رالف والډو ایمرسن
From Wikipedia, the free encyclopedia
رالف والډو ایمرسن (۱۸۰۳ مې ۲۵مه – ۱۸۸۲ اپرېل ۲۷مه) (انګلیسي: Ralph Waldo Emerson)، چې پر خپل منځني نوم "والډو" مشهور دی، یو امریکایی لیکوال، د پوهنتون استاد، فیلسوف، د غلامۍ د سیستم لغوه کولو پلوی (abolitionist) او شاعر و، چې د ۱۹مې پېړۍ په منځ کې یې د ټرانسېنډېنټلېزم (transcendentalist) فلسفي غورځنګ رهبري کوله. هغه ته د انفرادیت یا فردپالنې (individualism) نظریې د اتل او د ټولنیزو فشارونو د یوه دوراندېش منتقد په سترګه کتل کېدل. د هغه افکار په متحده ایالاتو کې د لسګونو مقالو او تر ۱۵۰۰ زیاتو لیکچرونو له لارې خپاره شول.[1]
رالف والډو ایمرسن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | سینه بغل |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
تعلیم | هروارد پوهنتون |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | فلسفه ، پانګولي ، ځانګړواله ، تصوف (عام) |
مؤثر | امانوئل سویډنبرګ ، گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل ، اپلاتون ، حافظ شېرازي |
تحریک | لوېديځه فلسفه |
لاسليک | |
سمول |
ایمرسن په تدریجي توګه د خپلو همدوره له مذهبي او ټولنیزو باورونو څخه لرې شو او په ۱۸۳۶م کال کې یې د "طبیعت" تر عنوان لاندې خپله مقاله کې د لوړتیاپالنې (transcendentalism) فلسفه جوړه او بیان کړه. وروسته یې بیا په ۱۸۳۷م کال کې د "امریکایي عالم" تر عنوان لاندې یوه وینا وکړه، چې اولیور وینډیل هولمز امریکایي عالم دا د امریکا "د فکري خپلواکۍ اعلامیه" وګڼله.[2]
ایمرسن خپلې ډېری مهمې مقالې لومړی د لیکچرونو په توګه ولیکلې او بیا یې د چاپ لپاره تصحیح او چمتو کړې. د هغه د مقالو په لومړنیو دوو ټولګو، "مقالې: لومړۍ لړۍ" (۱۸۴۱) او "مقالې: دویمه لړۍ" (۱۸۴۴)، کې د هغه اصلي افکار بیان شوي دي. په دغو مقالو کې د "پر ځان باور"، "د روح لوړتابه"، "حلقې"، "شاعر"، او "تجربه" په څېر د هغه مشهورې مقالې شاملې دي. د "طبیعت" تر نوم لاندې مقالې او همدغو مقالو په ټوله کې د ۱۸۳۰مې لسیزې له نیمایي څخه د ۱۸۴۰مې لسیزې تر نیمایي پورې یوه لسیزه د ایمرسن په ترټولو ګټوره او ښېرازه دوره بدله کړه. ایمرسن د ګڼو موضوعاتو په اړه لیکل کړي، خو هېڅکله یې د ثابتو فلسفي اصولو ملاتړ نه دی کړی، بلکې ځانګړې نظریې یې مطرح کړې، د بېلګې په توګه ځانګړواله یا انفرادیت (individuality)، آزادي، د هر څه د درک کولو لپاره د انسان وړتیا او توانایي، او د روح او شاوخوا نړۍ ترمنځ اړیکه یې د یادولو وړ دي. د ایمرسن "طبیعت" د طبیعيوالي په پرتله تر ډېره فلسفي وه: "له فلسفي نظره نړۍ له طبیعت او روح څخه جوړه ده." ایمرسن یو له هغو څو شخصیتونو څخه دی چې "له نړۍ څخه د خدای (ج) د جلا ګڼلو د نظریو په ردولو سره یې تر ډېره وحدت الوجودي (pantheist) او پانډیسټ (pandeist) چلند غوره کړ."[3][4][5]
نوموړی د امریکا د رومانتيک غورځنګ یو له محوري څېرو بلل کېږي، او د هغه اثارو د هغه پر پیروانو مفکرینو، لیکوالانو او شاعرانو خورا زیات نفوذ او اغېز کړی. هغه لیکي: "زما په خپلو ټولو لیکچرونو کې ما د یوې عقیدې لارښوونه کړې، او هغه د ځانګړي سړي ابدیت دی." ایمرسن د هنري ډېوېډ تورو د یوه ښوونکي او ملګري په توګه، چې هغه هم یو ټرانسېنډېنټلیست و، هم پېژندل شوی.[6][7][8]