د انګستان درېیم ویلیام
From Wikipedia, the free encyclopedia
درېیم ویلیام (ویلیام هنری، ۱۶۵۰ز کال د نومبر ۴ مه – د ۱۷۰۲ ز کال د مارچ ۸مه) چې د اورنج ویلیام په نامه هم ډېر پېژندل کېده، د خپلې زيږېدنې راهسیې د اورنج شاهزاده، ۱۶۷۰ ز کلونو راهیسې د هالند، زیلاند، اطریش، ګویلدرز او د هالند په جمهوریت کې د اورجیسیل واکمن او له ۱۶۷۰ ز کال نه په ۱۷۰۲ ز کال د هغه تر مړینې پورې، د انګلستان او سکاټلند پاچا و. هغه د سکاټلنډ د پاچا په توګه په دویم ویلیام یادېږی. کله نا کله په آیرلنډ او سکاټلنډ کې په غیر رسمی ډول پاچا بېلي یا King Billy بلل کېږي. په ۱۶۹۰ ز کال کې د بوین په جګره کې د هغه بریا، د یووالي پلویانو له خوا نمانځل کېږي چې په ویاړ یې نارنجې رنګونه نندارې ته وړاندې کېږي. هغه د خپلې مېرمنې او د ماما لور دویمه ملکه ماري تر څنګ په بریتانیا حکومت وکړ او زیاتره تاریخونه معمولاً د دوی واکمني د "ویلیام او ماري" په نامه یادوي. [6][7]
د انګستان درېیم ویلیام | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | دِن هاخ [1] |
مړینه | 8 مارچ 1702 (52 کاله)[2][3] او 19 مارچ 1702 (52 کاله)[4] لندن [5] |
د مړینې لامل | سینه بغل |
استوګنځای | سویلي هالنډ |
طبی کیفیت | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | نېدرلنډي |
کاروونکي ژبه(ي) | نېدرلنډي ، انګليسي ژبه |
د کړنې څانګه | سياست [5] |
پوځي خدمت | |
مقام | جنرال |
لاسليک | |
سمول |
ویلیام د دویم ویلیام، د اورنج شهزاده او د ماري، رویال شهزادګۍ او د اورنج شهزادګۍ، د انګلستان، سکاټلنډ او آیرلنډ د لومړي چارلز لور، یوازینی ماشوم و. پلار یې د هغه له زېږېدنې یوه اونۍ وړاندې مړ شو، چې درېیم ویلیام له زیږېدنې نه د اورنج شهزاده شو. هغه د خپل ماما جېمز، د یورک دوک چې د انګلستان، سکاټلنډ او آیرلنډ د دویم چارلز کوچنی ورور و، له مشرې لور ماري سره یې واده وکړ. پروتستانت ویلیام په اروپا کې د پروتستان او کاتولیک دواړو ځواکونو سره په ائتلاف د فرانسې ځواکمن کاتولیک واکمن، څوارلسم لويي په وړاندې په څو جګړو کې ګډون وکړ. ګن شمېر پروتستانتانو ویلیام د خپلې عقیدې اتل اعلان کړ. د هغه کاتولیک ماما او خسر، جېمز په ۱۶۸۵ ز کال کې، د انګلستان، سکاټلنډ او آیرلنډ پاچا شو. د جیمز واکمني په بریتانیا کې اکثریت پروتستانتانو ته چې د کاتولیکیزم د احیا نه یې ویره درلوده، محبوبه نه وه. ویلیام د بریتانیې د نفوذ لرونکو سیاسي او مذهبي مشرانو د یوې ډلې په ملاتړ، په انګلستان یرغل وکړ چې د پرتمین انقلاب په نامه وپېژندل شو. هغه په ۱۶۸۸ ز کال کې د بریکسهام په سویل لوېديځ انګلیسي بندر کې ښکته شو. لږه موده وروسته، جېمز له واک نه لرې شو.
د یوه وفادار پروتستانت په توګه د ویلیام شهرت، هغه او مېرمنې ته یې دا موکه ورکړه چې ،واک په لاس کې ونیسي. ویلیام د خپلې واکمنۍ په لومړیو کلونو کې په نهه کلیزه بهرنۍ جګړه (۱۶۸۸- ۱۶۹۷ز) بوخت و او ماري یې د برېتانیې حکومتولی ته یوازې پرېښوده. هغه په ۱۶۹۴ز کال مړه شوه. په ۱۶۹۶ز کال کې جکوبیانو، چې له واک لرې شوي جېمز ته وفاداره ډله وه، د ویلیام د وژنې او تخت ته د جېمز د بېرته راوستلو ناکامه نقشه جوړه کړه. د ویلیام د بچیانو نه شتون او په ۱۷۰۰ز کال کې یې د هغه د خوښینې، ان زوی شهزاده ویلیام د ګلوسېسټر دوک مړینې د پروتستانت ځایناستي له ګواښ سره مخامخ کړه. د ۱۷۰۱ ز کال د ځایناستۍ له قانون سره سم د لرې خپلوانو، د پروتستانت هانور کورنۍ د غړو په تخت کېنولو سره د خطر مخه ونیول شوه. په ۱۷۰۲ز کال کې، د هغه له مړینې وروسته، په برېتانیا کې ان د پاچا ځایناسې شوه او د هغه د تره زوی جان ویلیام فریسو د اورنج شهزاده ته نوماند د هغه ځایناستی شو او له واکمن پرته دویمه دوره پیل شوه.