د ساليسبوري درېيم مارکي
From Wikipedia, the free encyclopedia
د ساليسبوري درېيم مارکي (Robert Arthur Talbot Gascoyne-Cecil) چې د ۱۸۳۰ ز فبروري له ۳ مې نه د ۱۹۰۳ز د اګسټ تر ۲۲ مې يې ژوند کاوه، يو بریتانوي محافظه کار سياست پوه و چې د انګليستان د صدراعظم په توګه يې درې ځلې (ټول ۱۳ کلونه) خدمت وکړ. هغه د خپلې ډېرې دورې لپاره د باندنيو چارو منشي هم و او د خپل ماموريت په وروستيو دوو کلونو کې (Lord Keeper of the Privy Seal) [د سلطنتي ياور ساتونکی] و. نوموړي د هغو تنظيمونو او اتحاديو مخه ونيوله، چې له نورو هېوادونو سره د تړون نه کولو درېځ يې درلود. [1][2]
د ساليسبوري درېيم مارکي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
لارډ روبرټ سيسيل په لومړي ځل په ۱۸۵۴ ز کې د عوامو مجلس ته نوماند شو او له ۱۸۶۶ ز نه تر ۱۸۶۷ ز پورې يې د (Lord Derby) په محافظه کار حکومت کې د هند لپاره د دولت د منشي په توګه خدمت وکړ. په ۱۸۷۴ کې نوموړي د (Disraeli) تر حکومت لاندې د هند لپاره د دولت د منشي په توګه بېرته دندې ته وګرځېد او په ۱۸۷۸ ز کې د باندينيو چارو د منشي په توګه وټاکل شو او د برلين په پارلمان يې ستره ونډه ولوبوله. په ۱۸۸۱ ز کې د (Disraeli) له مړينې نه وروسته ساليسبري (سيسيل) د مشرانو جرګه کې د محافظه کار مشر په توګه له (Sir Stafford Northcote) سره راڅرګند شو، چې نورتکوټ د عوامو په جرګه کې ډله رهبري کوله. نوموړي د ۱۸۸۵ز په جون کې (William Ewart Gladstone) د لومړي وزير په توګه بريالی کړ او د ۱۸۸۶ز تر جنوري پورې يې همدا دنده تر لاسه کړه. کله چې ګلېډسټون د ايرلينډ لپاره د کورني قانون (Home Rule for Ireland) لېوال شو، ساليسبري يې مخالفت وکړ او د آزادي غوښتونکې اتحاديې د غړو په ملتيا يې يوه ټولنه تشکيل کړه، چې وروستۍ عمومي ټاکنې يې وګټلې. په دې دوره کې د نوموړي ستره لاسته راوړنه د (Scramble for Africa) پر مهال په افريقا کې د نوي قلمرو د زياتې برخې تر لاسه کول وو، چې له نورو ځواکونو سره يې د يو جنګ يا سخت مقاومت مخنيوی کاوه. نوموړې تر هغې وخته د لومړي وزير په توګه پاتې شو، چې د ګلېډسټون ليبرالانو د ۱۸۹۲ ز په عمومي ټاکنو کې د ايرلنډي ملت غوښتونکو په ملاتړ سره حکومت تشکيل کړ. ليبرالانو که څه هم د ۱۸۹۵ ز عمومي ټاکنې وبايللې او ساليسبري د درېيم او وروستي ځل لپاره لومړی وزير شو. نوموړي بریتانيا د بويرس پر ضد په يو دردوونکي او جدي جنګ کې د فتحې پر لور رهبري کړه او د اتحاديې غړي يې په ۱۹۰۰ ز کې يوې بلې ټاکنيزې بريا ته رهبري کړل. نوموړي خپل صدارت (د لومړي وزير دنده) په ۱۹۰۲ ز کې خپل وراره (Arthur Balfour) ته پرېښوده او په ۱۹۰۳ز کې مړ شو. هغه لومړنی لومړی وزير و، چې له مشرانو جرګې نه يې خدمت وکړ. [3]
تاريخ پوهان هوکړه کوي چې، ساليسبري په باندينيو چارو کې د مسئلو په پراخ درک کولو سره يو پياوړی او ګټور مشر و. پاول سمت (Paul Smith) د نوموړي شخصيت داسې مشخص کوي: «په ژور ډول عصبي، ستړی کوونکی، له هيجانه ډک، پر ځان پام کوونکی، له بدلون او د واک بايللو نه ډارېدونکی او ځان پاکوونکی، مګر د غير عادي يا فوق العاده سيالۍ وړ شخص». د يوه ځمکوال اشرافي استازي په توګه نوموړي د غبرګون باور ونيو : « هر څه چې پېښېږي، د خرابېدلو لپاره به وي او د همددې له امله دا زموږ په ګټه دي چې تر ممکنه اندازې لږ پېښ شي». Searle وايي چې: د يوه نوي او يو څه پېژندل شوې محافظه کار پلوۍ په توګه په ۱۸۸۶ز کې د نوموړي د ډلې د بريا په پام نيولو پر ځای، نوموړي تېر ثبات ته ورګرځېدل وغځول، په داسې حال کې چې د هغې د ډلې اصلي دنده د ولس غولوونکي ليبراليزم او ولسواکۍ د زياتوالي مخنيوی کول و. [4][5][6]