رابرټ اې. هاینلاین
From Wikipedia, the free encyclopedia
رابرټ انسن هاینلاین (/ˈhaɪnlaɪn/؛ زوکړه د ۱۹۰۷ز کال د جولای ۷ مه—مړینه د ۱۹۸۸ز کال د مې ۸ مه) یو امریکایي علمي تخیلي لیکوال، د هوا-فضا انجنیر او سمندري افسر و. نوموړی چې کله-کله "د علمي تخیلي لیکوالانو مشر" بلل کېږي، هغه په خپلو تخیلي کیسو کې په علمي دقت د ټینګار کوونکو سرلاری او په دې بنسټ د سخت علمي تخیلي فرعي-ژانر سرخېل و. د هغه خپاره شوي اثار دواړه هم تخیلي او هم غیر-تخیلي د وړتیا د تحسین څرګندونه کوي او د انتقادي فکر په ارزښت ټینګار کوي. د نوموړي طرحو ډېری پاروونکي حالتونه مطرح کړل چې دودیز ټولنیز عنعنات یې وننګول. د هغه اثارو همدارنګه علمي تخیلي ژانر او په عمومي توګه معاصر کلتور اغېزمن کړ. [1][2][3][4][5][6]
رابرټ اې. هاینلاین | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | زړه نابری |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | ادبيات |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
هاینلاین یو له هغو لومړنیو امریکایي علمي تخیلي لیکوالانو څخه و چې، د ۱۹۴۰ز لسیزې په ورستیو کې یې د دي ساترډې ایوینیګ پوسټ غوندې مشهورو مجلو ته لاره ومونده. هغه د څو لسیزو لپاره د ډېر-پلور لرونکو ناول لیکونو په نوملړ کې شامل و او هغه، اسحاق اسیمو او ارتر سي. کلېرک اکثره د انګلیسي ژبې د علمي تخیلي "درې ستر" لیکوالان بلل کېږي. سټرینجر این اې سټرینج لنډ (Stranger in a Strange Land)، سټارشیپ ټروپرس (Starship Troopers) (چې میکا (mecha ) او سپېس مېرین (space marine) دواړو علمي تخیلي ژانر ته په بڼه ورکولو کې یې مرسته وکړه) او سپوږمۍ یوه سخت زړې معشوقه ده (The Moon Is a Harsh Mistress) د هغه مشهور اثار دي. د هغه اثار کله-کله لانجمن اړخونه لري، لکه په سپوږمۍ یوه سخت زړې معشوقه ده اثر کې، په یو وخت د څو ښځو یا مېړونو سره واده (ډېرودون)، په سټارشیپ ټروپرس کې جنګي سیاست او په تکنالوژیکه توګه د ښځو فني کریکټرونه چې هیبت ناکه وو، خو بیا یې هم اکثرو ښځینه کلیشه درلوده—لکه فرایډې. [7][8][9][10][11][12]
هاینلاین چې د علمي تخیلي لنډو کیسو لیکوال هم و، په اسټانډینګ ساینس فیکشن مجله کې د جان ډبلیو. کامپبیل د خپرونو ادارې (۱۹۳۷ز—۱۹۷۱ز) د لیکوالانو په ډله کې یې شهرت ترلاسه کړ، که څه هم چې هاینلاین د کامپبیل په واسطه د خپلو لیکنو د اغېزمنېدل رد کړي دي.
هاینلاین خپل علمي تخیلي ژانر د پاروونکو ټولنیزو او سیاسي افکارو د راسپړلو د لارې په توګه او د دې اټکل کولو لپاره چې د ساینس او انجینري په برخه کې پرمختګ به د سیاست، نژاد، دین او جنسیت راتلونکي ته کومه بڼه ورکړي، کاراوه. هاینلاین د خپلو علمي تخیلي کیسو په چوکاټ کې، بیا-بیا ځینې ټولنیز موضوعات مخاطب کړي دي: د فردي ازادۍ او په ځان په باور اهمیت، د جنسي اړیکو ماهیت، د افرادو ټولنیز مکلفیت، په کلتور او حکومت د منظمو دینونو اغېز او د بې دینۍ افکارو د ځپلو لپاره د ټولنې تمایل. هغه د انسان په دود و دستور د فضایي سفر د اغېزو په اړه هم اټکل کړی دی. [13]
په ۱۹۷۴ز کال کې، هاینلاین لومړنی شخص دی چې د علمي تخیلي لیکوالانو د استاد لقب او جایزه ورکړل شوه [دا جایزه هر کال یوه ژوندي لیکوال ته، نورو هغه په نسبت د غوره لیکنو په پار ورکول کېږي چې پیل یې په ۱۹۷۴ز کال کې وشو.]. د نوموړي څلورو ناولونو د هوګو جایزه وګټله. سربېره پر دې، له خپرېدو پنځوس کاله وروسته، د هغه اووه اثارو د "ریټرو هوګو" جایزه وګټله—یادې جایزې د هګو جایزې له منځته راتګ مخکې د هغه د خپرو شوو اثارو لپاره نوموړي ته ورکړل شوې. هاینلاین په خپلو تخیلي اثارو کې نوي اصطلاحات وکارول چې وروسته د انګلیسي ژبې برخه وګرځېدله، لکه؛ ګروک (grok)، والډو (waldo ) او سپیکولېټیو فیکشن (speculative fiction) او همدارنګه یې موجودې اصطلاحګانې لکه "ټانسټافل (TANSTAAFL)"،"پې ایټ فارورډ (pay it forward)" او "فضایي بېړۍ (space marine)" عامې کړې. نوموړي همدارنګه د "ډرافټینګ ډان (Drafting Dan)" سره د کمپیوټر-په-مرسته ډیزاین (computer-aided design) وړاندوینه کړې وه او په خپل ناول له دې افق ورهاخوا (Beyond This Horizon) کې یې د اوبو-تخت (waterbed ) یوه نوې بڼه توضیح کړې وه. نوموړي د فضا پوځي محصل (Space Cadet ) ناول په لومړي فصل کې ۳۵ کاله وړاندې د موټرولا شرکت له اختراع څخه د ګرځنده ټېلیفون وړاندوینه کړې وه. د هاینلاین د ډېرو اثارو په منځپانګه فلمونه او تلویزوني پروګرامونه جوړ شول. [14]