رابرټ موريس (پانګونکی)
From Wikipedia, the free encyclopedia
رابرټ موريس، جی ار (۱۷۳۴ د جنوري ۲۰ – ۱۸۰۶ز، د مې ۸مه ) په انګلستان کې زېږېدلی يو سوداګر او د متحده ايالاتو جوړوونکی مشر و. هغه د پنسلوانيا د قانون جوړوونې د مجلس، د لويې وچې دويم کانګريس او د متحده ايالاتو د سنا مجلس د غړي په توګه کار کړی، د خپلواکۍ اعلاميه، د کانفډريشن اصولو او د متحده ايالاتو د اساسي قانون له لاسليک کوونکو څخه و. له ۱۷۸۱ز کال څخه تر ۱۷۸۴ز کال پورې هغه د متحده ايالاتو د مالي چارو د چارسمبالي په توګه کار کړی، په همدې بنسټ، «د انقلاب د تمويلوونکي» په نوم پېژندل کېږي. له الکساندر هميلټن او البرټ ګالاتين سره يو ځای، عموماً د متحده ايالاتو د مالي نظام جوړوونکی بلل کېږي.
رابرټ موريس (پانګونکی) | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۰ جنوري ۱۷۳۴[1][2] لیورپول |
مړینه | 9 مې 1806 (72 کاله) او 8 مې 1806 (72 کاله)[3] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
موريس په ليورپول کې زېږېدلی و، په داسې حال کې متحده ايالاتو ته کډوال شو، چې عمر يې له شلو کلونو کم و او په فلاډيلفيا کې د بېړيو په واسطه د لېږد رالېږد د يو شرکت بريالی شريک وګرځېد. د فرانسې اوهند له جګړې وروسته، موريس له هغو نورو سوداګرو سره يو ځای شو، چې د ۱۷۶۵ز کال د سټامپ قانون په څېر د بریتانيې د مالياتو د تګلارو مخالفت يې کاوه. په ۱۷۷۵ز کال کې هغه په ټوله امريکا کې تر ټولو شتمن سړی و. د امريکايي انقلابي جګړې له پيل وروسته، هغه د انقلابي موخې لپاره د وسلو او نورو تجهيزاتو په چمتو کولو کې مرسته وکړه او د ۱۷۷۵ز کال په وروستيو کې، هغه د لويې وچې دويم کانګريس ته د استازي په توګه وټاکل شو. د کانګرس د غړي په توګه هغه د سوداګرۍ په پټه کمېټه کې دنده تر سره کړه، چې د تجهيزاتو د تدارکاتو چارې يې سمبالولې، د ليکنو په کمېټه کې چې بهرنۍ چارې يې سمبالولې او په سمندري کمېټه کې یې دنده تر سره کړه، چې د لویې وچې په سمندری ځواک یې څارنه کوله. موريس په کانګرس کې یو مخکښ مشر و، تر هغه چې په ۱۷۷۸ز کال کې يې استعفا وکړه. له دندې څخه بهر موريس د خپلې سوداګرۍ پر کارونو تمرکز وکړ او د پنسلوانيا د مجلس لپاره ټولټاکنې يې وګټلې، چېرته چې هغه د جمهوريت غوښتونکې ډلګۍ مشر شو، چې د پنسلوانيا د اساسي قانون د بدلون غوښتنه يې کوله.[4]
په روانه انقلابي جګړه کې له ناوړه مالي حالت سره د مخامخ کېدو له امله، کانګرس په ۱۷۸۱ز کال کې د مالي چارو د سمبالښت څوکۍ رامنځ ته کړه، تر څو په مالي موضوعاتو څارنه وکړي. موريس د مالي چارو د سمبالوونکي دنده ومنله او همدا راز يې، د سمندري ځواکونو د استازي په توګه کار وکړ، له کومه ځايه چې هغه د لويې وچې سمندري ځواکونه په واک کې لرل. د جنرال جورج واشنګټن تر مشرۍ لاندې د لويې وچې پوځ ته د تجهيزاتو په چمتو کولو کې يې مرسته وکړه، د خپل مکرر مرستندوی «هيم سالومون» په مرسته، د يارک ښار په جګړه کې د