د المان ولسمشر
From Wikipedia, the free encyclopedia
دالمان ولسمشر، په رسمي توګه دالمان د فدرالي جمهوریت فدرال ولسمشر (په الماني: Bundespräsident der Bundesrepublik Deutschland) دالمان د دولت رئیس دی. [1]
عمومي معلومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه | |
هېواد | |
ځایناستی د |
وېبپاڼه |
bundespraesident.de (جرمني ژبه) |
---|
المان، د ۱۹۴۹ ز کال اساسي قانون (بنسټیز قانون) پر بنسټ، د حکومتولۍ پارلماني نظام لري، چې لومړی وزیر یا صدراعظم په کې (په نورو پارلماني ډیموکراتیک هېوادونو کې د لومړي وزیر یا رئیس الوزرا په څېر) د حکومت رئیس دی. ولسمشر پراخ رسمی مکلفیتونه لری، خو دا حق او دنده هم لری چې په سیاسی ډول عمل وکړی. دوی کولای شي، عمومي سیاسي او ټولنیز بحثونه اداره کړي او د سیاسي بې ثباتۍ، (لکه: څرنګه چې په اساسي قانون کې چې د ۸۱ مادې له خوا اټکل شوی) په حالت کې ځینې مهم " د بېرته اخیستلو واکونه " لري. ولسمشر هم د فدراسیون په استازیتوب د بښنې اختیار په لاس کې لري. دالمان هغه ولسمشران چې وکولای شي، د دوو پرله پسې پنځه کلنو پړاوونو لپاره وټاکل شي، د خپلو رسمي دندو د ترسره کولو د څرنګوالي لپاره پراخ واکونه لري. [2][3][4]
د بنسټیز قانون (دالمان اساسي قانون) د ۵۹ (۱) مادې پر اساس، ولسمشر د نړیوالو حقونو په موضوعاتو کې دالمان د فدرالي جمهوریت استازیتوب کوي، په استازیتوب یې له بهرنیو هېوادونو سره تړونونه کوي او دیپلوماتانو ته باورلیکونه ورکوي. سربېره پردې، ټول فدرالي قوانین مخکې له دې چې عملي شي، باید د ولسمشر له لوري لاسلیک شي، خو دوی معمولاً یوازې په هغه حالت کې یو قانون ردوي چې، باور ولري، له اساسي قانون نه سرغړونه کوي. [5]
د ولسمشر ګامونه او عامه حضور په خپله د دولت، د هغه د شته والي، مشروعیت او یووالي استازیتوب کوي. ولسمشر په رسمي دندو کې د لومړی وزیر په پرتله د لوړې رتبې نه برخمن دی. د ولسمشر ونډه بشپړه ده او د قانون او اساسي قانون د ساتلو د کنټرول دنده په کې شامله ده. دا د قانوني محدودیتونو نه، بلکې د سیاسي دودونو مسئله ده چې ولسمشر په عمومي توګه په خبرونو کې د مسئلو په اړه عادي تبصرې نه کوي، په ځانګړې توګه، کله چې د سیاسي ګوندونو ترمنځ څه لانجې وي. له ورځني سیاست او ورځنیو دولتي مسائلو نه واټن، ولسمشر ته د دې اجازه ورکوي چې د روښانتیا سرچینه وي، په عامه بحثونو اغېزه ولري، نیوکې څرګندې کړي، مشوره ورکړي او وړاندیزونه وکړي. د دې لپاره چې د دې واک نه کار واخلي، په دودیز ډول د ګوندي سیاست نه لوړ اجراات کوي. [6][7]
د مقام اوسنی مسؤل فرانک والټر شټاینمایر دی چې د ۲۰۱۷ ز کال د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه وټاکل شو او خپله لومړۍ پنځه کلنه دوره يې د ۲۰۱۷ ز کال د مارچ په ۱۹ مه پیل کړه.