (چې یهودان، لیتواني وګړي او اوکرایني وګړي په کې شاملېدل) ګوښې ته کول او هغه یهودیت ضد بلل کېده. هغه د پولنډي ملت پالنې یو له مخکښو څېرو څخه و، چې تر ډېره هغه د «پولنډ د ملت پالنې پلار» په توګه پېژندل کېږي. هغه د خپل عمر په اوږدو کې د پولنډ د سیاسي او پوځي رهبر یوزف پیلسودسکی له اصلي ایدیالوژیکو مخالفینو څخه و چې د جرمني او روسي امپریالېزم پر وړاندې یې د پولنډي څو ملیتي فدراسیون لید درلود.