رائول الفونسین
From Wikipedia, the free encyclopedia
رائول ریکارډو الفونسین (زوکړه: د ۱۹۲۷ زکال د مارچ ۱۲ مه – مړینه: د ۲۰۰۹ زکال د مارچ ۳۱ مه) ارجنټایي وکیل او سیاستوال و چې د ۱۹۸۳ زکال د ډسمبر له ۱۰ مې څخه یې د ۱۹۸۹ زکال د جولای تر اتمې پورې د ارجنټاین د ولسمشر په توګه خدمت وکړ. نوموړی له څه باندې اووه کلنې پوځي دیکتاتورۍ وروسته لومړنی منتخب ولسمشر و چې په دیموکراتیکه بڼه وټاکل شو او له همدې امله د «ارجنټاین د معاصرې دیموکراسۍ پلار» بلل کېږي. له ایډیالوژیک اړخه نوموړی د یو راډیکال او سوسیال دیموکرات په توګه پېژندل کېږي چې له ۱۹۸۳ زکال څخه تر ۱۹۹۱ زکال، له ۱۹۹۳ زکال څخه تر ۱۹۹۵ زکال او له ۱۹۹۹ زکال څخه یې تر ۲۰۰۱ زکال پورې د راډیکال مدني اتحادیې د رهبر په توګه خدمت وکړ او سیاسي لیدلوری یې د «الفونسینېزم» په نوم پېژندل کېږي. [2]
رائول الفونسین | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
د مړينې نېټه | |
د مړینې لامل | د سږو سرطان |
تابعیت | ارجنټاین [1] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
الفونسین چې د بوئنوس آیرس ایالت په چاسکوموس ښار کې وزېږېد، د لاپلاتا په ملي پوهنتون کې یې د حقوقو په برخه کې زده کړې پیل او د بوئنوس ایرس له پوهنتون څخه فارغ شو. نوموړی راډیکال مدني اتحادیې (UCR) ته اړوند و او هغه مهال چې دغه اتحادیه ووېشل شوه د ریکارډو بالبین له ډلې سره مل شو. نوموړي په ۱۹۵۸ زکال کې د ارتورو فروندیزي د ولسمشرۍ پر مهال د بوئنوس آیرس د قانون جوړونکې شورا مرستیال شو او د ارتورو اومبرټو ایلیا د ولسمشرۍ پر مهال ملي مرستیال وټاکل شو. هغه د ارجنټاین د کرغېړنې جګړې له دواړو لورو سره مخالفت وکړ او څو ځله یې د بیاځلي مجددې سازماندهۍ په بهیر کې د اجباري ورک کېدلو د قربانیانو د آزادۍ په موخه د بندیانو د احضار قرار یا د هی بی اس کورپس قضايي قرار ولیکه. هغه د نورو هېوادونو د پوځي دیکتاتوریو جنایات وغندل او د فالکلنډ جګړې د دواړو خواو له چارو سره یې هم مخالفت وکړ. نوموړی د بالبین له مړینې وروسته د راډیکال ملي اتحادیې مشر او د ۱۹۸۳ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې د دغې اتحادیې نوماند شو چې بریالی شو.
ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته، الفونسین ملي شورا ته د پوځ د معافیت د قانون د لغو کولو لایحه ولېږله. هغه د خلکو د ورکېدو اړوند ملي کمیسیون جوړ کړ څو د هغو جنایاتو اړوند څېړنه وکړي چې پوځ ترسره کړي و؛ په پایله کې هغه د پخواني پوځي رژیم چارواکي محاکمه او بند ته واچول. په دغې چارې سره په پوځ کې را ولاړې شوې ناخوښۍ د کارپینټاډایانو د پاڅون لامل وګرځېدې او هغه اړ شو څو د هغوی د راضي کولو په موخه د بشپړ توقف قانون (full stop law) او د لازم اطاعت قانون جوړ کړي. نوموړی له دې سربېره د مخالف عدالت غوښتونکي ګوند تر کنټرول لاندې اتحادیو سره ښکېل و. هغه د بېګل شخړه حل کړه، له برازیل سره یې سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته کړه او د متحده ایالاتو او نیکاراګوا ترمنځ یې د منځګړیتوب په موخه کنټاډورا ملاتړیزه ډله جوړه کړه. نوموړي د طلاق اړوند د ارجنټاین لومړی قانون تصویب کړ. له دې سربېره یې د ملي اقتصاد د پراختیا په موخه د اسټرالیا د طرحې په پلي کولو کار پیل کړ خو دغې طرحه او همدارنګه د پسرلې طرحه دواړې له ناکامۍ سره مخ شوې. مالي پړسوب او همدارنګه د هغو له امله را ولاړې شوې ناخوښۍ د دې لامل وګرځېدې چې ګوند یې د ۱۹۸۹ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې ماته وخوري او پر ځای د پخواني رژیم د پالیسیو ملاتړی کارلوس منم بریالی شي.
له دغې ماتې وروسته الفونسین د UCR د رهبر په توګه خپل کار ته دوام ورکړ او د کارلوس منم له ولسمشرۍ سره یې مخالفت وکړ. نوموړي په ۱۹۹۴ زکال کې د اساسي قانون د اصلاح د شرایطو پر سر د مذاکرې په موخه له منم سره د الیووس هوکړه لاسلیک کړه. د UCR د بلې برخې مشر فرناندو د لا روآ چې د دغې هوکړې مخالف و په ۱۹۹۹ زکال کې ولسمشر شو. د ۲۰۰۱ زکال په ډسمبر میاشت کې د یو لړ پاڅونونو وروسته دلا روآ استعفا ورکړه او د الفونسین ډلې وکولای شول ولسمشرۍ څوکۍ ته د پخواني رژیم د ملاتړي اډوارډو ډوهالډ د رسېدو په موخه چې د ملي شورا له خوا ټاکل کېده پام وړ ملاتړ ترلاسه کړي. الفونسین د ۲۰۰۹ زکال د مارچ په ۳۱ مه د ۸۲ کلونو په عمر د سږو د سرطان له امله ومړ چې په لویه کچه ورته د جنازي دولتي مراسم نیول شوي و.