رابرټ والپول
From Wikipedia, the free encyclopedia
رابرټ والپول، د آرفورډ لومړی ارل (زوکړه: د ۱۶۷۶ زکال د اګست ۲۶ مه – مړینه: د ۱۷۴۵ زکال د مارچ ۱۸ مه؛ چې له ۱۷۲۵ زکال څخه تر ۱۷۴۲ زکال پورې د ښاغلي رابرټ والپول په نامه پېژندل کېده) ویګ ډلې ته اړوند بریتانوي سیاستوال و چې په عمومي توګه د لویې بریتا د لومړي باالفعله/ډي فکټو لومړي وزیر په توګه پېژندل کېږي.
رابرټ والپول | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
نظربندۍ مقام | د لندن برج |
تابعیت | د لویې بریتانیا پاچاهي (۱ مې ۱۷۰۷–۱۸ مارچ ۱۷۴۵) |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
په داسې حال کې چې د والپول د واکمنۍ چې «روبینوکراسي» هم ورته ویل کېږي، کره مهال د علمي بحثونو موضوع ده خو تر ډېره پورې له ۱۷۲۱ زکال څخه تر ۱۷۴۲ زکال پورې ګڼل کېږي. نوموړي د والپول – تاونزند (Walpole–Townshend) د لومړي وزارت او وروسته د والپول د لومړي وزارت پر مهال واک چلوه، چې په دې سره نوموړي د بریتانیا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې مودې لپاره د لومړي وزارت په څوکۍ کار کړی. ویلیام آرتور سپېک لیکلي چې د لومړي وزیر په توګه د والپول بې وقفې ۲۰ کلنه دوره «په سمه توګه د بریتانیا په تاریخ کې یو له مهمو سیاسي شاهکارونو څخه ګڼل کېږي». په معمول ډول له ۱۷۲۰ زکال وروسته د سیاسي سیسټم په برخه کې د هغه د ځانګړي مدیریت او همدارنګه د سلطنتي واک او د عوامو جرګې د مخ پر زیاتوالي اغېز د یوځای کېدو اړوند توضیحات وړاندې کېږي. [1][2]
والپول اشرافي طبقې ته اړوند وېګ و چې د لومړي ځل لپاره یې په ۱۷۰۱ زکال کې پارلمان ته لار ومونده او له هغو وروسته یې لوړ پوړې څوکۍ لرلې. نوموړی یو کلیوالي مخکښ و چې د خپل سیاسي ځایګي اړوند یې په کلیوالي مخکښانو باندې اتکا کوله. تاریخ پوه فرانک اوګرمن څرګندوي چې په پارلمان کې د هغه رهبري د نوموړي «معقولې او متقاعد کوونکې ویناوې، د احساساتو او د انسانانو د ذهن په راپارولو کې د هغه وړتیاوې او له ټولو وړاندې په ځان باندې فوق العاده باور» منعکس کوي. هاپیټ وايي چې د والپول سیاستونه د اعتدال په لټه کې و، هغه د سولې، لږ مالیاتو او مخ پر ودې صادراتو لپاره کار وکړ او د خپلو پروتستانت مخالفینو پروړاندې معتدل و. نوموړي تر ډېره پورې له جنجالونو او شخړو څخه ډډه کوله ځکه یې هم د خپل معتدل چلن له امله د وېګانو او ټروی محافظه کارانو ترمنځ د هغو معتدل پلویان ځانته جلب کړي و، خو د سویلي سمندر د حباب په نامه باندې د ونډو د بازار له کړکېچ وروسته یې د خزانه دارۍ د وزیر په توګه په خپلو سیاسي متحدینو کې د ځان لپاره ملاتړ موندلو ته پام وکړ.[3][4][5]
هری توماس ډیکنسون د نوموړي تاریخي رول په دغه جمله کې رانغاړي چې «والپول د بریتانیا د تاریخ یو له سترو سیاستوالو څخه و. نوموړي د وېګ ګوند د ساتلو، د هانوور کورنۍ د ځای ناستوب د ساتنې او همدارنګه د ځلانده انقلاب (۱۶۸۸ زکال) د اصولو په دفاع کې مهم رول درلود. نوموړي د وېګ ګوند لپاره دوامدار سیاسي مخکښ توب رامنځته کړ او راتلونکو لومړنیو وزیرانو ته یې دا لار وښووله چې څه ډول کولای شي د پاچا او پارلمان ترمنځ اغېزمنه کاري اړیکه جوړه کړي». څېړونکی نوموړی د بریتانیا تر ټولو لومړیو وزیرانو څخه مخکښ بولي. [6][7]