د متحده ایالاتو – بریتانیا اړيکې
From Wikipedia, the free encyclopedia
د بریتانیا او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې د دوو لومړیو جګړو څخه نیولې، د نړۍ په بازارونو کې تر سیالي پورې موضوعات تر پوښښ لاندې نیسي. دا هېوادونه له ۱۹۴۰ ز کال را په دې خورا نږدې پوځي متحدین دي چې د جګړې د وخت او د ناټو د غړو په توګه ځانګړې اړیکې لري. دوی د ګډ تاریخ، مذهب، ګډې ژبې، حقوقي نظام او د نسب، خپلوۍ او اجدادي اړیکو پر مټ، لکه: انګلیسي امریکایان، سکاټلنډي امریکایان، ویلزي امریکایان، کارني امریکایان، سکاتلنډ-آیرلنډي امریکایان، آیرلنډي امریکایان او امریکایی بریتانویان، چې سلګونو کلونو ته رسېږي، له یو بل سره تړلي دي. نن ورځ په دواړو هېوادونو کې لوی شمېر بهرنیان ژوند کوي.
عمومي معلومات | |
---|---|
هېواد |
برخې |
د امريکا انقلابي جګړه د ۱۸۱۲م کال جګړه Caroline affair (en) Webster–Ashburton Treaty (en) Trent Affair (en) The Great Rapprochement (en) destroyers-for-bases deal (en) US–UK Mutual Defence Agreement (en) Lend-Lease (en) Bermuda Agreement (en) Bermuda II (en) |
---|---|
د پيل موده | |
ګډونوال |
د ۲۱مې پېړۍ په پیل کې، بریتانیې له متحده ایالاتو سره خپلې اړیکې په خپل اوسنۍ بهرني سیاست کې د "تر ټولو ارزښتناکه دوه اړخیزې اړیکو" په توګه تایید کړې دي او همدارنګه متحده ایالاتو هم په خپل بهرني سیاست کې له بریتانیا سره خپلې اړیکې د تر ټولو ارزښتناکه اړیکو په توګه تاییدوي، چې په منسجمو سیاسي چارو، سوداګرۍ، مالي چارو، تکنالوژي، علمي چارو او همدارنګه د هنرونو او علومو په برخو کې دوه اړخیزه همکاري، د حکومتوالۍ او نظامي استخباراتو شریکول او د دواړو هېوادونو د وسله والو ځواکونو ترمنځ د ګډو جنګي عملیاتو او په سوله ساتو ماموریتونو کې یې غوره شواهد ثابت شوي دي. له تاریخي اړخه کاناډا د متحده ایالاتو د توکو لوی واردوونکی او متحده ایالاتو ته د توکو اصلي صادرونکی دی. د ۲۰۱۵ ز کال د جنوري تر میاشتې، بریتانیا د صادراتو له پلوه په پنځم ځای کې او د واردولو له پلوه په اووم ځای کې راتله. تاریخ لیکونکي پاول جانسن په اوږد مهاله لید کې د بریتانیا او متحده ایالاتو اړیکې "د معاصر، دیموکرات نړیوال نظم د بنسټ ډبره" بللې ده. [1][2][3][4][5]
دواړو هېوادونو د ډېرو نورو هېوادونو دود هم په پراخه کچه تر اغېز لاندې راوستی. نوموړي هېوادونه د انګلیسي ژبو ملتونو دوه اصلي غوټې دي چې په ۲۰۱۹ ز کال کې یې نږدې ۴۰۰ میلیونه ګډ نفوس درلود. دوی په ګډه د عصري نړۍ په زیاتره سکتورونو کې انګلیسي ژبې ته برلاسې ونډه ور بښلې ده.