د پاچا جیمز نسخه
From Wikipedia, the free encyclopedia
د پاچا جیمز نسخه (King James Version) چې د پاچا جیمز د بایبل (KJB) او مجازې/رسمي نسخې په نومونو هم پېژندل کېږي د انګلستان د کلیسا لپاره د عیسوي بایبل انګلیسي ژباړه ده چې په ۱۶۰۴ زکال کې یې سپارښتنه وشوه او په ۱۶۱۱ زکال کې د پاچا شپږم او لومړي جیمز په مالي ملاتړ چاپ شوه. د پاچا جیمز د نسخې په ۸۰ کتابونو کې د زاړه تړون ۳۹ کتابونه، د تړون پر مهال ۱۴ هغه کتابونه چې پروتستانتان یې اپوکریفا بولي او همدارنګه د نوي تړون ۲۷ کتابونه شاملېږي. د پاچا جیمز نسخه چې د هغو د «سبک د عظمت» له امله پام وړ ګرځېدلې په انګلیسي کلتور کې یو له مهمو کتابونو او همدارنګه د انګلیسي ژبې نړۍ په جوړېدو کې د محرکه قوې په توګه توصیف شوې. [1]
د پاچا جیمز نسخه د لومړي ځل لپاره د جان نورتون او رابرت بارکر له خوا چې د پاچا د چاپ خونې مسئولیت یې پر غاړه درلود چاپ شوه؛ دا په انګلیسي ژبه د بایبل دریمه ژباړه وه چې د انګلستان د کلیسا د چارواکو د تائید وړ وګرځېده: لومړۍ ژباړه یې د لوی بایبل په نوم وه چې د پاچا اتم هنري (۱۵۳۵ زکال) د واکمنۍ پر مهال یې امر ورکړل شوی و، دویمه ژباړه یې د کشیشانو د بایبل په نامه وه چې د ملکې لومړۍ الیزابت د واکمنۍ پر مهال (۱۵۶۸ زکال) یې سپارښتنه وشوه. د سویس په جینوا کې د پروتستانت اصلاح غوښتونکو لومړني نسل په ۱۵۶۰ زکال کې د جینوا بایبل د هغو له اصلي عبراني او یوناني متونو څخه برابر کړ، هغه چې د پاچا جیمز د رسمي نسخې په لیکلو کې یې پام وړ اغېز درلود. [2][3]
د ۱۶۰۴ زکال په جنوري میاشت کې پاچا جیمز د همپتون دربار کنفرانس جوړ کړ، هغه په دغه کنفرانس کې د انګلستان د کلیسا د پیوریتنانو (پاک دینانو) د ډلې له خوا په پخوانیو ژباړو کې د نیمګړتیاو د ویلو په غبرګون کې د بایبل د نوې انګلیسي نسخې د جوړولو وویل. [4][5]
جیمز ژباړونکو ته یو شمېر لارښوونې وکړې څو ډاډ ترلاسه شي چې نوې نسخه به له کلیسا پوهنې سره تطابق ولري څو د انګلستان د کلیسا پروتستانت نظام او همدارنګه ټاکل شوي روحاني ته اعتقاد منعکس کړي. دغه ژباړه د شپږ ډلو ژباړونکو (په ټولیز ډول یې شمېر ۴۷ تنه نارینه و ته رسېد چې ډېری یې په انګلستان کې د بایبل له مخکښو پوهانو څخه و) له خوا ترسره شوه. د دوی ترمنځ دندې وېشل شوې وې: زوړ تړون دریو ډلو، نوی تړون دوه ډولو او اپوکریفا یو ډلې ته سپارل شوی و. نوی تړون د هغه مهال د نورو ژباړو په څېر له یوناني، زوړ تړون له عبراني او آرامي او آپوکریفا له یوناني او لاتین متنونو سره ورته و. د ۱۶۶۲ زکال د مشترک/عام عبادت په کتاب کې د مجازې یا رسمي نسخې (Authorized Version) متن د لوی بایبل، انجیل او مسیحي خط پر ځای وکارول شو (خو په مزامیرنامه کې دا کار ونشو ځکه د بایبل د لوی کتاب اساسي نسخه یې ساتلې وه) او له همدې امله هم د پارلمان د قانون له مخې مجاز وګڼل شو. [6][7][8]
د اتلسمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې د انګلیسي ژباړې په توګه دغه رسمي نسخه په انګلیسي پروتستانت کلیساوو او نورو انګلیکان کلیساوو کې په موثره توګه د بې بدیلې نسخې په توګه کارول کېده، یوازې د مزامیر او د انګلستان د کلیساوو د مشترکو عباداتو د کتاب له یو شمېر برخو پرته چې په عملي بڼه کومو ستونزو په کې شتون نه درلود. د اتلسمې پېړۍ په اوږدو کې دغه رسمي نسخه د لاتین ولګاټې نسخې پر ځای د انګلیسي ژب ویونکو پوهانو لپاره په معیاري نسخه واوښته. په ۱۹مه پېړۍ کې د کلیشه یي چاپ په پراختیا سره د انجیل دغه نسخه په تاریخ کې په تر ټولو ډېر چاپېدونکي کتاب واوښته؛ د دغو چاپونو نږدې ټول متون په ۱۷۶۹ زکال کې په اکسفورډ کې د بنجامین بلیني له خوا په معیاري بڼه تصحیح شول او په دې سره د اپوکریفا نږدې ټولې برخې ترې لرې شوې. نن ورځ د «پاچا جیمز نسخې» ته د غیرمعیاري توب د عنوان کارول د اکسفورډ معیاري نسخې ته نغوته کوي.