د انګلستان دریم ریچارډ
From Wikipedia, the free encyclopedia
دریم ریچارډ (زوکړه: د ۱۴۵۲ زکال د اکتوبر ۲ مه – مړینه: د ۱۴۵۸ زکال د اګست ۲۲ مه) د ۱۴۸۳ زکال د جون له ۲۶مې نېټې څخه په ۱۴۸۵ زکال کې د مړینې تر مهاله د انګلستان پاچا او د ایرلنډ لارډ/ارباب و. نوموړی د یورک کورنۍ او د پلانتاژنت لړۍ وروستۍ پاچا و. د ګلانو د جګړې په برخلیک ټاکونکې بازورث فیلډ جګړه کې د نوموړي ماتې او مړینې په انګلستان کې منځنیو پېړیو ته پای ټکی کېښود.
د انګلستان دریم ریچارډ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲ اکتوبر ۱۴۵۲ |
مړینه | 22 اگسټ 1485 (33 کاله) |
خور/ورور | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
لاسليک | |
سمول |
ریچارډ په ۱۴۶۱زکال کې وروسته له هغه چې ورور یې څلورم اډوارډ واک ته ورسېد د ګلاسټر دوک وټاکل شو. په ۱۴۷۲ زکال کې نوموړي د وارویک د شپاړلسم ارل ریچارډ نوېل له لور آن نوېل سره واده وکړ. هغه د اډوارډ د واکمنۍ پر مهال د انګلستان په شمال حکومت وکړ او په ۱۴۸۲ زکال کې یې په سکاټلنډ باندې په برید کې ونډه لرله. د ۱۴۸۳ زکال په اپرېل میاشت کې هغه مهال چې څلورم اډوارډ ومړ؛ ریچارډ د هغه د ۱۲ کلن زوی او ځای ناستي پنځم اډوارډ، نایب لارډ شو. د پنځم اډوارډ د تاج اېښودو د مراسمو تابیا د ۱۴۸۳ زکال د جون په ۲۲ مه ونیوله شوه. وړاندې له دې چې د هغه پر سر د پاچاهۍ تاج کېښودل شي، د هغه د پلار او مور واده د هغه د پلار د دوه ښځو لرلو له امله په رسمي توګه باطل اعلان شو؛ همدا و چې د هغوی نامشروع ماشومان هم د پاچاهۍ له میراث محروم شول. د جون په ۲۵ مه د لارډانو یوې ډلې او عادي وګړو اعلامیه خپره کړه او په دغه اعلامیه کې یې ریچارډ خپل قانوني پاچا اعلان کړ. نوموړي د ۱۴۸۳ زکال د جولای په شپږمه د تاج پر سر کولو مراسم ترسره کړل. اډوارډ او د هغه کوچنی ورور ریچارډ شروزبري چې د یورک دوک و او دواړو د «برج په شهزادګانو» شهرت درلود له اګست میاشتې وروسته نور د عامو خلکو ترمنځ وه نه لېدل شول؛ څو کاله وروسته هغه مهال چې د توډور لړۍ واک ته ورسېده داسې تورونه مطرح شول چې هغوی دواړه د ریچارډ په امر وژل شوي دي.
ریچارډ د خپلې واکمنۍ پر مهال له دوه شدیدو پاڅونونو سره مخ شو. لومړنی پاڅون د ۱۴۸۳ زکال په اکتوبر میاشت کې د باکېنګهام د دویم دوک هنري سټافورډ له خوا و چې د څلورم اډوارډ پیاوړی ملاتړی او همدارنګه د ریچارډ پخوانی ملاتړی و. بیاځلي د ۱۴۸۵ زکال په اګست میاشت کې هنري توډور او د هغه تره جاسپر توډور له یو شمېر فرانسوي ځواکونو سره د ولز سویل ته ننوتل او له پمبروکشایر څخه یې په حرکت کولو اضافي سرتېري هم استخدام کړل. د هنري ځواکونو د ریچارډ ځواکونو ته لستر شایر ته څېرمه په مارکت بازورث ښارګوټي کې ماته ورکړه. ریچارډ ووژل شو او په دې سره وروستی انګلیسي پاچا شو چې په جګړه کې یې ژوند له لاسه ورکړ. له هغه وروسته هنري ټوډور د اووم هنري په توګه د پاچاهۍ پر تخت کښېناست.
د ریچارډ مړی د لېسټر ښار تر نږدې یووړل شو او له کومو تشریفاتو پرته خښ کړای شو. باور پر دې دی چې د هغه د مقبرې ودانۍ د انګلیسي اصلاحاتو پر مهال نړول شوې او پاتې شوني یې په تېروتنې سره سوار سیند ته اچول شوي. په ۲۰۱۲ زکال کې د لرغون پوهنې د کنستنې یوه څېړنه، د دریم ریچارډ د ټولنې له خوا په هغه سیمه کې چې وړاندې د ګرې فریرز پریوري له خوا اشغال شوې وه ترسره شوه. د لستر پوهنتون په دغه کنستنه کې ترلاسه شوی اسکلېټ د هغو د راډیو کاربونونو د تاریخ ټاکنې، د نوموړي د څېرې د معاصرو راپورونو، په بازورث جګړه کې په هغه باندې د واردې شوې تروما/ضربې او همدارنګه د مورني نسب له مخې د هغه د خور آن له دوه کړوسیانو سره د مایتوکاندریايي ډي ان اې ازموینو له مخې څرګنده کړه چې کشف شوی اسکلېټ دریم ریچارډ ته اړوند دی. نوموړی د ۲۰۱۵ زکال د مارچ په ۲۶ مه د لستر په کلیسا کې بیاځلي خښ کړای شو.