د روانوک جان رنډولف
امریکایي سیاستوال / From Wikipedia, the free encyclopedia
جان رنډولف (۲ جون ۱۷۷۳ – ۲۴ می ۱۸۳۳ زکال) چې د روانوک په جان رنډولف پېژندل کېږي؛ د کرنیزو ځمکو امریکايي څښتن او همدارنګه د ویرجینیا سیاستوال و چې څو ځله یې د متحده ایالاتو د استازو په جرګه کې له ۱۷۹۹ زکال څخه تر ۱۸۳۳ زکال پورې او له ۱۸۲۵زکال څخه یې تر ۱۸۲۷ زکال پورې په سنا کې خدمت وکړ. په جرګه کې د ولسمشر توماس جفرسون د ویاند په توګه له خدمت کولو وروسته په ۱۸۰۵ زکال کې ؛ د ساموئل چیس په استیضاح کې چې ده له نوموړي څخه د څېړنو مسئولیت درلود له ساموئل چیس سره د ناسم چلن کېدو له امله ولسمشر څخه جلا شو؛ هغه ناسم چلن چې ده د جفرسوني سنتي اصولو څخه پر شاتګ وباله. له دغه جلاتوب وروسته رنډولف ځان د دیموکراتیک –جمهوري غوښتونکي ګوند د «پخوانیو جمهوري غوښتونکو یا Tertium Quids» رهبر وباله؛ هغو چې د فدرال دولت د واکونو د راکمولو غوښتنه یې کوله. رنډولف په ځانګړې توګه د ۹۸ کال (۱۷۹۸ زکال) اصول ترویج کړل؛ هغه اصول چې ایالتونو ته یې د اساسي قانون پر بنسټ د مرکزي دولت د قوانینو او واکونو د راکمولو اړوند د قضاوت کولو اجازه ورکوله او کولای یې شول د هغو قوانینو له پلي کولو ډډه وکړي چې د اساسي قانون سره به یې په ټکر کې وبلل. [1][2]
د روانوک جان رنډولف | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | نری رنځ |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
لاسليک | |
سمول |
نوموړی چې د یو ژر فکر کوونکي او ځیرک ویناوال په توګه توصیف کېده جمهوریت ته ژمن و او په کانګرس کې یې د خپل درې لسیزې غړیتوب پر مهال له یوې سوداګریزې کرنیزې ټولنې ملاتړ کاوه. رانډولف «د خپلو شدیدو کنایه ویلو، پیغور ورکولو، تند غږ او ځانګړو بیاني حرکاتو له مخې په پام وړ توګه د خلکو پام ځانته جلب کړی و». د پورونو د ورکړې او د غلامانو د څښتنانو د حقونو اړوند د هغه محافظه کار دریځ د هغه کورنیو املاکو او د هغه د زیږون ځای یا د ویرجینیا د سویلي اړخ اشرافي ارزښت ته اړوند بلل کېږي. رنډولف په کلکه سره د ۱۸۱۲ زکال له جګړې او په ۱۸۲۰ زکال کې د میسورې له روغې جوړې سره مخالفت وکړ. نوموړی د مالیاتو، تولید او پیسو په بحثونو کې فعال و. هغه د غلامۍ پر وړاندې د توپیر لرونکو احساساتو په لرلو سره د په ۱۸۱۶ زکال کې د امریکا د استعماري بنسټ یو له بنسټګرو څخه شو څو آزاد تور پوستي په افریقا کې امریکايي مستعمرې ته ولېږي. ورته مهال نوموړي باور درلود چې په ویرجینا کې غلامۍ ته اړتیا شتون لري هغه څرګندوله چې «د غلامۍ موضوع لکه څه ډول چې ویل کېږي، د موږ لپاره د ژوند او مرګ مسئله ده ... هېڅ داسې بېلګه په تاریخ کې نه شۍ موندلای چې دوه جلا نژادونو دې یوه ځمکه اشغال کړې وي، مګر دا چې د ارباب او غلام ترمنځ اړیکه وي». له دې سربېره رنډولف د تنباکو په خپله کرونده کې د کار په موخه سلګونو غلامونو ته اړ و، خو بیا یې هم په خپل وصیت کې د هغوی لپاره د اوهایو په ازاد ایالت کې هغوی ته د ژوند کولو زمینه برابره کړه او د هغوی لپاره یې د ځمکې او اړتیا وړ توکو د پېرلو په موخه پیسې ځانګړې کړې. هغوی روزوېل چې اوس مهال د اوهایو د پېکوا او د اوهایو د روملي برخه ده رامنځته کړه. [3][4]
د هغه ملاتړي د هغه د قاطع شخصیت ستاینه کوي او زده کړې د هغه لیوالتیا بولي. بل پلو یو شمېر نورو په ځانګړې توګه د شمالي دیموکراسي پلویانو له دې ډلې توماس جفرسون د هغه په بی قاعده توب ملنډې وهلې. هغه به په خپلو ټاکنیزو تبلیغاتو کې له حیران کوونکو لارو چارو څخه ګټنه کوله او د یوې شوخۍ په توګه به یې له هغو خوند اخیست. رنډولف مستقیما ځان د منځنۍ کچې وګړو ته اړوند باله او له سرګرم کوونکو او روښانه کوونکو ویناو څخه یې د ټولنیز توب، ټولنیزو ګټو په ځانګړې توګه د کرنې په برخه کې ګټنه کوله. دغه چاره نوموړي ته د رایو ورکونکو د تل پاتې اړوندتیا لامل ګرځېده.