د مکسيکو خليج
From Wikipedia, the free encyclopedia
د مکسيکو خليج (هسپانوي: Golfo de Mexico) د سمندر يو ډنډوکی او د اتلانتيک سمندر د څڼډې سمندر دی، چې په لويه کچه د شمالي امريکا لويې وچې له لورې راچاپېر شوی دی. په شمال ختيځ، شمال او شمال لويديځ کې د متحده ايالتونو د خليج ساحل “Gulf Coast of the United States” ، په سويل لويديځ او سويل کې د مکسيکو د ټاماوليپاز (Tamaulipas)، ويراکرز (Veracruz)، تاباسکو (Tabasco)، کېمپيچي (Campeche)، يوکاتان (Yucatan) او کيونټانا رو (Quintana Roo) ايالتونو او په سويل ختيځ کې له کيوبا سره ګډه پوله لری. د متحده ايالتونو د تکزاس (Texas)، لوزيانا (Louisiana)، مسيسيپي (Mississippi)، الاباما (Alabama) او فلوريدا (Florida) ايالتونه چې له خليج سره په شمال کې پوله لري، د اتلانتيک او ارام ساحلونو تر څنګ زياتره وخت د متحده ایالتونو درېيم ساحل “Third Coast” ګڼل کېږي. [1][2]
د مکسيکو خليج | |
---|---|
برخه د | American Mediterranean Sea |
Basin country | مکسيکو، د امریکا متحده ایالات، کيوبا |
نومېدو لامل | مکسيکو |
هېواد | مکسيکو، د امریکا متحده ایالات، کيوبا |
کوارډينېټي موقعيت | ۲۵°۰′۰″N ۹۰°۰′۰″W |
سيمه | ۱٬۵۵۰٬۰۰۰ کیلومتره مربع |
د مکسيکو خليج د plate tectonics په پايله کې نږدې ۳۰۰ ميليون کالونه پخوانۍ بڼه غوره کړه. د مکسيکو د خليج ډنډوکی د شکل له مخې نږدې بيضوي او نږدې ۸۱۰ سمندري ميله (۱۵۰۰ کېلومتره يا ۹۳۰ ميله) پراخه دی. د خليج پوړ يا فرش رسوبي تيږې او وروستي رسوبونه لري. دا خليج د متحده ايالتونو او کيوبا تر منځ د فلوريدا تنګيو “Florida Straits” له لارې د اتلانتيک سمندر له يوې برخې سره او د مکسيکو او کيوبا تر منځ د يوکاتا کانال “Yucatan Channel” له لارې له کارابين سمندرګي سره تړلی دی. له اتلانتيک سمندر سره د خپل تنګ يا محدودې اړيکې له امله خورا کوچنۍ څپه ييزې لړۍ ازمايي. د خليج د ډنډوکي اندازه نږدې ۱،۶ ميليون کيلومتر مربع (۶۱۵۰۰۰ ميل مربع) ده. د ډنډوکي يا کاسې نږدې نيمايي برخه د لويې وچې د تاخچې رغۍ يا سطحي اوبه لري. په ډنډوکي کې د اوبه حجم نږې 2.4x106 ميليون کېلو متر مکعب (5.8x105 ميل مکعب) دی. د مکسيکو خليج د نړۍ په کچه له ساحل څخه لرې د نفتو د توليد له خورا مهمو سيمو څخه دی، چې د متحده ايالتو د ټول توليد شپږمه برخه جوړوي. [3][4][5]