رابرټ انټون ویلسن
From Wikipedia, the free encyclopedia
رابرټ انټون ویلسن (د زېږون پر مهال یې نوم رابرټ اډوارډ ویلسون و؛ زوکړه د ۱۹۳۲ز کال د جنوري ۱۸ مه—مړینه د ۲۰۰۷ز کال د جنوري ۱۱ مه) یو امریکایی لیکوال، فیوچریسټ او ځان-بللی اګنوسټیک عارف (د هغې فلسفې لاروی چې وایي د خدای شتون، الهیت او ماورأ الطبیعت په یقیني ډول د پېژندلو وړ نه دي یا نه پېژندل کېږي) و. ویلسن چې په ډیسکارډیانیزم کې د اپیسکاپس، پادري او سینټ په توګه پېژندل کېده، د ډیسکارډیانیزم (نزاع پالنې) په خپرولو کې یې د خپلو لیکنو او مرکو له لارې مرسته وکړه. [8]
رابرټ انټون ویلسن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۸ جنوري ۱۹۳۲[1][2][3][4][5][6] |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | امریکايي انګرېزي ، انګليسي ژبه [7] |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
ویلسن خپل آثار د "د ډېرو موډلونو سره چې د بېلګو یا نقشو په توګه پېژندل کېږي او یو موډل یې هم رښتینی نه وي، نړۍ ته د یوه نوي لید لپاره، د مشروطو ټولنو د منحلولو هڅې" په توګه توصیف کړي وو. د هغه موخه "د عمومي اګنوستیزم (هغه فلسفه ده چې وایي د خدای شتون، الهیت او ماورأ الطبعیت په یقیني ډول د پېژندلو وړ نه دي یا نه پېژندل کېږي) سره د خلکو اشنا کول وو، نه یوازې د خدای په اړه اګنوستیزم بلکې د هرڅه په اړه اګنوستیزم یا لا ادريت پالنه." [9][10]
د علمي تخیلي ناولونو په لیکلو سربېره، ویلسن همدارنګه په د فراحسي ادراک، روحي بلاواسطه اړیکو، مېتافزیک، ماورء الطبیعي تجربو، د دسیسې په تیورۍ، جنسي اړیکو، مخدره توکو او هغه څه چې وېلسن "د کوانټم ارواپوهنه" بللې ده، غیر تخیلي، کتابونه لیکلي دي.[11]
وېلسن د ژورنالېزم په برخه کې، بیا په ځانګړې توګه د پلې بای مجلې د چلوونکي په توګه، د ۱۹۷۰یمې زېږدیزې لسیزې په نیمایي کې د کلتور ضد یوې څېرې په توګه راظاهر شو، چې د خپل یو همکار ټیموتي لېري، او همدارنګه د ټېرنس مکېنا سره د پرتلې وړ و.[12]