د ډنمارک الکساندرا
From Wikipedia, the free encyclopedia
د ډنمارک الکساندرا (الکساندرا کارولین ماري شارلت لوئیز جولیا؛ د ۱۸۴۴ کال د ډسمبر له ۱ – د ۱۹۲۵ کال د نومبر تر ۲۰) د انګلستان او بریتانوي واکمنۍ ملکه وه، او د اوم اېدوارد د مېرمنې په توګه د ۱۹۰۱ کال د جنوري له ۲۲ د ۱۹۱۰ کال د مې تر ۶ پورې د هند سترواکۍ سرواکه وه.
د ډنمارک الکساندرا | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | زړه نابری |
تابعیت | ډېنمارک |
ميړه | |
اولاد | |
کورنۍ | هاوس اف گلوکسبورگ |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | ډنمارکي ژبه ، انګليسي ژبه |
لاسليک | |
سمول |
تر ۱۸۵۲ کال پورې د الکساندرا کورنۍ تر هغه یوڅه ناڅرګنده وه، چې د هغې پلار، د سکلسوېګ-هوستین-سندربورګ-ګلوکسبرګ شهزاده کرستیان، د لویو اروپایي ځواکونو په رضایت د خپل تره زوی اوم فریډریک د ځای ناستی په توګه د ډنمارک د پاچا وټاکل شو. الکساندرا په شپاړس کلنۍ کې د البرت اېدوارد د راتلونکي مېرمنې په توګه وټاکل شوه، چې د د ویلز شهزاده او د ملکې وېکتوریا وارث و. دې جوړه اتلس میاشتې وروسته په ۱۸۶۳ کال کې واده وکړ، چې په دې کال کې د نوموړې پلار پلار د نهم کرستیان په توګه د ډنمارک پاچا شو او ورور یې د لوموړي جورج په توګه د یونان پاچا وټاکل شو. له ۱۸۶۳ کال څخه تر ۱۹۰۱ کال پورې، الکساندرا د ویلز شهزادګۍ وه، چې په دې لقب کې ترټولو اوږده دوره ګڼل کېږي. هغه په عمومي توګه شهرت ترلاسه کړ. د هغې د جامو او د کالو سټایل د فیشن پلوه مېرمنو له لوري تقلید کېده. نوموړې چې په لویه کچه له هر ډول سیاسي واکه بې برخې شوې وه، په ناکامه توګه یې هڅه وکړه چې د بریتانوي وزیرانو او د هغې د مېړه د کورنۍ نظر د یونان او ډنمارک د ګټو په ګټه واړوي. د نوموړې عامه دندې په خیریه کارونو کې په بې ارزښته ښکېلتیا پورې محدودې شوې.
په ۱۹۰۱ کال کې د ملکې وېکتوریا له مړینې سره سم، البرت اېدوارد د اوم اېدوارد په توګه سترواک پاچا شو او الکساندرا ملکه شوه. نوموړې په ۱۹۱۰ کال کې د اېدوارد تر مړینې پورې دا لقب له ځانه سره درلود. هغې په خپل وراره، د آلمان سترواک دوهم ویلهلم باندې ډېر باور درلود او د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې، چې په کې بریتانیا او د هغې متحدینو د آلمان سره جګړه وکړه، د خپل زوی پنځم جورج ملاتړ وکړ.