رامسي مکډونالډ
From Wikipedia, the free encyclopedia
جېمز رامسي مکډونالډ، د شاهي ټولنې غړی (Fellow of the Royal Society) (اصلي نوم یې جمېز مکډونالډ رامسي، د ۱۸۶۶ ز کال د اکتوبر له ۱۲ نه د ۱۹۳۷ ز کال د نومبر تر ۹ مې پورې) د بریتانیا اول لومړی وزیر و چې د کارګر ګوند غړی او په ۱۹۲۴ ز کال کې یې د نهه میاشتو لپاره د کارګر ګوند لږه کی حکومت پرمخ یووړ او د ۱۹۲۹ ز او ۱۹۳۱ ز کلونو تر منځ یې بیا دا چوکۍ ترلاسه کړه. نوموړي د محافظه کار ګوند تر برلاسی لاندې د ولسي حکومت مشري وکړه چې د کارګر ګوند د یوازې څو غړو له خوا یې ملاتړ کېده. په پایله کې مکډونالډ له کارګر ګوند نه وشړل شو.
رامسي مکډونالډ | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
زیږون نوم | |||||||
پيدايښت | |||||||
مړینه | اتلانتيک سمندر | ||||||
د مړینې لامل | زړه نابری | ||||||
تابعیت | برېتانيا
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷) | ||||||
واک | |||||||
د برېتانیې لومړی وزیر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲۲ جنوري ۱۹۲۴ – ۴ نومبر ۱۹۲۴ | |||||||
| |||||||
د برېتانیې لومړی وزیر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۵ جون ۱۹۲۹ – ۷ جون ۱۹۳۵ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
کاروونکي ژبه(ي) | |||||||
لاسليک | |||||||
ويبپاڼه | |||||||
مخ پر IMDB باندې | |||||||
سمول |
مکډونالډ د کایر هارډي او ارتور هېنډرسن سره یو ځای، په ۱۹۰۰ ز کال کې د کارګر ګوند له درېیو اصلي بنسټ ایښودونکو نه و. نوموړی د ۱۹۱۴ ز کال نه مخکې د پارلمان د کارګرو غړو مشر و. له ۱۹۱۴ ز کال نه وروسته د نړیوالې جګړې سره د مخالف له امله یې په مسلک کې یو څه ځنډ را منځ ته شو، خو له ۱۹۲۲ ز کال نه وروسته بېرته د کارګر ګوند مشر شو. د کارګر ګوند دویم حکومت (۱۹۲۹ – ۱۹۳۱ز) د ستر ناورین تر اغېز لاندې و. نوموړي ولسي حکومت رامنځته ته کړ، تر څو ریاضتي سیاست (دلګښت کموالی) پلی کړي او د سزو زرو له معیار نه ملاتړ وکړي، خو دا ګامونه د اېنورګورډن له پاڅون نه وروسته پرېښودل شول او هغه په ۱۹۳۱ ز کال کې د اقتصاد د ښووالي لپاره، "د یوې روغیایي نسخې" په لټه کې ټول ټاکنې را وبللې. ولسي ائتلاف په لوی توپیر ټاکنې وګټلې او د عوامو په مجلس کې د کارګر ګوند چوکۍ شاوخوا ۵۰ ته راټيټې شوې. نوموړی له روغتیايي ستونزه سره مخامخ شو او په ۱۹۳۵ ز کال کې د لومړي وزیر چوکۍ ته له نومانۍ نه په شا شو او په ۱۹۳۷ ز کال کې تر تقاعد پورې د شورا د رئیس په توګه پاتې شو. نوموړي د همدې کال په وروستیو کې له نړۍ سترګې پټې کړې.
د مکډونالډ د خپلو ویناوو، مقالو او کتابونو پر مټ اغېزمن تیوریسن شو. تاریخ لیکونکی جان شیفرډ وايي چې: "د مکډونالډ طبیعي وړتیاوې، لکه: د هغه زړه راښکونکی ظاهر، ښایسته ځانګړتیاوې او هڅونکې ویناوې چې په غوره لوړه لهجه وړاندې کېدې، له نوموړي نه مشهور کارګر مشر جوړ کړ". مکډونالډ له ۱۹۳۱ ز کال نه وروسته په پراخه اوسخته توګه د کارګر غورځنګ له خوا د خپل خوځښت پر وړاندې د غدار په توګه وغندل شو. له ۱۹۶۰ کلونو نه را په دې خوا، تاریخ پوهانو د نوموړي له شهرت نه دفاع کړې، چې د کارګر ګوند په بنسټ کې د نوموړي پخوانۍ ونډه ارزښتناکه ګڼي، د ستر ناورین پروړاندې د هغه کړني یادوي او نوموړی، د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ز لسیزو په اوږدو کې د سیاسي جوړښتونو مخکښ بولي. [1]