واشنګټن د پریکنده بريا لامل وګرځېد. موريس، دولتي قراردادونو کې سمون راوست او د شمالي امريکا بانک يې جوړ کړ، کوم چې د کانګريس د ملي منشور لومړی بانک و، چې په متحده ايالاتو کې يې فعاليت کاوه. موريس باور درلود، چې ملي حکومت به د مالياتو او تعرفې له اېښودلو پرته مالي ټيکاو تر لاسه نه کړي، خو هغه ونه شول کولای، چې ټول ديارلس ايالاتونه د کانفډريشن د اصولو له بدلون سره موافقت ته قانع کړي. [5][6]
د ۱۷۸۳ز کال د مې په مياشت کې د متحده ايالاتو د حکومت د مالي چارسمبالي او بهرنيو چارو د کمېټې د چارسمبالي رابرټ موريس له خوا ځوان جان براون ته دنده وسپارل شوه چې، له «لويس دو اونزاګا» سره ليدنه وکړي، چا چې د هغه په پټ ماموريت کې د منځګړي په توګه په دې موخه خدمت کاوه،چې د بانکدار «لي کوټولکس» د تبادلې د ورکړه ليکونو (بلونو) په مرسته، له متحده ايالاتو سره سوداګري آزاده کړي، په حقيقت کې د براون پټ ماموريت بريالی و او په همدې بنسټ يې کولای شول، د لويې وچې پوځ ته تاديات ورکړي، په دې توګه يې د پوځ په ليکو کې د بغاوت مخه ونيوله، کوم بغاوت چې د متحده ايالاتو او انګلستان تر منځ نوې زېږېدونکې سوله له ګواښ سره مخامخ کولای شوه. د ملي حکومت د کمزورۍ له امله، ناهيلي شوي موريس په ۱۷۸۴ز کال کې د مالي چارسمبالي له دندې څخه استعفا ورکړه. موريس په ۱۷۸۶ز کال کې د امريکا فلسفي ټولنې ته ټاکل شوی و.
په ۱۷۸۷ز کال کې، موريس د فلاډيلفيا کوانسيون ته د استازي په توګه وټاکل شو، کوم چې د متحده ايالاتو لپاره نوی اساسي قانون وړانديز او وليکه. موريس د کنوانسيون پر مهال ډېرې کمې خبرې کولې، خو د دې کنوانسيون له خوا جوړ شوي اساسي قانون تر ډېره بريده، د موريس اندونو ته انعکاس ورکاوه. موريس او د هغه ملګرو مرسته وکړه، تر څو ډاډ ورکړل شي، چې د پنسلوانيا نوی اساسي قانون تصويب کړی او دا سند د ۱۷۸۸ز کال په پای کې، د اړتيا وړ شمېر ايالتونو له خوا تصويب شو. له دې وروسته د پنسلوانيا قانون جوړوونې جرګې ،د متحده ايالاتو سنا مجلس ته د خپلو دوه پرانيستونکو استازو له جملې يو موريس وټاکه. موريس د واشنګټن دا وړانديز رد کړ، چې د هېواد د خزانې د لومړي وزير په توګه دنده تر سره کړي او د دې پر ځای يې الکساندر هميلټن د دې دندې لپاره وړانديز کړ. په سنا مجلس کې موريس د هميلټن د اقتصادي طرحې ملاتړ څرګند کړ او له فدراليست ګوند سره يو ځای شو. په سنا کې د دندې پر مهال او له هغه وروسته موريس په ځمکو کې د پانګونې اړوند پورونو کې سخت ښکېل و، د کوم شي له امله چې د ۱۹۷۶-۹۷۱۹ ز کلونو اقتصادي رکود رامنځته شو. هغه له ۱۷۹۸ز کال څخه تر ۱۸۰۱ز کال پورې د خپلو پورنو د ورکولو توان نه درلود او په همدې بنسټ، د والنټ کوڅې زندان په ګاونډ په پرونۍ کوڅه کې د پوروړو په استوګنځي کې بندي شو. له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته، هغه په فلاډيلفيا کې په يو عادي کور کې غلی او ځانګړی ژوند تېر کړ او په ۱۸۰۶ز کال کې مړ شو. [7]