رابرټ اي لي
From Wikipedia, the free encyclopedia
رابرټ اډوارډ لي هغه شخص و، چې د ۱۸۰۷ ز کال د جنورۍ له۱۹مې نېټې یې د ۱۸۷۰ ز کال د اکتوبر تر ۱۲مې پورې ژوند وکړ. نوموړی د امریکا یو کانفیډیریټ جنرال و، کله چې د امریکا کورنۍ جګړه روانه وه، نوموړی د متحدو ایالتونو د اردو عمومي قوماندان وټاکل شو او دغه دنده یې پرمخ وړله. نوموړي په ۱۸۶۲ ـ ۱۸۶۵ کلونو کې تر هغې د شمالي ویرجینیا د پوځ مشري کوله، چې تر ټولو ځواکمن پوځ لا نه و تسلیم شوی. لي چې کله جګړه کوله، نو په دې مشهور شو، چې نوموړی یو مهارت لرونکی جنګي متخصص دی او همدا لامل و، چې خپلو افسرانو او کسانو به یې ډېر عزت کاوه اود مخالفې اتحادیې پوځ ورځنې ډېر وېرېده.
رابرټ اي لي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | سینه بغل |
تابعیت | |
عملي ژوند | |
تعلیم | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
وفاداري | د امریکا متحده ایالات |
جګړه/جګړې | د مکسیکو او امریکا جګړه ، د امریکا کورنۍ جګړه |
لاسليک | |
سمول |
لي د انقلابي جګړې د افسر هنري « لایټ هارس هیري» درېیم لي زوی و، چې د متحده ایالاتو له نظامي اکاډمۍ په لوړه درجه فارغ شوی و او د متحده ایالاتو په اردو کې یې ۳۲ کاله استثنایي افسري او نظامي انجینري وکړه. نوموړي هغه وخت خپل ځان معلوم کړ، چې د مکسیکو- امریکا جګړه روانه وه او د متحده ایالاتو د نظامي اکاډمۍ سرپرستي یې کوله. نوموړي کابو د متحده ایالاتو په ټولو سیمو کې خدمت وکړ. لي د مارتا له لمسۍ مریم انا کاستیس لي سره واده وکړ، مارتا د جورج واشنګټن مېرمنه وه. کله چې ۱۸۶۱ ز کال و او ویرجینیا اعلان وکړ، چې د ریچمنډ کنوانسیون له اتحادیې نه جلا کېږي، سره لدې چې لي ته لوړ پوړې قوماندان وړاندیز او غوښتنه وکړه؛ خو نوموړي پرېکړه وکړه، چې خپل کورنی ایالت به تعقیبوي. د کورنۍ جګړې لومړی کال و، چې نوموړي په کوچنیو جنګي عملیاتو کې برخه واخیسته او دنده یې دا وه، چې دکنفډرېټ دولسمشر جیفرسن ډیوس لوړپوړی پوځي سلاکار شي.
د ۱۸۶۲ ز کال په جون میاشت کې جوزف اي جانسټن ټپي شو، نو ښاغلي لي د ټاپو وزمې د کمپاین پر وخت دا دنده واخیسته، چې د شمالي ویرجینیا د اردو قوماندان شي. هغه په اووه ورځینۍ جګړه کې په دې بریالی شو، چې د جورج بي مک کلیلان په مشرۍ د پوټومیک اتحادیې اردو د کنفډریټ له پلازمینې ریچمنډ نه لرې کړي، که څه هم په دې ونه توانېد، چې د مک کلیلاناردو لمنځه یوسي. نوموړي وروسته په اګست کې هغه وخت چې د بیل رن دویمه جګړه وه، د اتحادیې ځواکونو ته یې د جان پوپ په مشرۍ ماته ورکړه. کله چې بېرته ویرجینیا ته لاړه، دا وخت د سپتمبر میاشت وه، نوموړي پر مریلینډ برید وکړ او دا برید د انټیټام په نامناسب جنګ ختم شو. بل ځل د ۱۸۶۳ ز کال اوړی کې او ليپر شمالدویم برید لا نه و کړی، چې دا وخت یې په فریډریکسبورګ او چانسلرسویل کې دوه پرېکړه کوونکي بریاوې ترلاسه کړې، هلته یې مشري جورج میډ کوله او د ګیتیسبرګ په جګړه کې ورته د پوټومیک اردو سخته ماتې ورکړه. نوموړي هغه وخت د خپلې اردو مشري کوله، جې د بریسټو په کوچني کمپاین کې یې ونډه لرله، بل وار د ۱۸۶۴ ز کال پسرلی کې، چې د جنرال یولیسس ایس گرانټ له خوا ورته د اتحادیې د اردو د قوماندې مسؤلیت وسپارل شو، د ۱۸۶۵ ز کال په اپریل میاشت کې، چې ریچمونډ ونیول شو، د لي زیاتره اردو تباه شوه او بالاخره مجبور شو، چې په اپوماتوکس محکمه کې ګرانټ ته تسلیم شي.
په ۱۸۶۵ ز کال کې، لي په لیکسینګټن ویرجینیا کې د واشنګټن کالج مشري پر غاړه واخیسته، چې وروسته بیا د واشنګټن او لي پوهنتون رییس شو. کله چې دې موقف ته ورسېد، ددې پلوي یې وکړه، چې د شمال او سویل ترمنځ پخلاینه وشي. په دیارلسمې تصحیح کې «د غلامۍ له منځه وړل» ځای پرځای شول، چې لي ومنل؛ خو ددې کار مخالف و، چې د افريقایي امريکايانو لپاره دې توکمیز مساوات رامنځته شي. کله چې لي مړ شو، په ۱۸۷۰ ز کال کې نوموړی په سویل کې کلتوري الګو شو، نوموړی د کورنۍ جګړې د لویې کچې له جنرالانو شمېرل کېږي. نوموړی د شمالي ویرجینیا د اردو قوماندانو او په بېلابېلو جګړو کې یې له ډېرو پوځونو سره جنګونه وکړل او په ډېرو جګړو کې بریالی شو. نوموړي د داسې باصلاحیته کسانو ټولګه رامنځته کړه، چې ترلاس لاندې یې وو. په دې کسانو کې جیمز لونګسټریټ، سټون وال جیکسن، او جې ای بی سټوارټ شامل وو، چې لي ته ډېر مهم وو او د کنفدراسیون د جګړې په بریا کې یې ډېر رول درلود. سره له دې چې نوموړې ډېرې بریاوې هم لرلې؛ خو د اتحادیې په خاوره کې یې چې کوم دوه بریدونه کړي وو، له ناکامۍ سره مخ شول. لي جارحانه او خطرناک تاکتيکونه لرل، چې خلکو پرې نیوکې وکړې، په تېره بیا هغه وخت چې په ګيتسبورګ کې له ډېرو تلفاتو سره مخ شو او وګړي کم وو.[1][2][3]