روفس کېنګ
From Wikipedia, the free encyclopedia
روفس کېنګ (۲۴ مارچ ۱۷۵۵ – ۲۹ اپرېل ۱۸۲۷ زکال) امریکايي وکیل، سیاستوال، دیپلومات او د امریکا له بنسټګرو پلرونو څخه و. نوموړی په قاره یي کانګرس او د فلادلیفیا په کنوانسیون کې د ماساچوست استازی او په ۱۷۸۷ زکال کې د متحده ایالاتو د اساسي قانون یو له لاسلیک کوونکو څخه و. د نوي کانګرس له جوړېدو وروسته نوموړی د متحده ایالاتو په سنا کې د نیویارک استازی و. نوموړی د فدرالیست ګوند د پیاوړي غړي په توګه را څرګند شو او د ۱۸۱۶ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې د یاد ګوند د وروستي نوماند په توګه خدمت وکړ.
روفس کېنګ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | نيويارک [1] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
تعلیم | هروارد پوهنتون |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
جايزې | |
لاسليک | |
سمول |
د ماساچوست د بډایه سوداګر زوی کېنګ وړاندې له دې چې د امریکا د انقلابي جګړې پر مهال په رضا کارانه توګه له ملیشه ځواکونو سره مل شي، حقوق یې ولوستل. نوموړي په ۱۷۸۳ زکال کې د ماساچوست د مقننه قوې لپاره ټاکنې وګټلې او راتلونکی کال یې د کنفدریشن کانګرس ته لار ومونده. د ۱۷۸۷ زکال د فیلادلیفیا په کنوانسیون کې د یو مخکښ ملت پاله په توګه راڅرګند شو او د فدرال دولت لپاره د واکونو د زیاتوالي غوښتونکی شو. له دغه کنوانسیون وروسته کېنګ ماساچوست ته راوګرځېد او هلته یې د اساسي قانون د تصویب په موخه له خپل نفوذ کار واخیست. د الکساندر همیلټون په ټینګار هغه وکالت پرېښود او نیوریاک ته یې کډه وکړه.
نوموړي د ۱۷۸۹ زکال په ټاکنو کې د نیویارک په استازولۍ د متحده ایالاتو سنا جرګې ته لار ومونده او تر ۱۷۹۶ زکال پورې په دغه ځایګي کې پاتې شو. همدغه کال هغه د ولسمشر جورج واشنګټن له خوا د بریتانیا لپاره د وزیر په توګه خپله ګمارنه ومنله. په داسې حال کې چې کېنګ د همیلتون له فدرالیست ګوند سره مل و؛ دیموکراتیک جمهوري غوښتونکي ولسمشر توماس جفرسون د ۱۸۰۰ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې له بریا وروسته د کېنګ خدمات وستایل او د هغه ځایګی یې وساته. کېنګ په ۱۸۰۴ او ۱۸۰۸ زکال کې د فدرالیست ګوند په استازولۍ د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماند د مرستیال په توګه خدمت وکړ او له سویلي کارولینا څخه یې د چارلس کوتیسورث پینکنی په ټکټ کې نا بریالۍ هڅه وکړه. په داسې حال کې چې ډېری فدرالیستانو د ۱۸۱۲ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکرات جمهوري غوښتونکي نوماند ډیویټ کلینټون څخه ملاتړ وکړ خو کېنګ د خپل ګوند له ملاتړ پرته د یو شمېر کمو هغو فدرالیستانو رایه ترلاسه کړې وه چې د کلینټون له نوماندۍ څخه یې ملاتړ ته لیوالتیا نه لرله. په ۱۸۱۳ زکال کې کېنګ سنا مجلس ته بېرته را ستون شو او تر ۱۸۲۵ زکال پورې په دغه ځایګي کې پاتې شو.
کېنګ چې په باالفعل/ډي فکټو توګه د ۱۸۱۶ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې د فدرالیست ګوند نوماند و له جیمز مونرو څخه یې کلکه ماته وخوړه. فدرالیست ګوند له ۱۸۱۶ زکال وروسته په ملي کچه منحل شو او کېنګ ولسمشریزو ټاکنو ته د یاد ګوند په استازولۍ وروستی نوماند شو. له دې سره کېنګ وکولای شول تر ۱۸۲۵ زکال پورې په سنا کې پاتې شي او د نیویارک دیموکرات جمهوري غوښتونکي ګوند ته په انشعاب سره وروستی فدرالیست سناتور شو. له دې وروسته کېنګ د ولسمشر جان کوینسی آدامز له خوا د دویمې دورې لپاره لویې بریتانیا ته د سفیر په توګه خپله ګمارنه ومنله، خو ناوړه روغتيايي حالت کېنګ اړ کړ څو له دولتي دندو لاس پر سر شي او په ۱۸۲۷ زکال کې ومړ. کېنګ پنځه ماشومان لرل چې تر لویوالي پورې یې ژوند کړ، همدارنګه یې ګڼ شمېر مخکښ لمسیان لرل.