د غزنويانو ټولواکمني
يو پخوانی واکمني او هېواد چې پلازمېنه يې د غزني ښار و / From Wikipedia, the free encyclopedia
غزنوي واكمني له ۹۷۶زېږيز كال څخه نيولې تر ۱۱۸۶ز پورې غځېږي. ددې واكمنۍ پلازمېنه د افغانستان د غزني ښار ؤ. ددې لړۍ نامتو واكمن سلطان محمود غزنوي ؤ، چې پر هندوستان يې ۱۷ ځلې بريد وكړ او په هرځلې بريالې راووت. د سومنات جگړه يې ډېره مشهوره ده، چې پدې جگړه كې يې د سومنات بت ونړاوه او ځان يېپه تاريخ كې د بت شكن په نامه ثبت كړ.