د برازیل لومړی پدرو
From Wikipedia, the free encyclopedia
ډوم لومړی پدرو (انګلیسي: لومړی پیټر؛ ۱۲ اکتوبر ۱۷۹۸ – ۲۴ سپټمبر ۱۸۳۴ زکال) چې د «آزادي ګټونکي» په مستعار نوم پېژندل کېږي د برازیل د سترواکۍ لومړنی سترواک او بنسټګر و. د ډوم پاچا په توګه څلورم پدرو د لنډ مهال لپاره په پرتګال واکمني وکړه چې هغه هم د «ازادي ګټونګي» او «سرتیري پاچا» په نومونو پېژندل کېږي. لومړی پدرو په لیسبون کې وزېږېد؛ هغه د پرتګال د ډوم پاچا شپږم جان او هسپانوۍ ملکې کارلوتا خواکینا څلورم اولاد او همدارنګه د براګانزا کورنۍ غړی و. په ۱۸۰۷ زکال کې هغه مهال چې فرانسویانو یې پر هېواد برید وکړ هغه او کورنۍ یې د پرتګال تر ټولو لویې او بډایې مستعمرې یا برازیل ته وتښتېدل.
د برازیل لومړی پدرو | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۲ اکتوبر ۱۷۹۸[1][2][3][4][5] |
مړینه | 24 سپټمبر 1834 (36 کاله)[1][2][3][4][5] |
د مړینې لامل | نری رنځ |
تابعیت | برازيلي سترواکي |
طبی کیفیت | نری رنځ |
اولاد | د برازیل دویم پېدرو |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | پرتګالي ژبه |
د کړنې څانګه | ټنګټکور [6] |
لاسليک | |
سمول |
په لیسبون کې د ۱۸۲۰ زکال د لیبرال انقلاب په رامنځته کېدو سره د پدرو پلار لومړی پدرو اړ کړ چې د ۱۸۲۱ زکال په اپرېل میاشت کې پرتګال ته ولاړ شي او هغه یې د برازیل نایب السلطنت وټاکه. هغه اړ و چې د انقلابیونو له خوا له رامنځته شوو ستونزو او د پرتګالي ځواکونو د بغاوتونو سره مخامخ شي او هغوی تر کنټرول لاندې راولي. د پرتګال د دولت له خوا د برازیل د خپلواکې سیاسي ادارې د لغو کولو اړوند ګواښ چې له ۱۸۰۸ زکال راهیسې یې سیاسي خپلواکه اداره لرله؛ په برازیل کې د پراخو ناخوښیو لامل وګرځېد. لومړي پدرو د برازیل لوری ونیو او د ۱۸۲۲ زکال د سپټمبر په ۷ مه یې د خپلواکۍ اعلان وکړ. د اکتوبر په ۱۲ مه هغه د برازیل د سترواک په لقب وستایل شو او د ۱۸۲۴ زکال تر مارچ میاشتې پورې یې پرتګال ته وفادار ټول ځواکونه مات کړل. څو میاشتې وروسته لومړي پدرو د استوا کرښې لنډ مهالی کنفدریشن یا د برازیل په شمال ختیځ کې د سیمه ئیزو یاغیانو تجزیه غوښتونکې هڅه هم له منځه یووړه.
د ۱۸۲۵ زکال په لومړیو کې په سویلي ایالت کیسپلاتینا کې جلا غوښتونکی پاڅون او ورپسې د هغو د الحاق په موخه د ریو او د لاپلاتا متحدو ایالاتونو له خوا د هغو د الحاق هڅې سترواکي اړ کړه څو د کیسپلاتینا جګړه وکړي. د ۱۸۲۶ زکال په مارچ میاشت کې لومړی پدرو د لنډ مهال لپاره د پرتګال پاچا شو خو د خپلې مشرې لور، دویمې ډونا ماریا په ګټه له واکه ګوښه شو. په ۱۸۲۸ زکال کې دغه وضعیت وروسته له هغه خراب شو چې په سویل کې جګړه د برازیل له لاسه د کیسپلاتینا د وتو لامل وګرځېده. همدغه کال په لیسبون کې د دویمې ماریا تاج او تخت د لومړي پدرو د کوچني ورور شاهزاده دویم میګل له خوا غصب شو. ورته مهال له یوې درباري ښځې سره د سترواک جنجالي جنسي اړیکې د هغه شهرت ته زیان واړوه. د برازیل په پارلمان کې د حکومت ټاکلو پر سر چې آیا حکومت به پاچا ټاکي او یا هم مقننه قوه ستونزې راوپارېدې چې له ۱۸۲۶ زکال څخه یې تر ۱۸۳۱ زکال پورې د سیاسي بحثونو موضوع جوړه کړه. لومړی پدرو چې هم مهاله یې د برازیل او پرتګال ستونزو ته چاره نه شوای موندلای د ۱۸۳۱ زکال د اپرېل په اوومه د خپل زوی ډوم دویم پدرو په ګټه له واکه لاس واخیست او اروپا ته ولاړ.
لومړي پدرو د ۱۸۳۲ زکال په جولای میاشت کې په پرتګال برید وکړ؛ په پیل کې داسې څرګندېده چې په یوې کورنۍ ملي جګړې کې ښکېل دی، خو ډېر ژر دغې شخړې پراختیا ومونده او ټوله ایبري ټاپووزمه د لیبرالېزم د پلویانو او د مطلق پالنې د پلویانو ترمنځ چې د بېرته ستنېدو په هڅه کې و د شخړو په ډګر واوښته. لومړی پدرو د ۱۸۳۴ زکال د سپټمبر په ۲۴ مه د خپلې او د خپلو لیبرالو پلویانو له بریا یوازې څو میاشتې وروسته د سل ناروغۍ له امله ومړ.