د فلیپین انقلاب
From Wikipedia, the free encyclopedia
د فلیپین انقلاب چې هسپانویان ورته د تاګالوګ جګړه وايي هغه انقلاب و چې د یوې کورنۍ جګړې او ورپسې د هسپانیا د سترواکۍ (د هسپانیا پاچاهي) تر ادارې لاندې د هسپانوي ختیځ هند د استعماری چارواکو پر وړاندې د فلیپین د خلکو او یاغیانو له جګړې یې سرچینه واخیسته.[1]
د فلیپین انقلاب د ۱۸۹۶ زکال په اګست میاشت کې هغه مهال پیل شو کله چې هسپانوي چارواکو د کاټیپونان استعمار ضد پټ سازمان کشف کړ. کاټیپونان سازمان د آندرس بونیفاسیو په مشرۍ د فلیپین د وګړو ترمنځ د نفوذ په پراختیا پیل وکړ او سربېره پر دې یې په ۱۸۹۵ زکال کې د کیوبایي ملت پالو پر وړاندې د هسپانیا له ماتې بشپړه ګټنه وکړه او د هسپانیا سترواکي یې د یوه کمزورې سترواکۍ په توګه خلکو ته معرفي کړه. په کالوکان کې د یوې لویې غونډي پر مهال د کاټیپونان مشرانو د انقلابي حکومت د جوړولو وویل او خپل نوی تاسیس کړی دولت یې «هارینګ بایانګ کاتاګالوګان» وباله؛ په دې سره هغوی د یوه سراسري وسله وال انقلاب اعلان وکړ. بونیفاسیو په پلازمینه مانیلا باندې د برید غوښتنه وکړه. دغه برید له ماتې سره مخ شو، خو د پلازمینې په چاپېر کې یو شمېر ایالتونو په پاڅون لاس پورې کړ. په ځانګړې توګه په کاویت کې د ماریانو آلوارز او بالدومرو اګوینالدو (دواړه د کاټیپونان د بېلابېلو برخو مشران و) په مشرۍ پاڅون کوونکو لومړنیو مهمو بریاو ته لاسرسی وموند. د انقلابیانو ترمنځ د واک پر سر شخړه د کاټیپونان په مشرتابه کې د بې اتفاقۍ لامل وګرځېده چې له امله یې بونیفاسیو په ۱۸۹۷ زکال کې اعدام شو او د انقلاب مشري هم امیلیو اګوینالدو پر غاړه واخیسته، هغه چې د نوي تاسیس شوي انقلابي دولت مشري یې پر غاړه لرله. همدغه کال انقلابیونو او هسپانیا د بیاک - نا- باټو تړون لاسلیک کړ او په دې سره د لنډ مهال لپاره تاوتریخوالي راکم شول. فلیپیني انقلابي افسرانو ځانونه هانګ کانګ ته تبعید کړل؛ خو بیا هم تاوتریخوالي په بشپړه توګه پای ته وه نه رسېدل. [2][3]
د ۱۸۹۸ زکال د اپرېل په ۲۱مه وروسته له هغه چې په هاوانا بندر کې یواس اس مېن بېړۍ ډوبه شوه د اپرېل په ۲۵مه د امریکا له خوا له هسپانیا سره د جګړې له اعلان وړاندې متحده ایالاتو د فلوریدا د ټاپووزمې په سویلي سواحلو کې د هسپانیا تر استعمار لاندې د کیوبا ټاپو کلابند کړ. دغه چاره په ۱۸۹۸ زکال کې د هسپانیا او امریکا په جګړه کې لومړنی پوځي اقدام و. د مۍ میاشتې په لومړۍ نېټه په آسیا کې د متحده ایالاتو د سمندریز ځواک ډلګۍ د جورج ډیوئي تر قوماندې لاندې د مانیلا د خلیج په جګړه کې هسپانوي سمندریز ځواک ته ماته ورکړه او په دې سره یې د مانیلا کنټرول په عملي بڼه په خپل واک کې واخیست. د مۍ په ۱۹مه اګوینالدو چې په غیررسمي ډول یې متحده ایالاتو ته لاس ورکړی و فلیپین ته راوګرځېد او د هسپانویانو پر وړاندې یې خپل بریدونه بېرته پیل کړل. تر جون میاشتې پورې یاغیانو یوازې له مانیلا پرته په نږدې بشپړه توګه د فلیپین واګې پر خپل لاس کې واخیستې. د جون په ۱۲مه اګوینالدو د فلیپین د خپلواکۍ اعلامیه صادره کړه؛ په داسې حال کې چې دا د انقلاب پای ټکی نه و؛ ځکه چې هسپانیا او متحده ایالاتو دواړو د فلیپین خپلواکي په رسمیت وه نه پېژنده. [4][5][6]
په فلیپین باندې د هسپانیا حکومت په رسمي توګه د ۱۸۹۸ زکال د پاریس هوکړې پر بنسټ چې د هسپانیا او امریکا جګړې ته یې هم پای ټکی کېښود؛ پای ته ورسېد. په دغه هوکړه کې هسپانیا د فیلیپین او همدارنګه متحده ایالاتو ته د څېرمو نورو هسپانوي استعماري برخو کنټرول متحده ایالاتو ته وسپاره. په دې سره د مانیلا په چاپېر کې د امریکايي او کمزورو فلیپیني ځواکونو له خوا په نسبي ډول سوله ټینګه شوه.[7]
د ۱۸۹۹ زکال د فبروري په ۴مه د امریکا او فلیپین ترمنځ د مانیلا جګړه د فلیپیني او امریکايي ځواکونو ترمنځ پیل شوه. اګوینالدو له ځنډ پرته امر ورکړ چې «له امریکایانو سره د ملګرتیا او سولې اړیکې له منځه تللې او نور به ورته د دښمن په سترګه کتل کېږي». د ۱۸۹۹ زکال په جون میاشت کې د فلیپین لومړي جمهوریت په رسمي توګه د متحده ایالاتو پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ چې امریکایان ورباندې برلاسي شول.[8][9][10]
له دې وروسته تر ۱۹۴۶ زکال پورې فلیپین په نړیواله توګه د یوه خپلواک هېواد په توګه چا په رسمیت نه پېژانده.