د هوا فضا انجینري
From Wikipedia, the free encyclopedia
د هوا فضا انجینري د انجینرۍ یو له هغو اصلي څانګو څخه ده چې د الوتکو او ستورمزلو له پراختیا سره اړیکه لري. دغه څانګه د هوايي چلن او فضایي چلن (هوانوردي او فضانوردي) د انجینریو دوه اصلي برخې په ځان کې رانغاړي. اویونیک یا د هوايي چلن برېښنايي انجینري ورسره ورته ده خو هغه هم د هوا فضا انجینرۍ له برېښنايي اړخ سره سروکار لري.[1]
چټک مالومات عمومي معلومات, ځانګړې وېشنيزه ...
د هوا فضا انجینري
عمومي معلومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه |
برخې | |
---|---|
برخه د |
تړل
په پیل کې ورته «د هوايي چلن انجینري» ویل کېدل، خو د الوتنو د تکنالوژۍ په پراختیا سره چې ستور مزلي وسایل هم په کې شامل شول د هغو لپاره د هوا فضا انجینرۍ اصطلاح عامه شوه. د هوا فضا انجینري په ځانګړې توګه د هغو د فضانوردۍ څانګه تر ډېره پورې په محاوره یي ډول د «توغندویي ساینس» په توګه په پام کې نیول کېږي.[2][3]